د صاحب شاه صابر لنډه پېژندنه

R
Riaz Muqamzai
Author
Jun 03, 2021
4 years ago
9,312 views
د صاحب شاه صابر لنډه پېژندنه

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

د کوزې پښتونخوا نوموتی شاعر او لیکوال صاحب شاه صابر د ۱۹۵۶م کال د مارچ د میاشتې پر ۹نېټه د ملاکنډ په سخاکوټ سیمه کې زېږېدلی دی. پلار یې پیر باز باچا نومېده.

ارواښاد ډاکټر صابر خپلې لومړنۍ زده کړې د ملاکنډ په يوه ښوونځي کې وکړې. په ۱۹۶۲م کې شامل او په ۱۹۶۷م کې له ښوونځي فارغ شو.

نورې زده کړې یې په مردان کې ترسره کړې. د ماسترۍ په موخه پېښور ته راغی. په پېښور پوهنتون کې یې درې ماسټرۍ ترلاسه کړې. لومړنۍ د پښتو ژبې او ادب، دوهمه د اردو ژبې او ادب او درېیمه د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې وه. ورپسې یې د پښتو اکاډمۍ د څېړنې په څانګه دې د PhD تر کچې زده کړې وکړې.

له زده کړو وروسته یې په بېلابېلو کالجونو کې د استادۍ مقدسه دنده ترسره کړې ده. صابر سترګور، پر مینه مئین، قوم پرست، ریالیست، دردمن ادیب او څېړونکی و، چې پر تخلیق او تحقیق دواړو يې لاس بر و. صابر د پښتو ژبې او ادب ګلبڼ ته د عالي پنځونو تر څنګ علمي کتابونه هم کښلي دي:

۱ ـ تکل (شعري ټولګه)

۲ ـ خوبونه (شعري ټولګه)

۳ ـ قامتونه او قیامتونه (شعري ټولګه)

۴ ـ واورې او ګلونه ـ کړکیسې (افسانې)

۵ ـ په پښتو شاعرۍ کې ټولنیز مافیت – (ايم فيل تېزس)

۶ ـ په پښتو ادب کې تحقیق او تنقید ـ څېړنيز نښې 

۷ ـ تنقید او د تنقید ډولونه

۸ ـ د تنقید تاریخ 

۹ ـ پښتو ټپه او پښتانه

۱۰ ـ رڼا او ګلونه (مقالې)

 

له ګڼو ادبي، هنري او سیاسي فعالیتونو وروسته ښاغلی صابر د ۲۰۰۷م کال، د اپرېل په درېیمه نېټه له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

نو، په خپله وينا يې:

په دې قبر کې دننه

د ژوندو سترګو نظر دی

په دې لپه خاوره لاندې

پروت د مینې سمندر دی

 

د غزل بېلګه

 

خون به مې واخلي قاتلانې به شي

زلفې دې مه سموه ورانې به شي

 

په آئینه کې سترګې مه توروه

ځان ته به وګوري، حیرانې به شي

 

زموږ وعدې د ښکلو څڼي نه دي

چې رنګ به واړوي ارزانې به شي

 

د محبت خواري دې هېره مه شه

لارې که ګرانې دي، اسانې به شي

 

ستا د ښايست تخم به نه ورکوي

د زړونو ځمکې دې ودانې به شي

 

بلا دې واخلم زلفې مه خوروه

بلا به واخلي بلاګانې به شي

 

د تورو سترګو دروغژنې قیصې 

صابره مه سپينوه ګرانې به شي

Related Articles

Aug 12, 2022
2,686 views

د حافظې ارواپوهنه

د حافظې ارواپوهنه (د حافظې پېژندنه، جوړښت، هېرجني او د هېرېدلو علتونه) ژباړه او لنډیز - ریاض مقامزی ــــــــــــــــ...   په ارواپوهنه کې چې کله د «حافظې» اصطلاح کاروو، معنی يې د پېښو او مطالبو زده کول، په یاد لرل او په یاد راوړل وي. په اصل کې ح...

Nov 12, 2021
2,906 views

د مطالعې لپاره کتاب څنګه وټاکو!؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی مطالعه زموږ او ستاسو د فکري ودې او پرمختګ لپاره خورا اړین بلل کېږي. په دې معنا چې موږ څومره ډېره مطالعه کوو، هومره ډېر به پوهېږو. د ګټورې مطالعې په برکت زموږ او ستاسو په رفتار، کړنو، خبرو او فکر کې فوق العاده مثبت بدلون راتللای ش...

Jul 14, 2020
2,855 views

په يو ټيم کې په شريکه د کار کولو ګټې

ګډ کار يا په يو ټيم کې په شريکه کار ډېرې ګټې لري، مګر بدبختانه دا بايد په تاسف سره ووايم، چې دلته یوه لویه بدبختي دا ده، چې ځوانان په ګډه یا یو ټیم کې کار نه ترسره کوي. هر يو ځان ځاني خوښوي، هر یو ځان ته بېله، بیله جنډه پورته کوي، او کوښښ کوي د یو کا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,693 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,132 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,002 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...