To start downloading books,
please sign in or create an account.

Sign in Create an account
په طبیعت کې ددرندو فلزاتو موجودیت او ضرر

په طبیعت کې ددرندو فلزاتو موجودیت او ضرر

2,010
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2021-07-27 04:25:12

ليکنه ـ نګين کرګر او عبيدالله عبيدي

درانده فلزاتو ته ځکه درانده فلزات وایي چې اتومي وزنونه او کثافت یې لوړ دی. ځینې له دغو فلزات ډیر خطرناک او زهري خواص لري خو ځینې بیا بې ضرره دي. درانده فلزات چاپیریال ته ضرر رسوي او انسانانو ته زهري پیژندل شوي دي. دغه فلزات د عناصرو په پیریودیک جدول کې لېست شوی چې بیلابیل خواص لري. لکه تیتانیم, ونادیم , کرومیم, مګنیزیم, اوسپنه، کوبالت، نېکل، مس، جست، آرسینیک، مولبیدینیم، کادمیم، پلاتینیم، سیماب، سرب، المونیم او داسی نور درانده فلزات. درانده فلزات په طبیعت کې د ځمکې له جوړښت نه آن تر اوسه وجود لري. دا چې اوس مهال د بېلابېلو عواملو په اساس ددغه فلزاتو کچه په طبیعت کې مخ په لوړېدو ده او ددغو فلزاتو څخه استفاده زیاته شوې ده نو په طبیعت کې تر خپلې محدودې اندازې اوښتي دي چې د ځمکې ټول اوسېدونکي ګواښي. 

 

په طبیعت کې د درندو فلزاتو د ککړتیا لوی عامل د انسانانو غیر مسولانه کړنې دي. دغه فلزات له مختلفو منابعو په طبیعت کې را ټولیږي، په لومړيو منابعو کې هغه منابع راځي لکه د فلزاتو د کانونو کیندل، د فلزاتو له ذوب او تصفیې، د فلزاتو د کارخانو او د ساتلو له ځایونو، او نورو صنایعو څخه چې درانده فلزات پکې ونډه لريږ او په دوهمي منابعو کې زراعت یا کرنه د درندو فلزاتو د خپریدو عامل ګڼل کیږي، لکه د حشراتو او خزندو وژونکيو دواګانو، کیمیاوي سري، او نور طبعي عواملو لکه اورغورځېدنې یا آتشفشانونه، د فلزاتو سولیدل، او د فلزاتو د تبخیر، اوبو، خاورې، او رسوب څخه، د خاورې له سولیدو یا فرسایش څخه او د نورو جیولوجیکی عواملو په وسیله درانده فلزات خپریږي او د خپریدو سطحه یې لوړوالی مومي. 

 

له بده مرغه په افغانستان کې د اوږدې جګړې او ماینونو له کبله دغه درانده فلزات خورا زیات شوي دي او حتی کیدای شي چې اوس دڅښاک اوبو کې هم موجود وي او په غله جاتو هم تاثیر وکړي خو په خواشینی سره چې په دې اړه څیړنه نده شوې او لا هم معلوم ندي چې ددی فلزاتو کچه د نړیوال حد څخه اوښتې ده او که نه؟ د درندو فلزاتو زیانونه او د انسانانو پر روغتیا باندې ګواښونه خورا ډیر زیات دي. په چاپیریال کې د درندو فلزاتو ککړتیا په چټکۍ سره مخ په وړاندې روانه ده، او ددغو فلزاتو له زیانونه څخه د نړۍ په هر کونج کې د چاپیریال ساتني ادارو اندیښنې را ولاړې شوې دي. دغه غیر عضوي درانده فلزات چاپیریال کې په خاوره، اوبو، او اتموسفیر باندې له مختلفو لارو لکه، زراعت، د فلزاتو له فابریکو او صنعت، او د غیر منظمو پاتې شونکیو(ذبالو)، حشرو او خزندو له منځه وړونکو دواګانو له کارولو څخه ننوځي او خپریږي. او په چاپیریال کې انسانان، حیونات، نباتات او نور کوچني ژوندي موجوداتو باندې اثر کوي چې په چاپیریال کې وجود لري او شتون یی طبیعت ته ضروري دی. د ځمکې طبقه په څلورو برخو ویشل شوې ده، بایو سفیر (ژوندي اجسام)، اتموسفیر( هوا)، هایدرو سفیر(اوبه)، لیتو سفیر(خاوره)، چې ټول په منظم شکل سره کار کوي. 

 

په تیرو سلو کلونو کې د صنعتي پرمختګ له کبله د ککړتیا درجه زیاته شوې ده او طبعي منابعو ته د اړتیا د زیاتوالي له کبله زیات ککړ او مضر مواد چاپیریال ته د ننه شوي او خپاره شوي دي، دغه ککړتیاوو ته په تېرو کلونو کې د کمې توجه له کبله نن ورځ نړی له زیات شمېر مشکلاتو سره مخ ده او د چاپیریال ساتنې په اړوند ګڼ شمېر مشکلات رامنځ ته شوي دي. په دغه موده کې چاپیریال د مختلفو عضوي، غیر عضوي، رادیو اکټیف ایزوتوپونو، مختلفو ګازونو درندو فلزاتو او کوچنیو ذراتو په وسیله ککړ شوی او لاهم دا ککړتیا دوام لري. د مثال په توګه د المونیم پوډر چې خورا زیات زیان رسوونکی دی. دا پوډر که په عمومي ډول په نظر کې ونیسو نو داسې یوه ماده ده چې د هرې ممکنې لارې ژوندي اجسام ګواښي ځکه ددغې مادې انتقال او خوځښت ډیر تیز دی او د باد په وسیله د څښاک په اوبو او غذایی موادو ور ګډیږي او همدارنګه له هوا سره د مخلوط کیدو په صورت کې د سږو له لارې په آسانی سره ډیر ژوندي موجودات ګواښلی شي. 

