د شهدو (شاتو) مچۍ؛ څو جالب ټکي!

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 13, 2021
4 years ago
4,044 views
د شهدو (شاتو) مچۍ؛ څو جالب ټکي!

ژباړه ـ ریاض مقامزی 

د شاتو مچيو په اړه به تاسو هم ډېرې خبرې اورېدلي وي. په دې لیکنه کې به یې په اړه لا ډېر په زړه پورې ټکي ولولئ. د لیکنې تر پایه د شاتو مچيو په هکله نوي او زړه راښکونکي حقایق لولئ.

ـ سرعت؛ د شاتو مچيو سرعت ۲۵ کیلومتر پر ساعت دی. یعنې دوی کولای شي په یوه ساعت کې ۲۵ کیلو متره مزل وکړي. تاسو به فکر کوئ چې مچيو سرعت تېز دی. خو داسې نه ده. نورو حشراتو ته په کتو د شاتو مچۍ کم سرعت لري. ددوی بدن داسې جوړښت لري، چې په اسانۍ له یوه ګل نه بل نه حرکت وکړي. خپل وزرونه په یوه دقیقه کې ۱۲۰۰۰ ځلې رپوي تر څو په هوا کې پاتې شی.

ـ په ګبین کې د مچيو شمېر؛ په یوه ګبین کې د مچیو شمېر به ۶۰۰۰۰ ډېر نه وي. ددوی جوړښت داسې دی، چې ټولې مچۍ خپلې دندې لري. ځينې د کوچنيو مچيو پالنه کوي او ځينې نور بیا پر نورو  بېلابېلو چارو بوخت وي. همدارنګه یو شمېر یې ملکې ته خواړه برابروي او د هغې پالنه کوي.

ـ د تولید اندازه؛ یوه مچۍ د ژوند په اوږدو کې د چای څښلو کاشوغې يو پر ۱۲ برخه شات کوی. د دوی د شات ډېروالی اصلا د مچیو د شمېر له کبله وي. د یوه ګبین لپاره ۲۸ کیلوګرامه شهد (شات) کافي دي، چې دوی د ژمي په اوږدو کې ژوندي پاتې شي. يه دومره ډېره اندازه د شاتو تولیدول دوی اړ باسي چې هره شېبه خواري وکړي.

ـ ملکه؛ ددوی له جملې یې یوه ملکه هم وي، چې ددوی چارې سمبالوي. ملکې د ۳ او څلورو کلونو په اندازه عمر کوي. نوې ملکه باید له زېږون وروسته تر شپږو ورځو له بل سره یو ځای شي تر څو نورې مچۍ وزېږوي. خو که تر شل ورځو داسې و نه شول د عمر تر پایه ددې کار اجازه نه لري. 

- نیورونونه؛ هره مچۍ په خپلو مغزو کې نږدې یو میلیون نیورونونه لري، چې له دې یې په ښه شکل ګټه اخلي. همدارنګه کارګرې مچۍ له ستنېدو وروسته خپل نور ملګري خبروي، چې شات یې د تولید لپاره چمتو دي.

ـ نارینه مچۍ؛ نارینه مچۍ له ملکې سره د یو ځای کېدو سمدستي مري. ددوی یوازينۍ دنده همدا ده، چې ملکې ته سپرم تولید کړي.

ـ ګلان؛ یوه مچۍ آن کولای شي په ورځ کې پر ۲۰۰۰ ګلانو هم کښېني. البته دا کار د مچۍ په کار پورې اړه لري. خو له ۵۰ تر ۱۰۰ ګلانو کښېناستو وروسته مچۍ اړ کېږي، چې شات تولید کړي.

Related Articles

Jul 02, 2022
1,440 views

If you lack discipline, read this

1. Define a clear goal. Without a clear goal it is hard to define exactly what you want. Your mind doesn’t need an invitation to procrastinate. Begin to visualise what it is you really want. Writing down your goal will help to bring it into reality....

Jun 01, 2022
1,492 views

د جوواني بوکاچیو لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی کله چې هم د نړېوالو ادبیاتو مطالعه پیل کړو، ددې ستر لیکوال له نوم سره به حتما مخ کېږو. نوموړی د نړۍ، بیا د اروپا او په ځانګړې توګه د ایټالیې یو ستر فرهنګي شخصیت او ليکوال دی. تاسو به پدې لیکنه کې نوموړی وپېژنئ.  مهم معلومات  •...

Oct 11, 2024
999 views

Climate Change

  Climate change is the greatest challenge facing the United States—and the world—over the next decade and beyond. The burning of fossil fuels, deforestation, and other human activities raise global temperatures with costly and deadly impacts, inclu...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,987 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,205 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,198 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...