To start downloading books
Please log in or register your account

Login Register
ساختماني پروژو کې د خطر مديريت

ساختماني پروژو کې د خطر مديريت

296
Faridon Delsoz Niazai
2023-05-12 16:46:05

په ساختماني پروژو کې د خطر مديريت
Risk Management in Construction Projects
عبادالرحمن مهربان؛
د لغمان پوهنتون انجنيرۍ پوهنځي استاد

د ساختماني پروژو پلي کول له خطره ډک یو کاروبار دی. څرنګه چې هره ساختماني پروژه په خپل جوړښت کې یواځینۍ وي او همدارنګه هره ساختماني پروژه کې یو زیات شمیر ذینفعان (د پروژې مالک، اصلی قراردادي، فرعی قراردادي، دولت، خلک،...) په یو نه یو ډول دخیل وي نو ځکه ساختماني پروژو کې خطرونه هم ډیر وي. له بده مرغه، داسې کومه لاره نشته چې په پروژو کې د خطرونو له پيښیدو څخه په مکمل ډول مخنیوی وشي (یعني خطر هیڅ پیښ نشي) ځکه چې داسې نامعلوم فکټورونه شته چې د پروژې په اوږدو کې را منځ ته کیږي. د خطرونو کنترول او مدیریت د پروژې بریالیتوب مستقیما اغیزمنوي، یعنې که په یوه پروژه کې خطرونه په سم ډول مدیریت شي د پروژې د بریالیتوب احتمال زیات او برعکس که خطرونه سم مدیریت نشي د بریالیتوب احتمال کمیږي. په ساختماني پروژو کې د خطرونو پیژندل او اداره کول یو ستونزمن کار دی مګر ناممکن ندی.

مخکې لدې چې د خطرونو مدیریت توضیح کړو اول د خطر تعریف وړاندې کوو: هره نامعلومه پېښه یا حالت چې که چیرې پیښ شي (منځ ته راشي) نو د پروژې له اهدافو (سکوپ، وخت، بودیجې او کیفیت) څخه په یو یا زیاتو باندې مثبت یا منفی اغیز کوي. د پروژې په ساحه کې د حوداثو منځ ته راتګ، د ساختماني موادو قیمت لوړیدل، د کاریګرو کمبود، خرابه هوا او داسې نور د خطرونو مثالونه دي. 

خطر (ریسک) کیدی شی منفی او یا مثبت وي، منفی ریسک تهدید (Threat) او مثبت ریسک یو فرصت (Opportunity) دی. منفی ریسک (تهدید) په پروژه باندې منفي تاثیر کوي  (پروژې ته تاوان اړوي) مثلا په ساحه کې د سیفټی اصولو نه مراعت کول چې د کاریګرو د زخمی کیدو، مړه کیدو او مالي تاوان لامل کیږي او طبعا چې په پروژه باندې منفی تاثیر کوي چې د پروژې د کارونو د سستیدو، دریدو او د مصارفو د زیاتیدو باعث کیږي. د پروژې مدیر او مسؤلین باید هڅه وکړي چې د منفی ریسک (تهدید) د پېښيدو احتمال او اغیزې کمې کړې. 

مثبت ریسک (فرصت) په پروژه باندې مثبته اغیزه کوي او د پروژې مدیر باید کوښښ وکړي تر څو د مثبت ریسک د پېښیدو احتمال او اغیزې زیاتې کړي. مثال د یوې پروژې مالک قراردادي ته وايی چي که پروژه يې د ټاکلي وخت نه یوه میاشت مخکې خلاصه کړه نو د ټول قیمت پنځه سلنه پيسو په اندازه به ورته بخشش (bonus) ورکوي نو که چیرې دا ریسک چې په اصل کې یو فرصت دی پېښ شي په پروژه باندې مثبته اغیزه کوي. 

د ریسک مشخصات: ریسک دوه عمده مشخصات لري چې یو د ریسک د پېښیدو احتمال (probability) او بل د ریسک تاثیر یا اغیزه (impact) ده. 
د خطرونو تعداد عموما د پروژې په شروع کې زیات (اعظمي) وي او څومره چې پروژه مخکې ځي هماغومره د ریسکونو تعداد هم کمیږي چې بالاخره د پروژې د ختمیدو مرحله کې ریسکونه هم کمیږي او خپل اصغري حد ته رسیږي. 

