ليکنه - رياض مقامزی
د امریکا په ادبیاتو کې او شاعرۍ کې یو روښانه نوم د ایمېلي ډیکنسن "Emily Dickinson" هم دی. معاصر امریکايي ادبپوهان يې د نوي امریکايي شعر مور بولي.
دده پۀ اړه عجیبه خبره دا ده، چې نوموړې پۀ خپل ژوند کې هېڅ چا د یوې شاعرې پۀ توګه و نۀ پېژندله. حتی پۀ کورنۍ کې يې هم څوک خبر نۀ و. کله چې ډیکنسن مړه شوه، خور يې دده بکس پرانیست، دا نو يو عادي بکس نۀ و، ځکه لۀ شعرونو ډکه صندوقچه وه، چې شمېر يې لۀ ۱۷۰۰ عنوانو څخه اوښته.
مېرمن ډيکنسن پۀ "۱۸۳۰ م" کال د امریکا متحده ایالاتو پۀ "امهیرسټ" ښارګوټي کې دې دنیا ته سترګې غړولي دي. کله چې د نوموړې شعرونه پۀ رسنیو کې خپاره شول، نو دا ښارګوټی د "ایمېلي ډکنسن" د ټاپو پۀ نوم ثبت شو.
پلار يې دیني سخت دريځی و، نو ځکه ایمېلي هم ګوښه ګيره ښځه وه.
پۀ خپلې شاعرۍ کې يې تر ډېره د مرګ یادونه کړې. هغسې صحنو ته تللې چې تر مرګ وروسته به ورځي. دا پوښتنه چې لۀ مړینې وروسته څۀ پېښېږي؟ پۀ بېلابېلو ډولونو ځواب کړې. خو تر آخره يې کوم بشپړ ځواب نۀ دی موندلای. بالاخره "۱۸۸۶ م" کال کې د همدې پوښتنې بشپړ ځواب پیدا کېدلو ځای ته ولاړه.
د شعرونو بېلګې يې:
زۀ هېڅ څوک يم!
تۀ څوک يې!؟
کۀ تۀ هم هېڅ څوک وې
بس دواړه جوړه يو سره
هېڅ چا ته مۀ وایه
هسې نه، خلک دي
رسوا مو نۀ کړي!
د یوه بل شعر ژباړه یې داسې ده:
د نفرت لپاره مې وخت نۀ درلود
ځکه چې اجل مې مخه نيوله
او عمر دومره اوږد نۀ و
چې پۀ هغه کې مې کینه پاللې وای
د مینې لپاره هم فرصت نۀ و
مګر تر کومه ځایه چې کېدله
د لږې مینې زحمت مو ځان ته ورکړ.