"پښتو ګرامر "لومړۍ برخه

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 31, 2021
4 years ago
7,167 views
"پښتو ګرامر "لومړۍ برخه

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

کتابتون ويبپاڼه د خپلو لوستونکو غوښتنو ته په کتو د پښتو ژبې د ګرامر ساده او عام فهمه شرحې لړۍ پیلوي. دا ددې لړۍ لومړنۍ لیکنه ده؛ تاسو به په دې لنډه لیکنه کې د لاندې پوښتنو ځواب ومومئ!

 

  • ـ ګرامر څه ته وايي؟ 
  • ـ ژبه د ګرامر تابع ده او که ګرامر د ژبې تابع دی؟
  • ـ ګرامر ولې لیکل کېږي؟ 
  • ـ په ګرامر کې کوم موضوعات لوستل کېږي؟

 

ګرامر څه ته وايي؟

ګرامر د انګلېسي ژبې کلمه ده، چې په کره پښتو کې ورته "پښویه" وايي. په فارسی ـ دری کې یې "دستور زبان" بولي. همداسې په ګڼو نورو ژبو کې ورته ځانګړې کلمې کارول کېږي؛ خو موږ باید تر هر څه لومړی د ګرامر سم تعریف زده کړو. پر دې باید پوه شو، چې ګرامر یعنې څه؟

تاسو به هم د ګرامر لنډ تعریف داسې لوستی وي، چې "ګرامر د ژبې کلي ده." 

مګر که غواړو، په سمه توګه د ګرامر مفهوم درک کړو، نو مهمه ده، چې یو جامع پېژند (تعریف) زده کړو. د ګرامر ټولمنلی پېژند داسې دی، چې "په علمي توګه د یوې ژبې شرحې ته پښویه (ګرامر) وايي."

 

ژبه د ګرامر تابع ده او که ګرامر د ژبې تابع دی؟

وړاندې له دې چې ددې پوښتنې ځواب ولولئ، لومړی خپله هم فکر وکړئ او ځواب ووايئ! 

عام ګمان دا دی، چې ژبه د ګرامر تابع ده. هر څه چې ګرامر وايي، ژبه باید هماغه ومني؛ خو دا فکر ناسم دی. منطقي خبره دا ده، چې ګرامر د ژبې تابع دی. ځکه تر هرڅه لومړی ژبه رامنځته کېږي، وروسته ګرامر لیکونکي د ژبې جوړښت ته په کتو ګرامر لیکلي. 

هڅه کوم، ددې خبرې د اثبات لپاره یو ساده مثال راوړم. که ژبه د ګرامر تابع وای، نو نالوستو کسانو به خبرې نه شوای کولای. ځکه چې مجبوراً ټولو کسانو ګرامر لوستی وای ترڅو خبرې کول پرې زده کړي. مګر که خپلې ټولنې ته ځير شو، وینو چې نالوستي کسان هم خبرې کولای شي، ګرامري نقطې مراعتوي، همدارنګه د ژبې پر جوړښت پوهېږي. 

دا به ومنو، چې لوستو کسانو به د ګرامر درسونه په ښوونځيو او پوهنتونونو کې ترلاسه کړي وي؛ مګر هغه شپون چې ټول عمر یې په غرو ـ رغو کې تېر شو، هېڅ ښوونځی یې و نه لیده،  لیک او لوست یې نه ده زده، نوموړي د ګرامر لوست له کومه ترلاسه کړ؟ ځکه هغوی تر ټولو سوچه او په ګرامري لحاظ سمه او برابره پښتو وايي.

نو لنډه دا چې ګرامر د ژبې تابع دی. لومړی ژبه ایجادېږي. ورپسې ګرامر لیکونکي د ژبې جوړښت ته په کتو د اړوندې ژبې ګرامر لیکي.

 

ګرامر ولې لیکل کېږي؟

که پورته موضوعات مو سم درک کړې وي، نو حتما به پوښتنه درته پيدا شوې وي، چې د ګرامر لیکلو اړتيا څه ده؟

رښتيا هم د ژبې اصلي ویونکي ګرامر ته ډېره اړتيا نه لري؛ خو د بلې ژبې ويونکي، چې غواړي ژبه زده کړي نو مجبور دي، ترڅو د ژبې پر جوړښت پوه شي او د ژبې جوړښت په ګرامر کې شرحه شوې وي.

همدارنګه د ګرامر په واسطه، د ژبې اصلي ویونکي هم په ژبه کې له خپلسریو  او انحرافاتو منع کېږي. مجبور دي، چې ګرامري قواعد ومني.

 

په ګرامر کې کوم مسایل لوستل کېږي؟

ګرامر د تشریحي ژبپوهنې اړوند مبحث دی؛ په دې کې د ژبې فونولوژي، مورفولوژي او نحوه لوستل کېږي. یا په عامه اصطلاح، په ګرامر کې د یوې ژبې پر غږونو، کلمو او جملو بحث کېږي. په راتلونکو لیکنو کې به د پښتو ژبې د ګرامر اړوند نور مسایل هم شرحه شي.

ددې لړۍ د دوام په هکله خپل نظر په کمینټ کې پرېږدئ.

Related Articles

Nov 05, 2023
1,581 views

د پلستر مشخصات

د پلستر مشخصات (Specification of plastering)پلستر د ودانې اونورو ساختماني کارونو یوه مهمه برخه ده او د ودانې په ښکلا کې مهم رول لوبوي، نو کله چې یو څوک له کوم قراردادکوونکي سره د پلستر کولو تړون کوي نواړینه بلل کیږي د هغې لپاره یو شمیر مشخصات او ځانک...

Nov 11, 2020
4,151 views

له موبايل څخه د ګټې اخيستنې ځينې آداب

ګرځنده موبایلونه زموږ د ورځني ژوند یوه برخه ګرځېدلې. موږ له کوره نیولې بیا تر بازار، کار ځای، موټر او نورو ځایونو کې اړ کېږو، چې خپل موبایل و کاروو. خو دا باید هېره نه کړو، چې ځينو ټکو ته مو باید پام وي. د موبایل کارول په مختلفو ځایونو کې خپل آداب لر...

Apr 09, 2023
4,208 views

انسان د بدن مکمل معلومات

د انسان د بدن مکمل معلومات📝 ۱: د هډوکو شمېر: ۲۰۶ 2: د عضلاتو شمیر: 639 ۳: د پښتورګو شمېر: ۲ 4: د شیدو د غاښونو شمیر: 20 5: د پوښتیو شمیر: 24 (12 جوړه) ۶: د زړه چیمبر شمیره: ۴ ۷: لویه شریان(Aorta)8: د وینې نورمال فشار:120/80 Mmhg9: د وینې في ایچ: 7.4...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,687 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,130 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,995 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...