څنګه یو سکالرشیپ ته بریالي کیدلای شو؟

K
Ketabton
Author
Jan 04, 2021
5 years ago
2,604 views
څنګه یو سکالرشیپ ته بریالي کیدلای شو؟

زمونږ د زده کړو سیستم ته په پام سره له هیواده بېرون زده کړې کول د هر زده کوونکي ارمان وي. خو دا چاره لګښت غواړي او د هر چا د وس کار نه دی!

که تاسو په دې فکر یاست نو اشتباه مو کړې. د نړۍ په کچه د زده کړو په زرګونو سکالرشیپونه شتون لري چې ممتازو زده کوونکو ته د زده کړو لپاره وړیا امکانات او پیسې ورکوي. مونږ چې د ممتازو زده کوونکو خبره کوو، نو دا په دې مانا ده چې تاسو به هم د نوموړو سکالرشیپونو لپاره قرباني ورکوئ. قرباني په دې مانا چې د بې ځایه وخت تېرولو پر ځای، په خپلو زده کړو تمرکز وکړئ او په خپله څانګه او د انګلیسي ژبې په زده کړه کې تر نورو وړاندې شئ.

په دې لیکنه کې مونږ غواړو له تاسو سره ځینې هغه لارې چارې شریکې کړو چې د سکالرشیپ په تر لاسه کولو کې درسره مرسته کوي.

لومړی – له نورو مرسته وغواړئ:
هغه وګړو سره اړیکه ونیسئ چې کوم سکالرشېپ ته بریالي شوي. له هغوی څخه د خپلو تجربو اړوند پوښتنه وکړئ.‌ هغه لارې چارې ترې یادې او تعقیب کړئ چې له نوموړو وګړو سره یې د سکالرشیپ په ترلاسه کولو کې مرسته کړې. که له نوموړو وګړو سره مستقیمه ناسته نشئ کولای، بریښنالیک ورته ولیږئ،‌ یا هم په ټولنیزو رسنیو کې ورته پېغام پریږدئ.

دوهم – پلټنه وکړئ:
په انټرنیټ کې په لسګونو داسې ویب سایټونه شته چې د مخ پر ودې او وروسته پاتې هیوادونو د وګړو لپاره د سکالرشیپونو اعلانونه خپروي. له دې ویب سایټونو پرته، د نړۍ د بیلابیلو پوهنتونو د ویب سایټونو د سکالرشیپونو برخې وپلټئ او د خپلې خوښې اړوند سکالرشیپ وټاکئ. هڅه وکړئ په یو وخت ډیرو سکالرشیپونو ته غوښتنلیک واستوئ تر څو د ګټلو چانس مو ډېر شي.

دریم – د زده کړو او کاري تجرې سوانح Resume مو جوړه کړئ:
د سکالرشیپ له انتخاب وروسته مو په منظمه توګه خپلې سوانح ترتیب کړئ،‌ هڅه وکړئ چې خلص سوانح مو له یوې صفحې زیاتې نه شي، ځکه نن سبا همدا ټاکل شوی معیار دی. لیکل شوې سوانح مو باید واضح او روښانه وي. سوانح باید د یو پوښونکي لیک یا Cover Letter سره ملې وي. په نوموړې لیک کې تاسو په یو سکالرشیپ کې د دلچسپۍ لرلو او خپلو وړتیاوو اړوند خبرې لیکئ. په انټرنیټ کې د هغه هیواد د سوانحو او ورسره مل لیک فارمټ وګورئ د کوم هیواد پوهنتون ته چې اپلای کوئ او هغسې یې ترتیب کړئ.

څلورم – ریفرینس پیداکړئ:
د ډیری سکالرشیپونو یوه اړتیا دا هم ده چې تاسو باید له یوې مرجع څخه هغوی ته معرفي شئ. دا مرجع ممکن ستاسو د پوهنتون پروفیسر، استاد او یا هم ستاسو ګومارونکی رییس او یا مدیر وي. هڅه وکړئ د هغه چا ریفرینس واخلئ چې تاسو ورسره په مستقیمه توګه کار کړی وي، ځکه هغوی مو له وړتیاوو ښه خبر او په ښو الفاظو کې ستاسو قوي ټکي رانغاړلی شي.

پنځم – منظم معلومات وساتئ:
که چېرته تاسو په یو وخت ډیرو سکالرشیپونو ته غوښتنلیک لیږئ نو د ټولو آخري تاریخونه په یاد کې ساتل ستونزمنه ده. د نوموړې ستونزې د حل په موخه له ځان سره منظم لیکلې ډیټا وساتئ او په وخت سره یې تعقیب کړئ. د هر سکالرشیپ د اړتیاوو سره سم ځانګړي اسناد تیار کړئ. داسې مه کوئ چې یو سکالرشیپ ته لیږل شوی غوښتنلیک بل ته هم وکاروئ او یوازې له کاپي او پېسټ څخه استفاده وکړئ. دې چارې ته وخت ځانګړی کړئ او په دقت سره هر پړاو وڅارئ.

شپږم – ریښتوني و اوسئ:
کوم څه چې د ځان په هکله وایئ او کوم اسناد چې لېږئ باید دقیق او رښتیا وي. زمونږ په هیواد کې ډیری داسې ځوانان شته چې د ګاونډیو هیوادونو بورسونو ته د واسطې له لارې کامیاب شوي خو ډیری یې هلته ناکامیږي او بېرته ناهیلې خپل هیواد ته راستنیږي.

یادونه: ځینې داسې سکالرشیپونه هم شته چې د زده کړو د ټول لګښت پر ځای ستاسو د لګښت یوه برخه پرې کوي.

تاسو کولای شئ د نړیوالو پوهنتونو په سایټونو او نورو انټرنیټي سایټونو کې یې وپلټئ.

په هر ډول چاپي او بریښنایي رسنیو کې د نوموړې لیکنې کاپي کول او خپرول مجاز نه دي.

Related Articles

Dec 16, 2020
2,179 views

عجایب دبیره ها

عجایب دبیره ها مصطفی عمرزی دو- سه ماه قبل، هنگامی که پروفیسور سبستیان هاینه، مشهور به زمری خان در کابل تشریف داشت، تصادفاً او را در کتاب فروشی دانش دیدم؛ هرچند الحاج دانش، قبلاً یادآوری کرده بود که نیاز است با یک مهمان خیلی آگاه در زبان شناسی، تاری...

Jul 31, 2022
2,638 views

د پوستکي دانې ناروغي وپېژنئ!

 د لمپي سکين ناروغي Lumpy Skin Diseaseد پوستکي دانی ناروغي  د يو څه وخت راهيسي په ټولنيزو رسنيو کې ناسم مالومات خپرېږي؛ غواړو چې هيوادوالو سره سم مالومات شريک کړو.  ياده ناروغي څه کم سل کاله تاريخچه لري او تر اوسه پورې هيڅ قسمه کيس په انسانانو کې ن...

Apr 23, 2024
1,760 views

ګرین کارټ لاټرۍ مصارف او معلومات

زیاتره کسان پوښتنه کوي چي ګرین کارټ لاټرۍ د ثبت نام څخه تر امریکا پوري څومره لګښت لري ؟ جواب: د ګرین کارټ لاټرۍ مصرف باید له دریو اړخونو وڅېړو لکه: د ثبت نام لګښت، تر کامیابۍ وروسته لګښت او د وېزې تر اخیستلو وروسته لګښت. ۱- د ثبت نام لګښت: د امریک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,725 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,140 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,021 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...