د مرکې ډولونه

R
Riaz Muqamzai
Author
Aug 19, 2021
4 years ago
3,497 views
د مرکې ډولونه

د مرکې لپاره باید لاندې اړین ټکي په نظر کې ونيسو، چې مرکه مو سمه او کامله واوسي.

۱: مرکه د څه لپاره؟ یعنې د مرکې موخه څه شی ده، نو ددې لپاره له ځان څخه هغه شپـږ اساسي پوښتنې کوو، کومې چې مونږ مخکې درسونو کې لوستې دي لکه؛ څه شی؟ ولې؟ څنګه؟ کله؟ چېرته؟ او څوک؟ 

دا پوښنتې ددې لپاره کوو چې د مرکې موخه د ځان لپاره معلومه کړو.

۲: ولې مرکه کوو؟ څه اړتیا ده چې مرکه کوو؟ په کومه برخه کې یې کوو؟ او د خلکو اړتیا ورته څه شی ده؟ څه دول مرکه کوو؟ اړتیا یې باید په ګوته شي، او مرکې موضوع معلومه شي، چې په کومه موضوع مرکه کوو.

۳: له چا سره مرکه کوو؟ د مرکې لپاره باید مرکچي پیدا کړو، چې مرکه له چاسره کوو دا کس چې مرکه ورسره کوو څوک دی؟ سیاستمدار دی؟ دهقان دی؟ کسب ګر دی؟ کوم عام وګړی دی؟ یا آن ولسمشر دی؟ نو باید د مرکې لپاره ورته خبر ورکړو او نېټه وټاکوو.

 

نوټ: له چاسره چې مرکه کوو هغه ته مرکچي ویل کېږي او څوک چې مرکه ترسره کوي هغه ته مرکیال ویل کېږي.

۴: کله مرکه کوو؟ د مرکې وخت به معلوم کړو، مرکې دوه ډوله تر سره کېږي:

۱: د بېړنیو پـېـښو په اړه 

۲: عادي پـېـښو په اړه 

د بېړنیو پـېـښو په اړه مرکه باید چټکه ترسره شي، په بېړنیو پـېـښو کې تکړه مرکیال هغه دی چې د مرکې وخت او کس زر وټاکي او مرکه زر ترسره کړي، ځکه؛ د بېړنیو پـېـښو په وخت کې رسنۍ ډېرې وي او هر خبریال غواړي چې ویاند سره مرکه ترسره کړي او خلکو ته یې وړاندې کړي. د داسې پـېـښو په اړه چې کله مرکه ترسره کوو باید مرکچي ته احوال ورکړو چې له مونږ سره مرکه ترسره کړي، وخت باید دقیق ورسره وټاکـوو. په ځـيـنو لویو پـېـښو کې چارواکي بیا د رسنیـو خبرې عادي اخلي، مثلاً رسني ورته انوایټېشن (دعوت) ولېږي خو هغوی يې عادي واخلي یا هغوي په خـپلـو کارونو بوخت شي او مرکه پاتې شي نو کله چې له چا سره مرکه ترسره کوو وخت باید دقیق وټاکـو او ډېر یې مطمئین کړو چې مرکه حتماً تر سره کوو.

 

۵: څنګه مرکه ترسره کوو؟ یعنې د مرکې ډول باید معلوم کړو، په مختـلـفـو ډولونو مرکې تر سره کېـږي، لکه؛ لنډې مرکې، ځانګړې مرکې، د خاصو خپرونو لپاره مرکې، او یا د عـامـو خپرونو لپاره مرکې وي. مونږ باید لمړی د مرکې ډول معلوم کړو، مثال لوبغاړی سره مرکه ترسره کوو، سیاستوال سره مرکه ترسره کوو یا تفریحي مرکه تر سره کوو.

۶: چېرته مرکه وکړو؟ د مرکې لپاره باید ځای انتخاب کړو، په دې برخه کې باید یو څه ته ډېر متوجې شو کله چې تلویزیوني مرکه ترسره کوو ددې لپاره باید داسې ځای په نظر کې ونیسو چې بګرونډ یې هم ښه وي، او له طبیعي پـېـښو په امن وي، مثلاً که چېرې باران وورېږي یا کومه بله طبیعي پېښه کېږي، نو مرکې ته مو زیان و نه رسېږي.

