لیکنه ـ ریاض مقامزی
د لیکنو ددې لړۍ موخه یوازې او یوازې د "کتابتون ویبپاڼې" د لوستونکو فکري وده ده. لکه څنګه چې پوهېږئ، د فکري ودې او پرمختګ لپاره تفکر یو اړين فکټور ګڼل کېږي، نو ځکه ددې لیکنو جوړښت هم په داسې ډول عيار شوی، چې لوستونکی په کې خپل ځان وويني او فکر کولو ته اړ شي. که تاسو ددې لړۍ هره لیکنه په سمه توګه ولولئ، نو پوه به شئ چې څومره مهم مسایل په څومره کوچنيو جملو کې ځای پر ځای شوي دي.
د تل په څېر په دې لیکنه کې هم تاسو ته د یو نابغه او پوه انسان د ويناوو یوه ټولګه وړاندې شي. تاسو به یوازې هره جمله په بشپړ غور او دقت ولولئ، همدارنګه په هره جمله به فکر کوئ، چې د ویناوال موخه څه ده او څه ویل غواړي.
د نن ورځې په دې لیکنه کې مو د فرانسې نامتو شاعر او لیکوال ویکټور هوګو مشهورې ویناوې چمتو کړي دي. هره جمله یې یو کتاب خبرې لري او تاسو باید درک کړئ، چې هوګو څه وايي.
څو جملې څو کتابه
- ناکام خلک انرژي نه، بلکې هوډ او اراده نه لري.
- واده عجیبه وي، کله له ګيدړانو زمریان او کله له زمریانو ګيدړان جوړوي.
- له هغه چاسره مینه وکړه، چې ستا د مينې وړ وي، نه د مینې وږی. د مینې وږی یوه ورځ مړېږي.
- کله چې په خیرات کې جېب له پیسو تش شي، زړه له خوشحالۍ ډک شي.
- د بېوزله سړي ملګری یوازې چوپتيا او "هو" ده.
- بدچانسه هغه سړی دی، چې پر خپلو وړتياوو باور نه لري.
- احتیاط د پوهانو لومړی شرط دی.
- حېوانات له دې کبله چې دوزخ ته نه ځي، نېکمرغه دي.
- هر ښوونځی مو چې پرانیست، د زندان یو ور مو وتاړه.
- هغه خلک چې ځان نه شي اداره کولی، نورو ته لاس په نامه ولاړ وي.
- ژوند ریاضي ده، ښېګڼې جمع کړئ، شخړې منفي کړئ. خوښي ضرب کړئ، دردونه تقسیم کړئ. د نفرت جذر ونیسئ. عشق پر توان لوړ کړئ.
پورتنۍ ویناوې عادي مه ګڼئ. که په دقت مو نه وي لوستي، بیا یې ولولئ. دا د یو انسان د تجربو بیان دی. هغه انسان چې له موږ وړاندې یې نړۍ تجربه کړه او پوه شو چې انسان څنګه په ټولنيز ژوند کې خوښي، بریا او سکون حاصل کړي.
تاسو ته د هوګو کومه وینا په زړه پورې وه او درس مو ترې واخیست. خپل نظر مو په کمینټ کې پرېږدئ.