څنګه کولای شم، يو ښه مشر اوسم؟

Riaz Muqamzai
Riaz Muqamzai
Author
1 min read
5,428
څنګه کولای شم، يو ښه مشر اوسم؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په اجتماعي ژوند کې حتمي ده، چې يو ځل به د مشرۍ لپاره ټاکل کېږئ. البته له مشرۍ څخه مې موخه دا نه ده، چې تاسو دې حتما د یوه کلي، ولسوالۍ او یا ولایت په کچه مشر شئ. ممکن د یوه عادي ټولنیز کار او یا هم د کورنۍ مشري در وسپارل شي. نو اړینه ده، چې دغه وړتيا ولرئ، ترڅو وکولای شئ، ښه یې مدیریت کړئ. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې شوي دي. 

 

لومړۍ ـ مشرۍ ته اماده اوسئ!

که تاسو اوس په هر عمر کې یئ او یا هره دنده کوئ، باید پر خپل ذهن دا خبره تصدیق کړئ، چې یوه ورځ به مشر کېږئ. ددې کار ګټه دا ده، چې سر له اوسه به ذهنا دې مسولیت ته اماده اوسئ. 

 

دویم ـ مسولیت ومنئ! 

اکثره خلکو ته په يو ډول نا یو ډول مشري ورسېږي یا یې پخپله خوښه ترلاسه کړي، مګر بیا یې هم مسولیت نه مني، چې دا کار د ناکامو مشرانو دی. که تاسو ته مشري درسپارل کېږي یا یې پخپله خوښه ترلاسه کوئ، نو باید چې مسولیت یې هم ومنئ. فکر کوم خبره واضح نه ده؟

خیر نور یې هم واضح درته کوم. د مسولیت منل دا چې ته خپل زېردست خلک وڅارې، اړیکې ورسره ټينګې کړې، ستونزې یې واورې، درک یې کړې او ستونزې یې ورحل کړئ. دا فکر له ذهنه وباسئ، چې مشري یوازې دا ده، چې د نورو له خوا دې ستاسو احترام وشي. مشري مسولیت غواړي، دا مسولیت باید ومنئ!

 

درېيم ـ مشوره وکړئ

په کارونو کې مشوره کول د مسلمانانو لپاره یو دیني اصل دی. خو اوس په ټولنه نړۍ کې دا خبره منل شوې او ښه مشر هغه بلل کېږي، چې په هر کار کې له خپلو همکارانو سره مشورې کوي. کله چې تاسو مشوره کوئ، په دې معنا چې خپلو ټولو هغو کسانو ته د ارزښت ورکولو ډاډ ورکوئ، چې ستاسو تر لاس لاندې دي. په دې ډول هر یو تن فکر کوي، چې تاسو ته تر ټولو نږدې دی. په لنډ ډول ویلای شو، چې په مشورې سره تاسو وګړي خپلې همکارۍ ته بولئ. 

خو له بده مرغه په پښتني ټولنه کې مشران بالخصوص د کورنۍ مشر (پلار) په اکثرو چارو کې له خپلو اولادونو او مېرمنې سره مشوره نه کوي. دا کار ددوی ترمنځ لویې فاصلې ایجادولای شی. 

 

څلورم ـ په اړیکو کې تعادل وساتئ 

يو ښه مشر تل دې ته فکر کوي، چې څنګه د کارکوونو، کورنۍ غړو او همکارانو ترمنځ په اړیکو کې تعادل وساتي. او دا یو منل شوی اصل دی، چې په هر څه کې تعادل له منځه لاړ شي په هغه مسئله کې ستونزې پېښېږي. 

غواړم چې د اړیکو د تعادل په اړه لا ډېر وضاحت ورکړم. هېڅکله له نورو همکارانو سره دومره مه خوږ کېږه، چې ستا بې عزتي وکړي او مه دومره تریخ کېږه چې بدې یې شي. بېخي په اندازه مخ ته لاړ شئ.

