د باختر خزانې ارزښت دده د طلا د مقدار پر اساس نه دی او دا مقدار مثلاً په کیلو ګرام باندې تلل کېږي. دا ۲۰ زره او ۶۰۰ او څو پارچې دي چې د خالصې طلا څخه جوړې شوي او د باختري یونان په موده کې غالبا د کوشاني شاهانو پورې اړه لري چې له نن څخه تقریباً ۲۴۰۰ کاله وړاندې یې په دې سیمه حکومت کولو.
ددې خزانې اهمیت په لرغونتوب کې دی. په نړۍ کې د خالصې طلا له پلوه تر ټولو مکمله، با ارزښته او لرغونې ده. یعنې په نړۍ کې یې بل ساری نشته. دا خزانه په شبرغان کې ددې شاهانو د مزارونو څخه ترلاسه شوې ده.
ولې مهمه ده؟
۱ - ددې خزانې د مادي ارزښت اټکل ډېر ستونزمن دی. ځکه تر اوسه پورې مزایدې ته نه ده تللې. دا کار په جهاني سطحه د تاریخي آثارو کلکسیونران کوي. چون د دولت ملکیت دی نو دولت دې ته اجازه نه ورکوي. خو په تخمیني ډول ممکن څو میلیارده ډالرو ته ورسېږي.
۲ - هغه موږ چې د افغانستان د ۵۰۰۰ کلن تاریخ په ادعا ریشخند وهو، دا خزانه یې یو مهم مادي سند دی. په بل عبارت دا خزانه د بودا تر مجسمو ډېر تاریخي ارزښت لري. ځکه چې په طبعي ډول د خرابېدلو چانس یې تقریباً صفر دی.
۳ – دا خزانه زموږ د هویت یو سند دی. معنا دا چې ۲۵۰۰ کاله وړاندې موږ څوک وو؟ زموږ مراوده د باختر – یونان سره څه ډول وه؟ په دې خاوره کې د هیلینیزم – بودیزم د تمدنونو د سنتیز په پایله کې کوم ډول نوی تمدن رامنځته شو؟ زموږ په اوسني فرهنګ کې ددې تمدنونو نښې کومې دي؟ ... دا ټولې پوښتنې ځوابوي!
۴ – د تاریخي – فرهنګي پلوه حد اقل تر اسلام وړاندې افغانستان په ریښتیا هم د تمدنونو څلور پاتې شوی او د څو فرهنګونو یو جالب سنتیز رامنځته کړی دی. خو کله چې اسلامي تمدن دلته راغی د پخوانیو تمدنونو برعکس یې د حذف سیاست ته مخه کړه. ځکه اسلامي تمدن تر خپل ځان پخواني هر څه ردوي او ورسره تقابل کوي. ددې په پایله کې یکنواخت سیستم رامنځته شو او ددې جغرافیې پخوانی برم او د پرمختګ پوټانشیل له منځه لاړ.
۵ – د شلمې پېړۍ په سر کې خصوصاً په شرقي ټولنو کې د ملتسازۍ یو ټرېنډ په تاریخ کې نغښتی و. یعنې ملتونو هڅه کوله چې خپلې تاریخي ریښې چې څومره غځولی شي، هومره ورسره مرسته کوي چې د واحد ملت کانسپټ قوي کړي. شاه امان الله لومړی کس و چې د اصلاحاتو په اډانه کې یې لرغونپېژندنې ته پاملرنه وکړه. نوموړي د آرکیولوژۍ بنسټ کېښود او له فرانسې یې لرغونپوهان را وغوښتل چې د تاریخي آثارو په واسطه دا ثابته کړي چې افغانستان تر اسلام وړاندې هم تمدن درلود. بیا وروسته د انجمن تاریخ افغانستان په تاسیس سره دا چارې لا زیاتې ګړندۍ شوې او د افغانستان د ۵۰۰۰ کلن تاریخ روایت رسمیت پیدا کړ.
۶ – له مادي پلوه د باختر خزانه په کلني ډول تر ۱۰ میلیونو ډالرو پورې د عایداتو د ګټلو پوټانشیل لري. دا په دې شرط چې سمه مدیریت شي او د نړۍ مشهورو موزیمونو سره د نندارې په موخه قراردادونه وشي او بازاریابي ورته وشي. ځکه انتقال یې اسانه دی. دا کار په نړۍ کې ډېر معمول دی. ددې خزانې یوه ډېره کوچنۍ برخه (غالباً څه باندې ۲۰۰ پارچې) صرف یو ځل له افغانستانه وتلې دي او هغه هم سم مدیریت شوي نه دي. د نورو ستونزو تر څنګ یې تر ټولو مهمه ستونزه دا ده چې د انتقال پر مهال باید بیمه شي او بیمه یې ډېره ګرانه ده.
۷ – د باختر خزانه د داود خان په وروستي کال کې پیدا شوه. بیا په ملي موزیم کې نندارې ته ایښودل شوې وه. ډاکټر نجیب که نور هر څنګه و، ددې خزانې د چور او تالان د مخنیوي تر ټولو مهم شخص پاتې شوی. ځکه هغه چې نور په دې پوه شو چې کیسه خرابه ده، خزانه یې له موزیم څخه د ملي بانک زېر زمینۍ ته انتقال کړه او د لوړو امنیتي تدابیرو سره یې مهر و لاک کړه. په جنګونو کې ټول موزیم چور شو خو د ډاکټر نجیب د تدبر په وجه دا خزانه وژغورل شوه.
۸ – ویل کېږي چې طالبان د خپل قدرت په وروستیو کې متوجه شول چې داسې خزانه د بانک په زېر زمینۍ کې ده خو تر پایه ونه توانېدل چې پیدا یې کړي.
۹ – که چېرې سوله راشي او په کابل کې دا خزانه نندارې ته وړاندې شي، یواځې او یواځې همدا موزیم کولای شي چې د سلګونو زرو بهرنیو سیلانیانو د راتګ زمینه برابره کړي.
۱۰ - یوه وروستۍ مهمه خبره چې رانه هېره شوه، دا ده چې د عام فکر بر خلاف دا خزانه د افغانستان بانک لخوا د افغانۍ د پشتوانې په توګه نه کارول کېږي. هغه جلا سره زر دي. یعنې د افغانۍ د ارزښت پورې هېڅ اړه نه لري.
فکر کوم همدومره به کافي وي!
ايمل جلال