د ریسک (خطر) په مقابل کې زغم: ریسک سره د تعامل له مخې خلک/ادارې په درې ډوله دي. 
1- د ریسک ضد (د ریسک نه خوښوونکی): دا ډول خلک په هیڅ کار کې ر یسک نه اخلي او یا ډیر کم ریسک اخلي، یواځې هغو کارونو ته زړه ښه کوي چې تضمین شوې ګټه پکې وي. 
2- د ریسک مقابل کې نورمال: دا ډول خلک نه د ریسک نه ډیر تښتي او نه یې ډیر په شوق سره د اخیستلو کوښښ کوي. 
3- ریسک اخیستونکی (ریسک لټوونکی): دا ډول خلک ډیر ریسک اخلي حتی که ریسک ورته د پېښیدو په صورت کې په ډیر غټ تاوان هم تمام شي بیا هم ریسک خوښوي او د منفی تاثیراتو پروا یې نلري. 

 کله چې یو خطر عملا واقع کیږي نو کیدی شي په پروژه کې ګډوډي او ورانی رامنځ ته کړي. د دې لپاره چی په پروژه کې مو له فاجعې او ډیر تاوان څخه مخنیوی کړی وي، باید د دې توانايي ولرو چې د خطرونو له پیژندلو وروسته هغه په درست ډول ارزیابي او کنترول کړو. که تاسو د پروژې پیل کولو دمخه د خطرونو پیژندلو او تشخیص کولو وړتیا ولرۍ نو کولی شئ د خطر اداره کولو ته ښه راغلاست او د هر ممکنه زیان مخه ونیسئ. 

په ساختماني پروژو کې د خطرونو ډولونه
د دې لپاره چې په ساختماني پروژو کې خطرونه په سم ډول اداره کړی شو نو لازمه ده چې لمړی د خطرونو ډولونه وپيژنو. په ساختماني پروژو کې عموما خطرونه په دوه ډوله ویشل کیږي ۱- داخلي خطرونه ۲- بیروني خطرونه
یادونه: دغه تقسیم بندي کوم ثابت شی ندی، کیدی شی یو څوک یی په بل ډول تقسیم بندي کړي. 
1- داخلي خطرونه: هغه خطرونه دي چي کنترول او اداره یې د پروژې د مالک (client) او قراردادي د اختیار لاندې وي، دا ډول خطرونه بیا په دوه ډوله دي 
الف- د پروژې د مالک مربوط خطرونه: لکه قراردادي ته په وخت پيسې نه ورکول، د پروژې په سکوپ کې تغیرات راوستل، د کار په مقدار کې تغیرات راوستل، غیرمنطقی مهال ویش (سکیجول)، د کار د ساحې په وخت نه تسلیمول، د قراردادي په انتخاب کې اشتباه، په ډیزاین او نقشو کې غلطي، ضعیف لیکل شوی قرارداد او داسې نور
ب- د قراردادي مربوط خطرونه: لکه د کار د کیفیت خرابوالی، فرعی قراردادیانو ته په وخت پیسې نه ورکول، پروژې ته ټیټ قیمت ورکول (د پروژې د ګټلو په منظور)، د پروژې ضعیف مدیریت، د خوندیتوب یا سیفټي ستونزې او داسې نور...
2- بیروني خطرونه: هغه خطرونه دي چې کنترول او اداره کول يې د پروژې د مالک او قراردادي په اختیار کې نه وي، دا ډول خطرونه بیا په درې ډوله دي 
الف- سیاسي خطرونه لکه: د دولت په پالیسۍ کې بدلون راتلل، امنیتي ستونزې، اداري فساد، رشوت، بیروکراسي (کاغذ پراني) او....
ب- طبیعی خطرونه لکه : خرابه هوا، باد، باران، واوره، طوفان، زلزله او ...
ج- اقتصادي خطرونه لکه: انفلاسیون، د موادو د نرخ زیاتوالی، د موادو کمبود، د کاریګرو کمبود....

کله چې خطرونه عملا واقع کیږي نو د پروژې لګښت (cost)، مهالویش(schedule) او کارکردګي یا (Performance) اغیزمنوی، چې په نتیجه کې د پروژې د ځنډیدو او د لانجو د رامنځ ته کیدو باعث ګرځي. ښه خبره داده چې له دغو خطرونو څخه ډیری یې د د پلاننګ او د پروژې د ښه مدیریت په مرسته د اداره کیدو او د کمولو وړ دي. 
اوس چې د خطر په تعریف او ډولونو پوه شو، د خطرونو مدیریت ته راځو: 

د پروژې د خطر مدیریت (Project Risk Management): د پروژې د خطرونو مدیریت د پروسو یوه مجموعه ده چې پدې مجموعه کې لاندې پروسې شاملي دی: د ریسک منجمنټ لپاره پلاننګ، د خطرونو معرفي کول، د خطرونو تحلیل، د خطرونو د مخنیوي لپاره پلاننګ (د ځوابیه ستراتیژۍ جوړول)، د ځوابیه ستراتیژۍ تطبیق، نظارت او ارزیابي کول. 
د پروژې د خطرونو د مدیریت هدف دادی چې د مثبتو خطرونو (فرصتونو) چانس او اغیزې زیاتې او د منفی خطرونو (تهدیدونو) چانس او اغیزې کمې کړو تر څو وکولای شو د پروژې د کامیابۍ احتمال اعظمی حد ته ورسوو. 

