غواړم لیکواله شم؛ خو څنګه؟

Ketabton
Ketabton
Author
1 min read
4,600
غواړم لیکواله شم؛ خو څنګه؟

یوې خور په فېسبوک کې پيغام راته پرېښی و، لیکلي یې وو: «ډېری وخت غواړم يو څه وليکم او هغه څه چې ذهن کې يې لرم، کټ مټ یې لوستونکو ته وړاندې کړم؛ خو په خواشینۍ سره دا کار کوی نه شم، ځينې وخت کلمې رانه ورکې شي او کله هم وایم، څه چې لیکم، د لیکلو نه دي، په دې اړه مې انټرنېټ کې پلټنه کوله چې ستاسو لیکنه (پښتو مه سختوئ، بلکې غني یې کړئ!) مخې ته راغله نو ځکه مې درته مزاحمت وکړ او پيغام مې درکړ؛ نه پوهېږم ولې مې زړه غواړي یوه ښه لیکواله و اوسم، په داسې حال کې چې تر اوسه مې هېڅ شی هم نه دي لیکلي؟»

هغې خور ته مې همغه لحظه په ځواب کې ولیکل: تاسې همدا اوس خپله خبره (نه یې شم کولای) بدله کړئ او پر ځای يې ووايئ، (کولای يې شم) د (نشم کوی) کلمه غلطه ثابته کړئ، ځکه چې تاسې یې کولای شئ او همدا چې اوس مو راته دومره منظم او اوږد پيغام او د خپل زړه خبره لیکلې، همدا لیکل دي او همدا د لیکلو هڅه ده، لیکل نور کوم خاص چل نه غواړي، بلکې هغه څه مو چې زړه کې وي، په خپله ژبه او طرز يې له کومې وېرې پرته ولیکئ، داسې فکر مه کوئ چې دا به ناسم یا بې مانا وي، څوک به را پورې وخاندي او نيوکه به را باندې وکړي چې دا دې څه لیکلي؟

 نه، هېڅ کله هم نه، تاسې یې لیکلی شئ، یوازې همدغه فکر درلودل، ستاسې د لیکوالۍ وړتیا ښيي، يوازې خپل فکر او همدغه احساس ته مو د عمل بڼه ورکړئ؛ وېره مو له زړه لیرې کړئ، هغو ملګرو نه چې دې برخه کې عملي تجربه  لري، پوښتنه وکړئ او پرلپسې هڅه وکړئ.

سره له دې چې د لیکوالۍ اړوند د ادیبانو او استادانو له خوا ښې لارښوونې او موضوعات لیکل شوي؛ خو ما وغوښتل په دې اړه له خپلې تجربې یوڅه ولیکم. ادبیاتو پوهنځي کې به مو د زده کړو پر مهال تل له استادانو په ځانګړې توګه د لیکوالۍ له استاد څخه همداسې پوښتنې کولې او ان تر اوسه چې له فراغت مو ډېر کلونه تېر شوي، زما په ګډون ډېری ټولګیوال او نور ځوانان همدا (څنګه يې وليکم) وېره لري.

 که یې ولیکم ناسم به وي، څوک به را پورې وخاندي؛ خو داسې نه ده، که هر څوک هره برخه کې وغواړي یو کار ترسره کړي کولای یې شي؛ خو په دې شرط چې ټینګه اراده وکړي، وېره له زړه وباسي، د لنډو ليکنو هڅوونکي کتابونه ولولي، له هڅوونکو ملګرو سره اړیکه وساتي او خپله خپل ځان ته د (نه یې شم کولای) له پاره د پلمو جوړولو فکر له خپل ذهن ایسته کړي. 

ما هم ډېری وخت ټولنیزو رسنیو کې لیکنې کولې او کوم یې؛ خو د همدې وېرې له کبله به مې د منظمې لیکنې هڅه نه کوله، که به مې کوم څه وهم لیکل، چا سره به مې نه شریکول چې هسې نه را پورې وخاندي او ووایي چې دا دې څه بې مانا لیکنه کړې؟ 

یوه ورځ مو د لیکوالۍ د چېپتر استاد، د درسي ساعت په پای کې کورنۍ دنده راکړه؛ ویې ویل، سبا چې له کوره تر پوهنتونه راتلئ، د راتګ ټوله کيسه مو (دا چې څه وخت له کوره را ووتئ، څه ډول موټر کې راغلئ، په لاره مو څه په زړه پورې تر سترګو شول، کوم څه خوشاله او خفه کړئ او په پای کې څومره وخت او څنګه پوهنتون ته را ورسېدئ؟) پرته له دې چې د خپلو لیکلو د ډول د ښه او بد په اړه فکر وکړئ، ولیکئ، بل درسي ساعت کې یې بیا ګورم.

 بل درسي ساعت کې ډېرو ټولګیوالو يو څه لیکلي وو، استاد ویل، مخکې تاسې فکر کاوه او ویل به مو چې ليکی يې نه شو او څنګه یې ولیکو؟ همدغه د لارې کيسه مو چې لیکلې، همدغه لیکل دي، تاسې هر یو لیکوال ياست او يو څه ليکی شئ، له زړه مو وېره لیرې کړئ، په همدې تخنیک له لیکلو سره ځان بلد کړئ، بیا د منظمې لیکنې لپاره لا زیاته مطالعه وکړئ او د هغو خلکو له تجربو ګټه واخلئ چې هغوی هم لومړیو کې ليکوال نه وو او څه يې ليکی نه شوای، خو اوس ښه لیکوال دي؛ د دغسې خلکو تجربې اورېدل، مطالعه او خپله پرلپسې هڅه مو لیکنه لا پياوړې او منظمه کوی شي.

