د برنارډ شاو پېژندنه او غوره ويناوې
2,542
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2020-11-28 01:16:19
ددې ستر آیرلینډي لیکوال بشپړ نوم جورج برنارډ شاو "Georg Bernard Shaw" دی. د انګلېسي ادبیاتو په ډرامه لیکونکو کې د لومړي قطار له کسانو څخه شمېرل کېږي. نوموړی په "۱۸۵۶م" کال د آيرلینډ په مرکز دوبلین کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. دا چې کورنۍ یې ډېره غریبه او ناچاره وه نو تل به یې د مور او پلار ترمنځ شخړه وه، نو ځکه خو د برنارد شاو ماشومتوب له خواشينيو خلاص نه و. د همدې اقتصادي ستونزو له کبله یې ایله تر ۱۴ کلنې زده کړې وکړې او په ۱۵ کلنۍ کې یې دنده واخیسته تر څو کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړي. نوموړي د ځمکو د خرڅلاو له یوه شرکت سره نږدې څلور کاله دنده وکړه او د خپلې کورنۍ لګښتونه یې پوره کول.
کله چې دی د لندن له کاري فرصتونو خبر شو نو له خپلې مور سره هلته لاړ، تر څو ډېرې پیسې وګټي. په لندن کې یې د کار کولو ترڅنګ بېلابېلې ورځپاڼې او همدارنګه سیاسي او ادبي کتابونه ولوستل. نوموړي په لندن کې د سوسیالیستي انجمن غړيتوب هم واخیست.
له "۱۸۸۵م" کال وروسته يې ځينې ډرامې ولیکلې او ځانګړي مينه وال یې پيدا کړل. په لیکنو کې یې طنزي اړخ زیات پياوړی و.
ځينې ډرامې یې زیاتې مشهورې شوې، لکه: (سنټ جان، ډاکټر په دوه لارې کې، زړه ماتوونکی کور، د جان بول بله جزیره او ...)
برنارد شاو ته په ۱۹۲۵ کال کې د نوبل جایزه ورکړل شوه. په دې وخت کې د نوموړي عمر ۶۹ کاله وو نو ځکه دی یو له هغو کسانو څخه شمېرل کېږي، چې په لوړ عمر کې یې دغه ستره جایزه ترلاسه کړه.
برنارډ یو هوښيار او ځيرک انسان و. دی به ډېر ټوکمار تو حاصر ځوابه و. د نوموړي په باب یوه مشهوره کیسه داسې ده، چې برنارډ شاو ته کومې فلمي لوبغاړې د واده وړانديز وکړ. ده ورته وویل: ته په کوم دلیل ماسره واده کوې؟
هغې وویل: زه ډېره ښکلې یم او ته ډېر هوښيار نو که چېرې زموږ اولاد پيدا شي، عقل کې به تاته ورته شي او ښکلا کې ماته نو ښه نسل به وي.
برنارد شاو وویل: دا غوښتنه دې نه منم. هسې نا، عقل کې تاته وشي او څېره کې ماته.
بالاخره دغه ستر لیکوال د "۱۹۵۰م" کال د نومبر د میاشتې په دویمه نېټه ومړ.
د برنارد شاو ځينې ويناوې
ـ ناسم معلومات، له ناپوهۍ څخه ډېر خطرناک دي.
ـ ډېر نصیحت مه کوه، ځکه جاهل د چا خبره نه اوري او عاقل ورته اړتيا نه لری.
ـ تل رښتيا وایه، خو هره رښتيا مه وایه!
ـ پیسې لوږه ختموي، خو درد او غم نه شي ختمولای.
ـ ډېر خلک د دعا پر ځای سوال کوي.
ـ ټول ستر حقیقتونه لومړی د شریعت خلاف معلومېږي.
ـ څوک چې یو څه کولی شي، کوي یې او څوک چې یې نه شي کولای نيوکې کوي.
ـ مذهب یو دی، خو تعبیرونه یې په زرګونو.
ـ ډېر لږ خلک بې وزلي زغمي.
ـ استعداد یعنې له خپل زور او عقل څخه هممهاله ګټه اخيستل.