د ښه ملګري ځانګړنې!

R
Riaz Muqamzai
Author
Jun 14, 2021
4 years ago
6,196 views
د ښه ملګري ځانګړنې!

په ټولنیز ژوند کې انسان له خپلې کورنۍ او نږدې خپلوانو وروسته پر خپلو ملګرو ډاډه وي. په رښتيا هم "ملګري" زموږ او ستاسو په منفي او یا هم مثبت بدلون کې رغنده رول لوبوي. که ملګري مو ښه وي، تاسو هم مثبت بدلون کوئ او که بد وي نو بدې کړنې به زده کوئ.

په دې وروستيو کې اکثره خلک له خپلو ملګرو سرټکوي. شکایت ترې لري او خوښ نه دي. اصلي علت یې دا دی، چې د انتخاب په وخت کې یې فکر نه وي کړی. په دې لیکنه کې به تاسو د ښه ملګري ځانګړنې ولولئ. ترڅو په راتلونکي کې د ملګرو په انتخاب کې خورا دقیق اوسئ. 

 

د ښه ملګري ځانګړنې 

ـ ښه ملګري هڅه کوي، چې نورو ته مو ښه معرفي کړي. دومره ښه چې تاسو هم خپل ښه والي ته حیران شئ.

ـ ښه ملګری ستاسو عیبونه درته په ګوته کوي. بد ملګري برعکس وي، هغوی ستاسو ستونزې ددې پر ځای چې تاسو ته ووایي، نورو ته وايي. 

ـ ښه ملګري مو په نشتون کې ملاتړ کوي. مخامخ هرڅوک له تاسو دفاع کوي. مګر ښه ملګری هغه دی، چې په غیاب کې مو ملاتړی وي.

ـ په سختو ورځو کې مو ترڅنګ ولاړ وي. د ښې ورځې یاران بېخي ډېر وي. کله چې په ستونزه کې وئ او چا لاس درکړ، همدا مو ښه ملګری دی. له لاسه ورکول یې لوی زیان دی. 

ـ ښه ملګري هڅه کوي، سمې لارې ته مو برابر کړي. هغوی چې تل تاسو ته نصیحت کوي او له بدې لارې مو ژغوري قدر یې وکړئ. دا خورا ارزښتمن خلک دي.

ـ که له یو ملګري/ملګرو سره تاسو وخت تېر کړ. وروسته مو حس کړه، چې مثبت بدلون مو کړی، دا خلک له لاسه مه ورکوئ. ځکه چې په حقیقت کې ښه ملګري همدوی ته ویل کېږي. 

ـ ښه ملګری تاسو ته ډاډ درکوي. ستاسو د کارونو د ښه والي لپاره مو تل هڅوي، ترڅو پر ځان باور ترلاسه کړئ او ښه وځلېږئ. 

ـ خو یوه خبره باید هېره نه کړئ، چې که تاسو د ښه ملګري غوښتونکي یئ نو نور هم غواړي ښه ملګري ولري. موخه دا ده، چې هڅه وکړئ تاسو هم  پورتنۍ ځانګړنې ولرئ ترڅو د نورو خلکو ښه ملګري اوسئ. 

 

په وروستيو کې د ملګرتيا په اړه دا حکایت هم درسره ولولئ!

 

حکایت

وايي دوه ملګري په یوه دښته کې روان وو. په لاره کې یې شخړه شوه؛ یوه، بل په څپېړه وواهه. هغه چې په څپېړه وهل شوی و، پر شګو ولیکل:"نن مې ملګري په څپېړه ووهلم."

سفر ته یې دوام ورکړ. د اوبو ډنډ ته ورسېدل. پرېکړه یې وکړه، چې حمام به کوي.

هغه چې په څپېړه وهل شوی، ناڅاپه ډوب شو. خو؛ ملګري یې وژغوره. دا ځل یې پر تیږه ولیکل:" نن مې ملګري له مرګ وژغورلم."

ملګري یې وپوښتل:"ولې دې څپېړه پر شګو ولیکله او ژغورل پر تیږه؟"

ځواب یې ورکړ:"که ملګری دې خفه کوي، هغه باید پر شګو ولیکې، چې بادونه یې له منځه یوسي. نېکي باید پر تیږو ولیکې، چې هېڅ باد یې خراب نه کړي."

Related Articles

May 07, 2021
1,716 views

تجارت رسانه یی

تجارت رسانه یی مصطفی عمرزی فضای پس از حاکمیت طالبان، زمینه های زیادی را از جمله برای تجارت گسترده، آماده ساخت. یکی از موارد آن، تجارت رسانه یی ست که در حدود فعالیت نشریه ها، رادیو ها، تلویزیون ها و آژانس های خبری، صورت می گیرد.  حکومت افغانستان که...

Nov 04, 2020
4,070 views

فرهنگ پشتو

فرهنگ پشتو پژوهش و نگارش مصطفی عمرزی بحث در زمینه ی «فرهنگ پشتو»، پیش از همه مستلزم نگرش در زمینه ی تاریخ پشتون هاست؛ زیرا کمال تبارز قومی زمانی تبارز می کند که اقوام، موفق به تاسیس کشور می شوند. در واقع امتیار پشتون ها در این هم شمرده می شود که در...

Mar 27, 2021
4,049 views

کمال خان څوک و؟

  لیکنه ـ ریاض مقامزی په دې وروستيو کې د کمال خان بند جوړېدو د ګڼو افغانانو په څېرو کې د خوښۍ مسکا راوسته. ددې بند په جوړېدو سره به نیمروز ولایت په اقتصادي او ټولنيز لحاظ لاپرمختګ وکړي. همدارنګه ګڼې دښتې به یې ښېرازې او تیارې خونې به یې رڼا شي. خو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,827 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,162 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,099 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...