دا متل په همدې شکل او ېا هم لږ توپير سره د نړۍ په ډېرو کلتورونو او ټولنو کې موجود دی . پښتو کې وايي چې ''دېوالونه هم غوږونه لري'' .
دری ژبه کې وايي چې '' دیوار موش و موش گوش دارد '' .
روسي ژبه کې وايي'' У стен есть уши ''
او انګريزان بېا وايي چې '' The walls Have Ears ''
دا اصطلاح که په هره ژبه او ټولنه کې ده خو مقصد ېې هماغه ېو ، په خبرو کولو کې غور او پر احتېاط کولو ټينګار دی .
څېړنې ښيي چې دغه اصطلاح له فرانسې څخه نورې نړۍ ته خپره شوې ده . د فرانسې شاه مېرمنې (پاچاڼۍ/ ملکې) د خپلې ماڼۍ په ټولو خونو کې ېو ډول غوږۍ ځای پر ځای کړې وې تر څو د خپلې واکمنۍ اړوند ټولو چارواکو خبرې واوري .
دغه ملکه ( کېترين دې مېديچي ) نومېدله او هغه توانېدلې وه چې د خپلو سېاسيونو له ټولو رازونو او ارادو څخه خبره او په ښه ډول هغوي کنټرول کړي . خلک هېڅ نه پوهېدل چې پاچاڼۍ څنګه په بندو کوټو کې د وېل شوو ټولو کيسو څخه خبرېږي ، حېران پاتې وو او بله هېڅ لاره ورته نه وه پاتې مګر دا چې ووايي : دېوالونه هم غوږونه لري .
مطلب دا چې خپلو خبرو سره فکر کوئ : دېوالونه هم غوږونه لري