 

که د راډیو لپاره مرکه ترسره کوو نو ددې مرکې لپاره باید داسې ځای په نظر کې ونیسو چې هـلته شـور او ځـوږ نه وي، چې مـرکې تـه مـو زیان ورسوي، خـو ځـینې بیا داسـې مرکـې ترسره کـېږي چې بګرونډ یې باید د موضوع نماینده ګي وکړي مثلاً په ښار کې د ښاریانـو سره مرکه تـرسره کـول، دا مرکې بـاید ښار کې تـرسره شي، چې بګـرونـډ یـې د ښار وي د تلـویزیون لپاره او که چیرته د راډیو لپاره تر سره کېږي نو باید د ښار شور پکښې راشي، دا مو مرکه مستنده کوي. او همداسې نورې مرکې چې تر سره کوو نو بګـرونډ یې باید د موضوع اړوند وي.

 

۷: څه وپوښتو؟ په دغه برخه کې باید د پروډیوسـر خبرو ته غوږ ونیسو، او د رسنیو له کارکوونکو سره مشوره وکړو هر یوه مرکه یو خاصه موخه لري او د هـمدې موخې لپاره ترسره کېږي. 

      نو پوښتنې باید د موخې مطابق وي او بعضي خبریالان کوښښ کوي چې له خپل ذهن څخه پوښتنې وکړي، دا ښه خبره ده ځکه مرکیال باید ذهني وي، او ځینې پوښتنې یادې (حفظ) هم کړي خو مهمه داده چې د کاغذ پرمخ پوښتنې ولیکو.

 

۸: څه ډول مرکیال واوسو؟ تر ټولو اړینه خبره دا چې مرکیال باید صمیمي واوسي، کله چې له خپل میلمه سره مخامخ کېږو ډېر په خوښۍ ورسره خبرې وکړو لکه د یو ملګري په شان ورسره مخامخ شو. داسې چلند باید ورسره وکړو چې مرکچي له مونږ څخه خوښ شي او د راتلونکې مرکې لپاره خورا لېواتیا وښایي. 

     هر کله چې له چا سره مرکه کوو نو له مرکې وړاندې ورسره یو څه خبرې وکړو د مرکې له موضوع څخه دباندې خبرې ورسره وکړو نو له دې سره ممکن نور موضوعات ترلاسه کړو، د راتلونکو مرکو لپاره یا داسې څه تر لاسه کړو چې شاید زموږ د موضوع څخه اړین وي یا هم یوه نوې پوښتنه تر لاسه کړو د موضوع اړوند چې زمونږ د پوښتنو په لیست کې نه وي. 

     او بله دا چې د مرکې په موضوع باندې یې په بشپړ ډول پوه کړو،  ځکه که پوښتنه وکړو او بیا مو پام بلې خوا ته شي نو له دې سره مرکچي زړه ماتی کېږي، نو باید ورته ووایو چې کمرې درې یا څلور دي نو د مرکې په جریان کې زه کله تا څخه پوښتنه کوم نو له پوښتنې وروسته شاید زما فکر کمرې ته یا کاغذ ته وي یا مې پام کوم بل څه ته وي نو تاسو مو خبرې کمرې ته کوئ کمره ستاسو خبرې ثبتوي.

 

او یوه اړینه خبر دا ده چې د مرکچي په هره خبره کې مه ورولېږئ کله مو چې پوښتنه وکړه نو مرکچي ته باید وخت ورکړل شي چې مفصل ځواب راکړي که چېرې مرکچي سم ځواب رانکړ بیا لږ وخت حوصله ورته وکړو که بیا هم مرکچي خبرې ډېرې اوږدې کړې نو په داسې وخت بیا بله پوښتنه به ترې کوو.

