د پلستر مشخصات (Specification of plastering)
پلستر د ودانې اونورو ساختماني کارونو یوه مهمه برخه ده او د ودانې په ښکلا کې مهم رول لوبوي، نو کله چې یو څوک له کوم قراردادکوونکي سره د پلستر کولو تړون کوي نواړینه بلل کیږي د هغې لپاره یو شمیر مشخصات او ځانکړتیاوې په تړون کې ولیکي .د پلستر مشخصات لپاره ځنی اړینی سپارښتني .
د پلستر عمومي مشخصات په لاندې ډول دي :
1) پلستر د ساختمان وروستی پوخ دی کوم چې معماري کار خوندی کوي او ښکلا ور کوي .هغه همدارنګه د ودانۍ روغتیا ساتنې شرایط لا ښه کوي .
2)  پلستر له شروع څخه مخکي له سطحې څخه هر ډول اضافي شیان ،ګرد او ناپاکي باید لیری کړل سي .
3) که په سطحه یا هم دیوال کې جینټ ورکول سوی وي هغه پاک سي او راښکاره کړل سي .
4) پلستر کیدونکې سطحه د پلستر له شروع څخه مخکي د 24 ساعتونو لپاره لمده وساتل سي .
5) د سطحې د لمدولو او مسالې لپاره هغه اوبه وکارول سي چې د څښلو وړ وي .
6) د پلستر له شروع څخه مخکي د دروازو ،کړکیو ،بریښنایی وسایلو ،نلدوانۍ سامانونو سستې برخې کلکې کړل سي او نټونه یې او میخونه یی له سره ټول چیک سي .دا باید نظر نقشو ته وکتل سي.
7) له دروازو او بریښنايي وسایلو سره نژدې پخواني سیمنټو غیر ضروري نښتې مسالې رالرې سي .
 د پلستر په مساله کې ښه کیفیت لرونکې شګه او ښه کیفیت لرونکي سیمنټ وکارول سي .
9) د مسالې نسبتونه کیدای سي (1:3) ،(1:4) او یا هم (1:6) وي ،د ساختماني کار له غوښتنو سره سم .
10) د پلستر پیړوالی د ساختماني کار له غوښتنو سره سم غوره سي.
11) په سطحه باندې ګوندې (BUNDAS) ورکول سي چې له دوه تر درې انچه پورې قطر ولري .
12) که سطحه ډيره ناهمواره وي نو هغې لپاره په ټيټو برخو کې مساله ورکول سي او بیا له 3 تر 4 پورې همداسې پریښودل سي تر څو چي کلک سي ،خو په ورته وخت کې باید اوبه ورکول سي.
13) پلستر باید له بره پیل او مخ ښکته فرش لورته دوام ورکول سي.
14) که د پلستر پیړوالی له  15mm څخه زیاتیږي نو باید په درې پوخونو کې کې پلستر ورکول سي .او که له دې څخه کم وي دوه پوخه کې پلستر ورکول کیږي.لومړی پوخ ته یې (undercoat)او دویم ته یی (finishing coat) وايي .
15) په under coat کې معمولا د مسالې نسیت 1:5 وي .یعني 1 سیمنټ او 5 شګه او په finishing coat کې 1:2 وي .
16) د پلستر لومړی پوخ (COAT) ورکول کیږي.