ما هم له کله نه چې دغه وېره له زړه ایسته کړې، د متفرقه او هره ورځ ټولنیزو رسنیو(فېسبوک او ټوېټر…) لیکنو تر څنګ مې څو منظمې لیکنې وکړې او په یوه باوري ویبپاڼه کې خپرې شوې چې د ډېرو ملګرو له خوا مې دغه هڅه ستایل شوې او زه یې لا نورو لیکنو ته هم هڅولی یم.

زه اوس د ادبیاتو د یوه زده کوونکي په توګه دا وېره او شرم نه کوم چې څوک به مې پر لیکنه پورې وخاندي، سره له دې چې خپله مې هم ادبیات لوستي، اوس دا وېره او هم شرم نه کوم چې څنګه خپله لیکنه بل چا ته د اېډېټ لپاره ورکړم، بلکې هر وخت چې يو څه ليکم، له خپرېدو مخکې يې، له خپل یوه ملګري سره چې په دې برخه کې ډېره تجربه لري شریکوم او د هغه له نظر اخیستو، کتنې او د لیکنې د ښه والي او د ليکنې په اړه له هر اړخيز ډاډ وروسته يې خپروم. له باتجربه ملګرو سره د داسې هڅو شریکول په لاندې ډول ډېرې ګټې لري:

 لومړی، د خپلې لیکنې ستونزې او کمي راښيي چې بيا کولای شو په نورو لیکنو کې يې سم کړو او پاملرنه ورته وکړو.

دویم، دا چې که مو لیکنه ښه وي، ستایل کېږو چې دغه ستاینه انسان لا ډېر پياوړی او د لا ډېرو لیکلو حوصله ورکوي.

درېيم، تر ټوله ښه خبره يې دا چې له تجربه لرونکو ملګرو سره مشوره انسان ته ډاډ او قوت ورکوي، څو په ډاډه زړه خپله لیکنه له نورو سره له کومې وېرې پرته (څوک به را پورې وخاندي، څوک ونه وایي چې دا دې څه بې مانا لیکنه کړې.) شریکه کړي.

نو ټولو هغو کسانو ته چې زما په څېر د ليکوالۍ نوې تجربې اخلي وايم، هره ورځ يوه وړه ليکنه وکړئ که مو له يوې زياتې وکړې لاښه، د هېچا په خبره او منفي نظر پسې مه ګرځئ، تر هغې چې له (خلک به څه وايي) ځان خلاص نکړئ بريا به مو ستونزمنه وي. 

هرې وړې ليکنې ته مو چې ښه منځپانګه (محتوا) ولري انکشاف ورکوی شئ، نورې بېلګې ورسره زياتوی شئ او يوه ښه او په زړه پورې ليکنه ترې جوړوی شئ. د ليکوالۍ له پاره تر ټولو لوی درس او تر ټولو لویه تجربه په ځان ډاډ دی دا چې تاسې کوی شئ.

نو هره ورځ يو څه وليکئ او ښه ليکوال شئ.

0 Comments

Sign in to leave a comment.

No comments yet. Be the first to share your thoughts.

Related Articles

3 articles
د سترس د ټیټوالي څو بېړنۍ لارې.
Pashto
Oct 24, 2021
2,176 views

د سترس د ټیټوالي څو بېړنۍ لارې.

لیکنه: فاطمه اعظم د سټرس د ټيټوالي څو بېړنۍ لارې!!    لکه څنګه چې موږ ټول پوهېږو په داسې ټولنه کې ژوند کوو چې د سټرس د زېږېدونکو شرايطو شتون ډېر ممکن دی. يوازینۍ کار چې موږ کولای شو دا دی، چې هر څومره زر چې کيږي بايد د سټرس زېږېدونکو شرايطو سره جد...

له وخت څخه مخکي مو ويښتان ولي سپينږي درملنه يې څه ده؟
Pashto
Sep 15, 2020
11,972 views

له وخت څخه مخکي مو ويښتان ولي سپينږي درملنه يې څه ده؟

په تيرو وختونو کې به سيپن ويښتان د زړښت نښه بلل کيده خو اوس داسي نه ده بلکي د ډيرو پيغلو او ځوانانو ويښتان سپين دي. که تاسو هم له دې ستونزي څخه ځورپږي يعني د سر ويښتان مو مخکي له وخت څخه سيين شوي نو حتمن مو په بدن کې ځيني پيچلي بيلوژيکي ستونزي شته ،...

جغل او شګې په واسطه دخړو اوبو د فلټر ساختمان ډیزاین
Pashto
Jan 22, 2024
1,602 views

جغل او شګې په واسطه دخړو اوبو د فلټر ساختمان ډیزاین

د جغل او شګې په واسطه دخړو اوبو د فلټر ساختمان ډیزاین لیکنه:  انجینر سید سمیع الله نصرت خړې اوبه عبارت د هغه فضله اوبو څخه دی چې،د لاس مینځلو شاور او نورو څخه په لاس راځی یا په بل عبارت هغه اوبه ،چې غوړ ونه لری د خړو اوبو په نوم یادیږی.د خړو اوبو فلټ...

Recommended For You

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
Pashto
Jun 02, 2023
41,251 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
Pashto
Dec 17, 2020
32,354 views
3

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
Pashto
Nov 26, 2020
32,308 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article