بل په اړیکو کې تعادل دا معنا لري، چې هېڅکله خپل ګران کس ته د نورو په مقابل کې امتیاز مه ورکوه. دا کار دې مشرۍ ته زیان رسوي. یعنې داسې مه کوئ، چې ستاسو د ملګرتیا له امله مو په ټيم کې نفاق رامنځته شي. 

 

 

پنځم ـ خپلې غلطۍ ومنئ

په پښتني ټولنه کې اکثره مشران خپله ملامتیا نه مني او تر ډېره خپل عیبونه پر نورو ور تپي. دا کار ستاسو مشري کمزورې کوي او خپل باور له لاسه ورکوئ. که غواړئ مشري وکړئ، نو دا هم ومنئ، چې تاسو هم یو انسان یئ او انسان له اشتبها خلاص نه وي. 

 

شپږم ـ ګونګتیا مه پرېږدئ!

هڅه وکړئ خپلې خبرې او اړیکې له هر ډول ګونګتيا خلاصې کړئ. په هره مسئله کې چې ګونګتيا وي، هلته شک رامنځته کېږي او شک د اړیکو جرړې باسي. 

که غواړئ، له خپلو خلکو او وګړو سره مو په اړیکو کې شک رامنځته نه شي، نو کوښښ وکړئ واضح او پرته له ګونګتیا وغږېږئ.

0 Comments

Sign in to leave a comment.

No comments yet. Be the first to share your thoughts.

Related Articles

3 articles
د بر ( الله ج )  کښلې ( لیکي یا کېتابونه یا کتابونه)
Pashto
Jul 05, 2026
728 views

د بر ( الله ج )  کښلې ( لیکي یا کېتابونه یا کتابونه)

د بر ( الله ج) کښلې ( لیکي یا کېتابونه یا کتابونه):  د وګړو د روغ ژوند تېرولو له پاره  رښت ( قانون)،  ښکاروندو (سټنډرډونو) کوډونو ( شفرونو یا نورمونو) او واګي (دود، مقرراتو، امر چلولو ) 4.    د بر ( الله)  پیلنی کښلی ( لیکی یا کېتاب یا کتاب): د وګ...

Written by صفي الله فردوس Read more
هغه دروغ چې مور او پلار یې باید اولاد ته ونه وایي
Pashto
Dec 24, 2021
3,143 views

هغه دروغ چې مور او پلار یې باید اولاد ته ونه وایي

  لیکنه: شکېبا نادري هغه دروغ چې مور او پلار یې باید خپل اولاد ته ونه وایي   هر مور او پلار هڅه کوي چې اولادونو ته یې سالمه روزنه ورکړي، د مشرانو پر وړاندې درناوي ور زده کړي، له دروغ ویلو یې منع کړي، د تعلیم لپاره یې تشویق کړي، خو ځینې وخت مور او...

Written by imranghani Read more
افسانه(پردے حق)#  ليک محمد الياس ملاکنډ
Pashto
Mar 24, 2023
1,748 views

افسانه(پردے حق)# ليک محمد الياس ملاکنډ

( پردے حق ) هسي خو د‌ امير عالم پلار سيد عالم حاجي صيب د‌ شکل نه ډېر ښه انسان ښکارېدو - ټوله ورځ به په جمات کښې ناست وو مونځونه او نفلونه به ئې کول او  اللّٰه ته به ئې سوال او زاري کول  چي خدايه  ما اوبخښے. او په ژړا به شو    يوه ورځ ترې د‌ بر کلي...

Written by Muhammad ilyas Read more

Recommended For You

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
Pashto
Jun 02, 2023
43,427 views
2

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
Pashto
Dec 17, 2020
32,900 views
6

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Written by Riaz Muqamzai Read more
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
Pashto
Nov 26, 2020
32,707 views
1

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Written by Shamshad Zaheer Read more

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article