په کورني ژوند کې کومو ټکو ته پام وکړو؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Jun 24, 2021
4 years ago
4,091 views
په کورني ژوند کې کومو ټکو ته پام وکړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په ټولنيز ژوند کې د کورنۍ ټول غړي ځانګړي مسولیتونه لري، چې په دې ډله کې مشرانو ته تر نورو ډېرې سترګې ور اوړي. باید ووایو، چې له مشر څخه موخه یوازې "پلار" نه دی. بلکې هر هغه کس چې خبرې یې پر نورو غړو اغېز لري، مشر ورته ویلای شو. همدارنګه د کورنۍ نور غړي، مېرمنې، نجوني او هلکان هم خپل خاص مسولیتونه لري، چې باید پام ورته وکړي. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی. تاسو به حتما د یوې کورنۍ غړي یئ، نو لیکنه تر پایه په بشپړ غور سره ولولئ!

 

لومړی ـ مسولیت ومنئ!

اکثره وګړي له مسولیته تښتي. ددې کار تاوان دا دی، چې د وخت په تېرېدو سره انسان مجبور دی، هغه مسولیت ومني کوم چې اوس ترې تښتي. مګر د نه مسولیت اخیستنې له امله ورڅخه وخت ضایع شوی وي. په داسې وخت کې ناڅاپي مسولیت منل ورته ډېر سخت او دروند تمامېږي. 

راځئ، دا خبره لږه نوره هم واضح کړو. که تاسو د کورنۍ مشر او یا لومړی اولاد یئ، نو ستاسو مسولیت دا دی، چې د کورنۍ کشران مو سمې لارې ته رهبري کړئ، همدارنګه د هغوی استعدادونه وګورئ او په هماغه برخه کې ورته د زده کړو زمینه برابره کړئ. له دې سره ـ سره تاسو اړ یئ، چې د خپلو کشرانو اړیکې وڅارئ، ترڅو پر کومې ناسمې لارې برابر نه شي. ورته نور ډېر مسولیتونه هم شته، چې باید پام ورته وکړئ. 

که د کورنۍ کشر یئ، هڅه وکړئ د مشرانو احترام وکړئ، د مشرانو مجلسونه چې تاسو ترې یو څه زده کوئ مه پرېږدئ. همدارنګه درسپارل شوي، کارونه پر خپل وخت ترسره کړه او زده کړو ته مو پام کوئ.

که د کورنۍ مور، مشره مېرمن او یا خور یئ، باید د خپلو کشرانو نظافت او نورو کارونو ته سمه رسيدګي وکړئ. خو یو څه باید واضح کړم، چې د کورنۍ شرایطو ته په کتو د هر کس مسولیت فرق کوي. په یوه کورنۍ کې به نجونو ته یوازې د کارګر په سترګه کتل کېږي په بله کې به ورته د تعلیم او نور پرمختګ چانس هم ورکول کېږي. 

نو تاسو اړ یئ، د خپلې کورنۍ شرایط سم مطالعه کړئ او خپل درسپارل شوی مسولیت په سمه توګه ترسره کړئ.

 

دویم ـ مشوره وکړئ!

که تاسو د کورنۍ مشر یئ او که کشر، پخپلو کارونو کې مشوره مه هېروئ. مشوره زموږ او ستاسو دیني اصل هم دی، نو خاصه پاملرنه ورته وکړئ.

که تاسو هر کار کوئ، کوښښ وکړئ خپله کورنۍ په جریان کې کړئ. امریکايي لیکوال امرسن وايي "په مشورې سره تاسو نور خلک خپلې همکارۍ ته بولئ." 

د مشورې بله ګټه دا ده، چې مسولیت یوازې ستاسو پر اوږو نه وي. که د کار پایله منفي او که مثبته ټول یې خپل بولي. همدارنګه په مشورې سره د کورنۍ د غړو ترمنځ د باور کچه لوړېږي. له دې ټولو سره ـ سره په مشوره کې د یو کار په هکله مختلف نظریات ټولېږي. تاسو حتما ډېرې لارې پيدا کوئ او ترټولو ښه او غوره لاره یې ټاکئ. 

