ډېری خلک اوس پر دې باور دي چې سپما خپله د ډېر مصرف لپاره لار هواروي، نه د پیسو ګټلو لپاره. غواړم ووایم، د دې لپاره چې پیسې پس انداز کړی، ښه ده چې کارو بار پرې وکړئ، څو ډېرې پیسې وګټی. بل دا چې د پیسو ګردش د خلکو د په کار کېدو لامل کېږي.

ولې د رابرټ کیوساکي د بودجې د مدیریت تګلاره تر پخوانیو او سټنډرډو (معیاري) تګلارو غوره ده؟

دا له هېچا پټه نه ده چې د ډېری امریکایي وګړو کاروبار هېڅ ښه نه دی. د «متلي فول» د راپور پر اساس، ان ۷۰ سلنه امریکایان په خپل بانکي اکونټ کې ۱۰۰۰ ډالر هم نه لري.

له دوی څخه ډېری کسانو ویلي، چې کله له کومې ناڅاپي پېښې سره مخ کېږي، نو اړ دي چې ان ۴۰۰ ډالر هم له یو چا څخه قرض وغواړي او یا یو شی وپلوري. «متلي فول» دغه راز ویلي، چې ۴۱ سلنه امریکایي وګړو خپلې پیسې په بانکونو کې ویدې کړې دي. د موري بکمن په اند، همدا پس اندازونه د دې لامل شوي چې ډېر زیات امریکایي وګړي له مفلسۍ سره مخ شي.

زه هم وایم چې سپما یا پس انداز مالي خپلواکۍ ته د رسېدو ښه لار ده، خو یوازې پس انداز نه شي کولای چې د امریکایي وګړو د مفلسۍ ستونزه حل کړي. لومړنی او مهم ټکی د مالي پوهې تر لاسه کول دي. ستونزه دلته ده چې پس انداز کول، قناعت کول او پور نه اخیستل اوس د تېر په څېر ځواب ویونکي نه دي.

د خبرې شیره به درته ووایم: د بودجې تخصص لکه یوه برنامه داسې ده. دغه برنامه کېدای شي کامله او د موخې درلودونکې وي او یا برعکس کېدای شي دغه برنامه ستاسو له اړتیاوو سره متناسبه نه وي او بې لارې مو کړي. هغه وخت بده ده چې تاسو خپلې پیسې یوازې په بانک کې وساتی، داسې چې له ساتلو پرته درته هېڅ ګټه ونه رسوي.

ښه پروګرام یا برنامه هغه ده چې وکولای شي تاسو د یوه ښه کارو بار څښتنان کړي. په دې سره کولای شی خپل کارو بار لوی کړی، خلکو ته خیر ورسوی او خپلو ټولو هیلو ته ورسېږی.

دې ټولو ټکو ته پام وکړئ. په دې مقاله کې دری هغه ټکي تشریح شوي دي، چې په اصل کې تاسو ته د مالي ګردش اسباب برابروي.

یو اسانه او ساده تمرین: که غواړی له مالي اړخه خپلواک اوسی، نو خپل ټول میاشتني لګښتونه په یوه کالم او خپل میاشتنی عواید په بل کالم کې ولیکئ. اوس مو خپل یو لاس پر خپلې میاشتنۍ تنخوا یا عوایدو باندې کېږدئ. اوس پوښتنه کوم، که تاسو هېڅ تنخوا ونه لری، څه پېښېږي؟ لکه څه ډول مې چې تجربه کړې ده، پوهېږم چې په زړه مو یو ډول وېره او ډار ننوت.

دا ډېره ښه ده، ځکه د ډېرو خلکو د ژوند له واقعیت سره مو مخ کوي. ډېری کسان ژوند په خپل میاشتني معاش سره تېروي، خو تر اوسه پورې مو فکر کړی چې څه به شوي وای که هره میاشت له یو ځای څخه درته دومره پیسې راتلی چې خپل مصارف مو پرې پوره کولای؟ هغه وخت به مو څه کول؟ تقاعد مو اخیست؟ زه او کیم په ۹۰ یمه لسیزه کې همدې پایلې ته ورسېدو.

مالي پروګرام جوړول کولای شي تاسو ته ووایي، چې څه ډول مالي نقل او انتقال ته اړتیا لری.

کله چې له خپلو میاشتنیو لګښتونو خبر شوی، کولای شی داسې پروګرام ورته جوړ کړی چې په توان مو پوره وي. بیا به نو هر څه درته جالب او په زړه پورې شي. موږ د مخارجو د له منځه وړلو پر ځای، یو بل شی هم اضافه کړي دي یانې پانګونه مو کړې ده او پر هغه مو د «طلایي مالي قاعدې» نوم اېښی دی.

که هره میاشت دې پانګونې ته یو څه پیسې ځانګړې شي، بالاخره مو پر لومړیتوب باندې بدلېږي. ما او کیم ډېر زیات کار وکړ، څو ډېرې پیسې لاسته راوړو. نوي محصولات مو طرحه او تولید کړل او ملکي ګټور تړونونه مو وکړل.

دغه ډول نظریې مو هغه وخت ذهن ته راغلې چې پیسې مو له بانکونو را و ایستې او هڅه مو وکړه چې پيسې جوړې کړو. د دې پیسو ځانګړي کولو راته مالي خپلواکۍ ته نوره لار هم پرانیسته. دغه کړنلار دومره مؤثره تمامه شوه چې خپلې موخې او مقصد ته پرې ورسېدو.

نو که غواړی مالي خپلواکۍ ته ورسېږی او غواړی خوند یې حس او وڅکی، نو همدا یې وخت دی چې پر یوې مناسبې اختصاصي بودجې لاس پورې کړئ. خو زما دغه خبره هم ومنئ  چې پر زړو قوانینو عمل مه کوئ؛ ځکه یوازې دغه نوي قوانین تاسو بریا ته رسولی شي.