هغه کسان چې د ورځني ژوند په ډېرېو چارو کې د ښي پر ځای کيڼ لاس کاروي ، کيڼ ېا چپلاسي ګڼل کېږي. شمېرې مختلفې دي خو ېو شمېر څېړونکي وايي چې د نړۍ د خلکو د ډلې څخه 15 په سلو کې ( ېا هر اوم کس ) کيڼلاسي دي .
ځيني خلک فکر کوي چې ټول کيڼلاسي په کيڼ لاس ليکل کوي چې داسې نه ده او د کيڼلاسو ېو غټ شمېر ېې په ښي لاس هم ليکل کوي .
د دې خبرې کره دليل لا څرګند نه دی خو څېړنو ښودلې چې په نارينه و کې د چپلاسو شمېر د ښځو په پرتله زېات دی .
ولې ځينې خلک کيڼ لاسي دي ؟
د پوهانو په اند کيڼلاس والي ښايي د سر مغزو او په ځانګړي ډول ( د کيڼې نيمکرې ) د زېانمن کېدلو نتېجه وي . د ښي لاس کړنې د مغزو د کيڼې نيمکرې لخوا اداره کېږي او کله چې د مغزو ېادې برخې ته زېان ورسېږي نو بله برخه ېانې ښۍ نيمکره دغه مسؤلېت په غاړه اخلي چې پاېله کې د ښي لاس دنده چپ لاس ته ورکول کېږي .
البته چې د چپلاس والي د لاملونو په باب ېو شمېر نورې تيورۍ هم شته خو تر ټولو لومړنۍ او مهمه ېې همدغه ده چې پاس ېې ېادونه وشوه ...
د نړۍ ځينې نامتو چپلاسې شخصېتونه:
سیاسي او جنګي مشران :
- مقدوني سکندر
- ناپېليون بوناپارت
- بېنجامين فرانکلين
- اوينستن چرچېل
- رونالد ریګن
- مشر او کشر جورج بوش
- بېل کلينتن
- فيډل کاسټرو
- مهاتما ګاندي
- ملکه ویکتوریا
- بارک اوباما
پوهان او نور :
- لېوناردو داوينچي
- البېرت انېشتېن
- اسحاق نیوټن
- پاولوف
- بېل ګېټس
- نيل آرمسټرانگ
- چارلي چاپلين
... او ډېر نور
ولې ځيني خلک کيڼ لاسي وي ؟
1,951
Ketabton
2020-12-27 22:01:42
Ketabton
3 years ago