 

د المونیم پوډر په ډیرو چاودیدونکو توکو کې د حرارت او انفجار د قوت لپاره کارول کیږي، چې دا په چاپیریال کې خورا ډیر زیان رسوي، دغه فلز د دوهمې نړیوالې جګړې راپه دېخوا او حتی د ناپلیون د وخت چې کیمیا پوهانو ته یی په ۱۸۵۰ کې ډیره بودیجه ورکوله تر څو داسی سپکې خولۍ عسکرو ته جوړې کړي چې سرونه یی خوندي وي او یو مهم فلز پیژندل شوی وو او کارول کېدلو. د المونیم پوډر د پوست د تخریش (خارښت) او سترګو د خارښت سبب کیږي. همدارنګه د المونیم سره د تماس په وجه د ميټل فیوم په نامه تبه رامنځ ته کیږي چې نښې نښانې یې لکه د سردرد، په خوله کې فلزي خوند حس کول، تبه او لړزه، ټوخۍ او د سینې تخته کیدل یې علایم دي. دایمي زیانونه او یا دومداره ګواښونه هم درلودلای شي لکه د المونیم د پوډر له تنفس کولو څخه د پالمونري فایبروسیس ناروغي رامنځ ته کیږي. دغه ناروغي د سږو حجرات له منځه وړي او د ساه ډوبۍ مشکلات رامنځ ته کوي. المونیم یو له هغو مادو څخه دی چې خپله عنصر او مرکبات یې د سرطان د ناروغی سبب کیږي او د یوې سرطان زیږوونکیې مادې په حیث پیژندل شوی دی. د المونیم پوډر د سوځیدو وړ جامده ماده ده او د سوځیدو قابلیت یې فوق العاده زیاد دی. 

 

او د کور، زراعتي محصولاتو، ځنګلونو، او نورو ځایونو د سوځیدو باعث کیدلای شي. افغانستان یو له هغه هیوادونو دی چې په تېرو څو لسیزو کې په دوامداره شکل د جنګ شاهد دی او لاهم دا مرګونې جګړه روانه ده نو هیڅوک هم له دې انکار نه شي کولی چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې په خورا لویه کچه درانده فلزات او د المونیم پوډر دې له چاودیدونکي موادو نه چاپیریال ته نه وي ننوتلي، او لاهم دا لړی جریان لري. 

 

د بمونو مور چې په لومړي ځل په افغانستان کې وکارېدله د امریکا د متحده ایالاتو له خوا یو بشري جنایت یې ګڼلی شو او که چیرته افغانستان له شته ناخوالو راووځي کولای شو په نړیوالو محاکمو کې د افغانستان لپاره د اسنادو او تحقیقاتو په شتون کې خپل شکایت وړاندې کړو او غږ اوچت کړو. د بمونو مور په نړی کې تر ټولو قوي غیر هستوي سلاح ګڼل کیږي. دغه بم په امریکا متحده ایالاتو کې جوړ شوی او په لمړني ځل د افغانستان په خاوره کې د امریکایی فوځ له خوا د داعش په مراکزو باندې د ننګرهار په ولایت کې د اچین په ولسوالی باندې د ۲۰۱۸ کال د اپریل په دیارلسمه وغورځول شو. دغه بم په غیر هستوي سلاحو کې ترټولو قوي او ویجاړونکیې سلاح ګڼل کیږي چې کتله یی ۹۸۰۰ کیلو ګرامه ده. د امریکا د هوایې ځواکونو ددې بم تخمیني قیمت ۱۷۰۰۰۰ یو لکه اویا زره ډالره ښودلی. خو اټکل داسې کیږي چې ددغې بم قیمت تر اټکل شوي قیمت لوړ دی حتی ځینو سرچینو ددغې بم قیمت تر شپاړس میلیون ډالرو لوړ اټکل کړی دی. ددغې بم په جوړښت کې د H6 مخلوط چې یو چاودیدونکی او سوزوونکی مخلوط دی کارول شوی دی. د H6 زیاته برخه TNT یا ترانایتروتلوین او د المونیم پوډر او نور چاودیدونکو موادو مخلوط جوړوي. د دغه بم په جوړښت کې په ډیره غټه پیمانه د المونیم پوډر کارول شوی دی چې د استفادې سره سم چاپیریال ته ګڼ شمیر زیانونه اړوي چې دغه زیانونه د وخت په تېریدلو سره خپل زهري خواص ښکاره کوي او د زیات تماس په وجه د ژوندیو موجوداتو روغتیا ګواښي. زیانمنې شوې ساحې باید مسولو ادارو له خوا و څیړل شي او په دغه ساحو کې د انسانانو او نورو ژوندیو موجوداتو پر اوسیدلو بیدیز ولګول او ددغو ساحو له اوبو یا میوه جاتو سره ډيره پاملرنه وشي تر څو چې روغتیا مو خوندي .

Recommended Articles