د جوواني بوکاچیو لنډ ژوندلیک
745
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2022-06-01 04:21:29
لیکنه ـ ریاض مقامزی
کله چې هم د نړېوالو ادبیاتو مطالعه پیل کړو، ددې ستر لیکوال له نوم سره به حتما مخ کېږو. نوموړی د نړۍ، بیا د اروپا او په ځانګړې توګه د ایټالیې یو ستر فرهنګي شخصیت او ليکوال دی. تاسو به پدې لیکنه کې نوموړی وپېژنئ.
مهم معلومات
• د زېږېږېدو نېټه یې "۱۳۱۳ز" کال دی.
• د مور په اړه ویل کېږي، چې فرانسوۍ وه.
• پلار یې د ایټاليې و او سوداګري به یې کوله.
• په کم عمر کې یې دربار ته لاره پیدا کړه او هلته له مختلفو آثارو او ادبیاتو سره بلد شو.
• تر ټولو مشهور اثر یې ډېکامېرون نومېږي، چې د درې کلونو په موده کې یې کښلی دی. همدې اثر نوموړي ته خورا ډېر شهرت ور په برخه کړ.
• په ۱۴ کلنۍ کې یې پلار ناپولي ته واستوه ترڅو د بانک او سوداګرۍ اړوند مسايلو په اړه عملي پوهه ترلاسه کړي.
• کارغه یې بل مشهور اثر دی، چې نوموړي ته یې درنښت ورکړی.
• له بل نامتو لیکوال (پیترارک) سره په مشوره یې د ستر ایټالوي شاعر "دانته" ژوندلیک هم لیکلی.
• نوموړي د ايټالوي ترڅنګ پر يوناني ژبه هم ځینې لیکنې کړې دي.
• د مادوننا وېره، د مینې څېره، کارغه، ډېکامرون او ځینې نور یې مشهور اثار دي.
• ویل کېږي، چې بوکاچیو په ۱۳۶۵ز کال کې مړ شوی دی.