 

درېيم ـ د ډاډ فضا رامنځته کړئ!

که په کومه کورنۍ کې د یو چا له وېرې د زړه خبرې نه شي کېدای، لرې نه ده، چې له بد حالت سره مخ شي. ځکه چې د خبرو پټولو له کبله وړې ستونزې د وخت په تېرېدو سره پر لویو ستونزو بدلېږي. 

په دې برخه کې د کورنۍ مشران او کشران دواړه خپل مسولیتونه لري. د کورنۍ مشر باید وخت ناوخت له خپلو کشرانو سره وغږېږي، خبرې او هیلې یې واوري. همدارنګه د هغوی د ستونزو په اړه دې هم ورسره وغږېږي، ترڅو په راتلونکي کې خپلې ستونزې له مشرانو پټې نه کړي. 

کشران هم باید هيڅکله د بې جراتۍ او وېرې له کبله خپلې ستونزې او غوښتنې پټې و نه ساتي. دا به ومنو چې د ځينو کورنيو مشران توند وي، خو تاسو کولای شئ یو اخلاقي جرأت وکړئ. ممکن څو ځلې د جدي غبرګون سره مخ شئ، مګر وروسته دا چاره ستاسو مشر ته عادي کېږي. خو که په دې هم ستونزه حل نه شوه، د کورنۍ له یو بل مشر او یا غړي سره خپله خبره شریکه کړئ. مګر خپل ډاډ هيڅکله له لاسه مه ورکوئ. 

 

څلورم ـ د کورنۍ غړو ته وخت ورکړئ!

دا به ومنو چې د یويشتمې پېړۍ ژوند خورا مصروف ژوند دی، مګر دومره مصروف باید نه شي، چې تاسو خپلې کورنۍ ته وخت و نه لرئ. که په دنده، زده کړو او یا بل هر مصروفیت بوخت یئ، د خپلې کورنۍ وخت مه خورئ. 

له خپلو اولادونو، وروڼو، والدینو او یا نورو غړو سره وخت ناوخت خبرې، کیسې او ټوکې وکړئ. په دې توګه هغوی ته اجازه ورکړئ چې تاسو وپېژنئ او څومره چې د یو او بل احساسات، علایق او نور مسایل پېژنئ هومره یو بل درک کولای شئ او مینه مو ترمنځه ډېرېږي.

 

که په دې برخه کې د نورو لارښوونو غوښتنه لرئ، خپل نظر مو کمينټ کړئ ترڅو د همدې لیکنې دویمه برخه هم خپره کړو.

Related Articles

Jun 18, 2023
2,136 views

لوي اختر د قربانۍ مسائل او فضايل

د لوي اختر د قربانۍ مسائل او فضايل:قرباني يو داسې مشروع عمل دی چې په قران کريم او حديث او اجماع سره ثابت دی او پر دې باندي د ټولو علماوو اتفاق دی.د لوی اختر په ورځو کې دالله (ج )د تقرب (نږديوالي) د حاصلولو په موخه د کوم ځانګړی څاروي حلالولو ته قربانې...

Nov 11, 2020
2,434 views

په کاري چاپېريال کې د ښو اړيکو لارې چارې او ارزښت

انسان له ماشومتوبه په شعوري او غير شعوري توګه زده کړې کوي. کله چې ځوان شي، کار کوي، ملګري پيدا کوي او همکاران لري. کاري او کورني چاپېریالانو سره توپير لري او انسان ته ښايي، چې په دواړو محیطونو کې د اړيکو په ارزښت پوه اوسي او ښې اړيکې وپالي. په دې لنډ...

May 30, 2023
1,322 views

د انسان فکر؛ تر ټولو غوره ټېکنالوژي

د انسان فکر؛ تر ټولو غوره ټېکنالوژي ډېر کسان د ځان د مدیریت او ودې لپاره د خپل فکر ټېکنالوژي کاروي. ستاسې پۀ ذهن کې ډېر څۀ موجود وي، خو پر هغې کار نۀ وي شوی او دا د فکر څرنګتیا ده، چې ستاسې لاشعور را ویښوي او د پنځؤنې لامل کېږي.هغه کسان چې د خپل فکر...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,520 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,100 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,891 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...