د خطرونو پیژندل
د خطرونو پيژندل (معرفي) د پروژې د کارونو د عملی شروع construction phase څخه څومره چې وختي ترسره کیدای شی باید ترسره شي. په یاد ولرئ، که تاسې د خطرونو پیژندنه کې پاتې راغلئ  نو په اصل کې مو دا منلي دي چې نوموړی خطر د پروژې په جریان کې خپله ځان راښکاره کړي چې هغه وخت به یې کنترول ستونزمن وي. 

د خطرونو د پيژندلو لپاره لومړی باید د پروژې له ټیم او په پروژه کې له ذیدخلو اړخونو یا (Stakeholders) سره جلسه ونیسۍ چې پدې جلسه که به ټول احتمالي خطرونه وپیژندل شي او ځان سره به یی لست کړۍ. د خطرونو د پیژندلو مرحله کې تاسې د ستونزو د حل په لټه کې نه یاست یواځې ستونزې معلوموۍ. پدې مرحله کې اصلي هدف دادی چی ټولې هغه ممکنه سناریوګانې (امکانات) چې په پروژه باندې منفي تاثیر کوي وپيژندل شي. بیا وایم چې ټول ممکنه شرایط چې احتمال د پیښیدو لري باید په لست کې ولیکل شي. ورپسې ټولو هغو مخکینیو پروژو ته چې تاسې اجرا کړي او د موجوده پروژې سره د اندازې، سکوپ او موقعیت له مخې ورته والی لري یوه کتنه وکړۍ، چې هلته له کومو خطرونو سره مخ شوي وۍ، او پدې پروژه کې د هماغو څخه د کومو د پيښیدو امکانات شته دي ځان سره یې نوټ کړۍ. 

د دې لپاره چې د پروژې په جریان کې ځینې خطرونه غلي ، غلي  (پټ پټ) درته راپیدا نشي نو ښه لاره داده چې له خپل ټیم او د پروژې له ذینفعانو سره منظمې ناستې ونیسئ. دا ناستې به د دې ترڅنګ چې د خطرونو د مدیریت لپاره روانې هڅې ارزیابي کړي، د راتلونکو نورو احتمالی خطرونو د پيژندلو سره هم مرسته وکړي. 

د خطرونو تحلیل: 
کله مو چې په پروژه کې مهم خطرونه وپيژندل او لست مو جوړ کړ، دویم کار دادی چې په ارامو مغزو ورته کینۍ او هر خطر بیل ، بیل تحلیل کړې. دا تحلیل داسې کیږي چې د هر خطر د پيښیدو احتمال او د پیښیدو په صورت کې یی په پروژه باندې منفی تاثیر سره ضرب کیږي او حاصل یی راوځي، چې خطرونه بیا نظر دغه حاصل ته درجه بندي کیږي لکه ډیر جدي خطر، متوسط خطر او ضعیف خطر. (پدې هکله به ان شالله په یو ویډیو کې عملي مثال حل کوو)

هغه خطر چی هم یی د پيښیدو احتمال زیات وي او هم یی پروژې ته تاوان زیات وي طبعا چې په لومړي سر کې قرار نیسي او هغه چې هم یې د پېښېدو احتمال کم وي او هم پروژې ته ضرر کم وي د لست په اخره کې راځي. بعضی خطرونه داسې وي چې د پېښېدو په صورت کې یې تاوان ډیر زیات وي خو د پیښیدو احتمال یې کم دی، چون د درجه بندۍ لپاره تاوان او احتمال دواړه ضربیږی نو ځکه دغسې خطرونه په جدی خطرونو کې نه بلکه متوسط یا ضعیف قطار کې ځای نیسي. 