یوه بله اړینه خبر داده چې مرکه کې په مستقیمه توګه انتقاد ونکړو لکه داسې ونه وایـو چې تـاسـو دا اندازه پـیـسې پـټې کـړي ځکه دا چـاره غـیري مسلکي ده، پـوښـتـنې ته باید اړخ ورکـړو او دا کـلمات ورسـره وکـاروو د مـثال په ډول د راپورونو په اساس یا داسې ویل کېږي چې.... د دې موضوع اړوند مې یوه په زړه پورې کیسه ذهن ته راغـله: د وخت یو پاچا د شپې خوب لیدلی وو چې په خوب کې یې ټول غاښونه لوېږي نو کله چې سـهار شـو پاچا وزیـر تـه وویـل چې زما د خـوب تعبیرولو لـپاره تعـبیر کوونکی راوغواړه، وزیر تعـبیر کوونکی را وغـوښت او پاچا ته یې پېش کړ، پاچا د خپل خوب ټـوله کـیسه ورتـه وکـړه تعـبیر کـوونکـي له لـږ ځنـډ وروسته پاچا ته خوب داسې تعبیر کړ؛ چې ستا ټول خپلوان به دې له تا مخکې مري، نو پاچا ته غوسه ورغله او تعبیر کوونکی یې وواژه ، او وزیر ته یې وویل چې بل تعـبیر کوونکی راوغواړه وزیر بل تعبیر کوونکی راوغوښت پاچا بیا هغه خپل خوب ورته بیان کړ تعبیر کوونکي ورته وویل چې صیب ستا د خوب تعبیر خو ډېر په زړه پورې دی، هغه دا چې ستا عمر ستا د کورنۍ له ټولو غړو ډېر دی، ددې خبرې په اورېدو پاچا ډېر خوښ شو او تعبیر کوونکي ته یې انعامونه هم ورکـړل، راځـو اصلي خـبرې ته حـقـیقـت کې دواړو تعـبیر کـوونکـو یـو ډول تعـبیر وکړ، مګر هغه لمړي تعبیر کوونکي د ویلو طریقه سمه نه وه نو سر یې پرې شو او د دویم تعبیر کوونکي د ویلو طریقه ښه وه هم یې سر بچ شو او هم یې انعامونه تر لاسه کړل.

 

بعضي وخت داسې وي چې د مرکې په جریان کې چې کله مرکیال پوښتنه وکړي نو بېرته مرکچي پوښتنه ترې وکړي یعنې مرکچي مرکیال شي او مرکیال مرکچي.

اکثره وخت د درغلۍ اړوند مرکو کې داسې پېښېږي. مرکیال چې د درغلۍ په اړوند پوښتنه وکړي نو مرکچي ورته وایي چې ثبوتونه وښایه؟ په داسې وخت کې بیا خبریال بله چاره نلري ماسېوا له دې چې ووایي یو لنډه دمه لرو بېرته راګرځو.

او دا چاره غیري مسلکي ده. غیر مسلکي پوښتنې مو له ستونزو سره مخامخ کوي.

د داسې پېښو د مخنیوي لپاره باید داسې پوښتنې ونشي چې مرکیال سره اسناد او شواهد موجود نه وي.

۹: مرکه څه ډول پيل کړو؟ اړینه خبر داده چې په دې وخت کې خپل پروډیوسر ته غوږ ونیسو.

۱۰: د مرکې پیل او بهیر: د مرکې په جریان کې باید صمیمي واوسو د مرکچي هر ځواب ته غوږ ونیسو او کوښښ وکړو چې خبرو کې یې ونه لوېږو، ځکه دا چاره په خلکو بد تأثیر کوي.

۱۱: د مرکې پای : د مرکې پای کې باید له خپل مېلمه څخه په پوره توګه مننه وکړو، خپله مرکه ثبت او چک یې کړو چې ثبت شوې ده او کنه؟

 

نوراحمد قانع

Related Articles

Oct 10, 2025
753 views

په امریکا متحده ایالاتو او بریټانیا کې د دوه ګوندي سیستم د موجودیت دلایل

خلاصه دغه علمي، سياسي او څېړنېزه لېکنه د آمريکا او بريټانيا د دوه ګوندي سيسټم پر دلايلو باندې تمرکز کوي. آمريکا او بريټانيا هغه دوه هېوادونو څخه عبارت دی؛ چې د دوه ګوندي سيستم لرونکي دي. او د ديموکراسي او آزادۍ په برخه کې سرلارې هېوادونه شمېرل کېږي....

Nov 13, 2020
4,061 views

د پښتو ژبې اوسني لیکدود ستونزې او فونیمیکه الفبأ

که څه هم ژبه او لیک سره نږدې اړیکې لري خو بیا هم ژبه بېله پدیده ده او لیک بېل. ژبه له غږونو جوړ سیستم دی، چې د پوهولو او راپوهولو غوره وسیله ده. لیک بیا له سیمبولونو څخه جوړ شوی نظام دی، چې د وینا انځوریزه بڼه ده. د پښتو ژبې مروج لیکدود عربي دی او د...

Dec 09, 2021
3,041 views

خپله اراده داسې پیاوړې کړئ

لیکنه ـ ریاض مقامزی په شخصي، اقتصادي او ټولنیز ژوند کې د بریا له شرطونو څخه یو هم د پیاوړې ارادې لرل دي. که تاسو پیاوړې اراده ولرئ پرته له شکه کولای شئ خپلې موخې ترلاسه کړئ او ډېر ژر به پخپل ژوند کې د بریا خوند ووینئ؛ مګر که برعکس کمزورې اراده لرئ....

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,723 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,140 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,020 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...