زموږ سیاره یا ځمکه هر 24 ساعته وروسته یو ځل پر خپل محور څرخیږي. کله چې د ځمکې د یوې برخې مخ لمر خوا ته وي د ځمکې په هغه برخه کې ورځ وي او نشو کولی له لمر پرته هیڅ ستوری ووینو. کله چې لمر ته یې شا کیږي نو عوام وايي لمر ولوید او شپه شوله. په دې وخت کې کولی شو ډېر ستوري ووینو؛ د شپې لخوا کولی شو 50 سلنه آسماني انځورونه ووینو. دا ځکه چې زموږ د لید افق کې نیمايي آسمان ښکاري، نیمايي نور آسمان د ځمکې هغه بلې خوا ته چې اوس پکې ورځ ده پروت دی. د شپې په اوږدو کې ځمکه له لویدیځ څخه ختیځ خوا ته پر خپل محور څرخي، نو په دې اساس زموږ تر سترګو تل نوي ستوري په ختیځ کې را خیژي او په لویدیځ کې لویږي.
له ختیځه نوي اسماني انځورونه څرګندیږي او په لویدیځ کې زموږ له سترګو تېر شوي اسماني انځورونه لویږي او له اسمانه ورکیږي. په هر حال په یوه شپه کې ټول 88 اسماني انځورونه نشو لیدلی. ځکه نیمايي اسماني انځورونه د لمر خوا ته پراته دي او د لمر د نور شدت د دوی نور له منځه وړي. دغه آسماني انځورونه له سترګو پنه دي او له لمر سره د ورځې آسمان کې پراته دي. سر بېره پر دې ډيري آسماني انځورونه مثلاً د اروپايي لیدونکي له نظره ورک دي، ځکه چې دغه اسماني انځورونه د اروپايي لیدونکي د لید له افق څخه ښکته او په سوئل کې پراته دي. یو له دغه آسماني انځورونه سوویلیزصلیب دی.
0 Comments
Sign in to leave a comment.
No comments yet. Be the first to share your thoughts.
Related Articles
3 articlesد اټکۍ (سکسکه) عاجله درملنه
ژباړه ـ ریاض مقامزی اټکۍ یو طبیعي حالت دی، چې انسانان ورسره مخ کېږي. دې چارې ته په فارسۍ کې "سکسکه" وايي. که څه هم دا حالت معمولا بې ضرره وي؛ خو د انسان عادي ژوند له خنډ سره مخ کوي. خلکو ته ځورونکې تمامېږي او کله ناکله خو بیا آن د انسان روغتيا ته زی...
معده مو ولي او کله زخمي کیږي؟
د معدې د زخم عوامل څه دي؟کله چې د معدې درد دوامداره شي نو د نورو مدهشو پایلو ترڅنک د معدې د زخم په هکله هم باید فکر وکړو. د معدې د زخم نښې:لمړی نښه:دردونهکله چې د معدې داخلي دیوال زخمي شي نو د سوزش یا سوخت په څیر خفیف دردونه لري،دغه دردونه کټ م...
په افغانستان کې دسروې انجينري تاريخچه
په افغانستان کې د سروې انجینرۍ تاریخچه له پخوانیو ځمکنیو اندازهګیریو څخه تر عصري ټکنالوژۍ پورې سریزه سروې انجینري (Survey Engineering) د هر هېواد د ساختماني، عمراني، جغرافیایي او اقتصادي پرمختګونو له مهمو بنسټونو څخه ده. د سړکونو، پلونو، بندونو،...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...