خطرونو ته ځواب ورکول (Risk Response): د منفي خطرونو مقابل کې عموما څلور ډوله ستراتیژي کارول کیږي: اول- د خطر مخنیوی کول. دویم- د خطر انتقالول. دریم- د خطر کمول. څلورم- د خطر قبلول. 
کله مو چې خطرونه درجه بندي کړل، هر یو باید په دقیق ډول تحلیل شي چې کوم خطر د مخنیوي، کمولو، انتقال او یا قبلولو وړ دی. وروسته له هغې تر ټولو مناسبه ځوابیه ستراتیژي کارول کیږي. پورتنۍ څلور ستراتیژي ګاني په لڼده توګه لاندې توضیح کوو:

اول- د خطرونو مخنیوی کول Avoid the risks  : 
د خطرونو د کنترول په خاطر تر ټولو لومړنۍ پالیسي داده چې خطر بالکل محوه شي، یعنې داسې تدابیر ونیول شي د ریسک د پیښېدو فیصدي صفر شي. دا کیدای شي د یوې پروژې په داوطلبۍ کې هیڅ اشتراک نه کول وي او یا د قرارداد په هکله خبرې اترې (مباحثه) وشي تر څو خطرونه له منځه لاړ شي. پدې کې هیڅ شرم نشته چې د یوې پروژې په داوطلبۍ کې هیڅ ګډون ونشي پدې دلیل چې د ریسکونو د کنترول په خاطر کافي پوتنشیل نه وي موجود، چې دا په اصل کې ځان له یو غټ تاوان نه بچ کول دي. 

دویم- د خطرونو انتقالول  Transfer the risks: کیدای شي ستاسو شرکت د یو ځانګړي خطر (رسک) د مدیریت توان ونلري. پدې باره کې باید له خپلو ذینفعانو  (Stakeholders)  سره په شریکه کار (مجلس) وکړۍ تر څو معلومه شي چې د پروژې په ټیم کې څوک د کوم رسک د مسؤلیت اخیستلو لپاره ډیر مناسب دی. 
د پروژې له مالک یا Client سره وغږیږۍ چې کوم رسکونه دوی په غاړه اخلي او کوم خطرونه تاسې په غاړه اخلۍ. د ساختماني کاریګرو صحي بیمه د ریسک د انتقال یو ډیر ښه مثال دی، دلته ساختماني شرکت خطر له ځان نه د بیمې شرکت ته انتقال کړ یعنې که یو کاریګر زخمي کیږی نو تداوی او نور مصارف به یی د بیمې د شرکت په غاړه وي.
 
دریم- د خطرونو کمول Mitigate the risks: که چیرې په پروژه کې داسې خطرونه موجود وي چې نه یې سل فیصده مخه نیول کیږی او نه انتقالیږی نو پدې حالت کې به د خطر د احتمال او اغیزو د کمولو لپاره ستراتیژي کارول کیږي. پدې حالت کې کیدای شي د منابعو زیاتولو ته اړتیا پیداکړۍ لکه د کارکوونکو استخدامول او یا د اضافی وسایلو او ماشنیرۍ په کرایه نیول تر څو وکولای شۍ ټول خطرونه په اغیزناکه ډول اداره کړۍ. 
څلورم - د خطر قبلول Accept the risk: د خطرونو د کنترول په پالیسیانو کې اخري انتخاب د ریسک قبلول (دتاوان منل) دي. د خطر قبلول (د تاوان منل) داسې یو تصمیم دی چې په کم نظر باید ورته ونه کتل شي او نه باید په ډیرې اسانۍ دا تصمیم ونیول شي. کیدای شي دا سمه وي چې ځنی هغه خطرونه چې د پيښېدو احتمال یی کمزوری او په پروژه یې اغیز کم وي قبول شي. اما پرته له کوم مدیریت او د خطر د کمولو له هڅې د داسې خطرونو منل چې د پيښېدو احتمال او په پروژه یې اغیز زیات وي یو تاواني کار دی او منفی تاثیرات به یې خامخا ښکاره کيږي.
 
د دې لپاره چې خطرونه په ښه ډول مدیریت شي په پروژه کې د ټولو ذیدخلو اړخونو ترمنځ په لوړه سویه اړیکو او همکارۍ (Coordination) ته اړتیا ده. په پروژه کې د ښکیلو اړخونو په وخت خبرول او ګډ کارکول (د یو ټیم په حیث) به له تاسو سره مرسته وکړي چې خطرونه مخکې لدې چې په ستونزو بدل شي  په وخت تشخیص او مدیریت کړۍ. په یاد ولرۍ، که خطرونه سم مدیریت شي نو کولای شي د لاسته راوړنو او بریا لارې درته پرانیزي. 
نور بیا .... ان شالله 
هیله ده پوسټ درسره شیر کړئ.
مننه

Recommended Articles