To start downloading books
Please log in or register your account

Login Register
د قيامت د ورځي علامې

د قيامت د ورځي علامې

2,191
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2021-09-30 22:59:12

 لمړى د اشراط الساعة په اړه: اشراط دشرط جمع ده دراء په زور سره  علامي ته يا ديو شي اول حالت  ته  ويل کيږي اوساعة  دزمانې  يو څه حصې ته ويل کيږي خودلته مراد ورڅخه قيامت دى؛ ځکه په  قران اوحديث  کښي دادقيامت له مشهورو نومونو څخه دى، اوپه دې وجه الساعة ورته ويل کيږي چي نا څاپه  به راځي نود اشراط الساعة څخه دقيامت علا مې مراد دي هغه چي د قيامت تر را تللو وړاندي  به واقع کيږي.
 دمحمد سورت په ( ١٨ ) ايت کښي الله تعالی فرمايي:  {فَهَلْ يَنْظُرُونَ إِلَّا السَّاعَةَ أَنْ تَأْتِيَهُمْ بَغْتَةً فَقَدْ جَاءَ أَشْرَاطُهَا} 
 ترجمه: دوى انتظار نه کوي  مګر دقيامت چي د‍ وى ته به ناڅاپه  راځي اويقينا علامې يې  راغلي دي.
 دقيامت د علامو ډولونه: دقيامت  علامي  په ( ٣ )  ډوله  دي: 
 ليري علامي : چي هغه ټولي ښکاره سوي  او پيښي  سوي دي؛ لکه دنبي  صلى الله  عليه وسلم بعثت؛ لکه څنګه چي په صحيحينو کښي دانس رضي الله عنه حديث دى چي نبي صلى الله عليه وسلم فرمايي : «بعثت أنا والساعة كهاتين. وضم السبابة والوسطى» ترجمه:  زه را ليږل سوى يم په داسي حال کښي  چي زه او قيامت داسي  يو لکه دا دوي، د شهادۀ او منځنۍ ګوته يې سره يو ځاى کړل، دسپوږمۍ انشقاق يا ټوټه کېدل، همدارنګه د حجاز په مځکه باندي د اور راوتل چي په بصری کښي به يې لا  رڼا پرته  وي او دهغه ځاى خلګ به د اوښانو غاړي پکښي وويني؛ لکه څنګه چي په صحيحنو کښي د ابوهريرۀ  رضي الله عنه روايت دى چي نبي صلى الله عليه وسلم وفرمايل:  «لا تقوم الساعة حتى تخرج نار من أرض الحجاز تضيء أعناق الإبل ببصرى» 
 ترجمه:  تر هغه  پوري  به  قيامت  قائم نه سي ترڅو د حجاز له مځکي  اور را  ونه وزي،  په  بصری کښي د اوښانو غاړي روښانه کړي.  بصرى په  دمشق کښي  يوه علا قه وه.

 ديادوني  وړده  چي دا علا مه   په ( ٦٥٤ ) کال د جمادى الا خيرۀ په اولو شپو کښي ښکاره سوه چي د مدينې منورې  د مشرق  لخوا داسي لوى اوډير اور ښکاره سو چي دبصرى خلګو وويل موږ دخپلو اوښانو غاړي پکښي وليدلې  يعني رڼا يې شام ته ورسېدل.
 منځنۍ علامې: هغه ښکاره سوي دي خو ختمي سوي نه دي بلکي ورځ په  ورځ ډيريږي، ځيني يې د حديث جبريل  په نامه  مشهور حديث کښي بيان سوي دي، کله چي جبريل عليه السلام له نبي صلى الله عليه وسلم څخه دقيامت د علامو په اړه پوښتنه  وکړه، هغه په جواب کښي داسي  ورته  وويل:
 «أن تلد الأمة ربتها، وأن ترى الحفاة العراة العالة رعاء الشاء يتطاولون في البنيان»
 ترجمه:  دا چي مينځه  خپله  باداره وزيږوي،  ((يو مطلب  يې دادى  چي  لور به  خپلي مور ته داسي امر کوي  لکه  يوه مالکه چي يې په خپلي مينځي کوي))   او دا چي ته به  هغه  د لوڅو پښو، لوڅو بدنونو، فقيران او د پسونو څارونکي کسان ووينې چي په ودانيو کښي به يو پر بل فخرسره کوي، يعني  پيسي به ډيري سي تر دې  چي صحرا  نشينه خلګ به يو تر بل ښه کورونه جوړوي او فخر به په کوي.

 همدارنګه د ( ٣٠ ) د جالانو،  درواغجنانو اودنبوت  د دعوه کوونکو ښکاره کېدل؛ لکه څنګه چي په صحيح البخاري کښي دابوهريرۀ رضي الله عنه حديث دى چي نبي صلى الله عليه وسلم وفرمايل: «لا تقوم الساعة حتى يبعث دجالون كذابون قريبا من ثلاثين كلهم يزعم أنه رسول الله» 
 ترجمه:  ترهغه  پوري  به قيامت قائم  نه سي ترڅو  (٠ ٣ ) ته نزدي  دجالان اولوى درواغجنان را پورته نسي،  هر يو به  يې ددې دعوه کوي چي دى دالله تعالى رسول دى.
 اوپه ابوداؤد کي هم داسي حديث راغلى دى چي په پاى کي يې نبي صلى الله عليه وسلم فرمايلي: «وأنا خاتم النبيين لا نبي بعدي» 
 ترجمه: اوزه  دانبياء  عليهم السلام اخيري نبي يم له ما وروسته بل نبي نه راځي. 
 همدارنګه  بله  علامه  له دې علامو څخه د فرات  په  سيند کي د سرو زرو دغره ښکاره کيدل دي؛  لکه څنګه چي په  صحيحنو کښي د ابوهريرة رضي الله عنه روايت دى چي نبي صلى الله عليه وسلم وفرمايل: «لا تقوم الساعة حتى يحسر الفرات عن جبل من ذهب يقتتل الناس عليه، فيقتل من كل مائة تسعة تسعون ويقول كل رجل منهم لعلي أكون أنا الذي أنجو» 
 ترجمه: ترهغه  پوري  به  قيامت  نه سي قائم ترڅو د فرات  سيند د سرو زرو غر ښکاره کړي، او خلګ   به  جنګ  ورباندي کوي، تردې چي  له هرو ( ١٠٠ ) نفرو څخه به  ( ٩٩ )  نفره ووژل سي او هر يو به وايې:  ښايي چي زه به وژغورل سم  يعني زه به پاته  سم  او د سرو زرو مالک  به  سم.
 ديادوني وړ ده چي ياده  علامه تر اوسه  پوري نه ده موجوده سوې.
 غټي علامې:   لوی او قيامت  ته  نژدې علامې  چي تر اوسه پوري يوه هم نه ده موجوده سوې دحذيفه بن اسيد رضي الله عنه په حديث کښي چي امام مسلم رحمه الله تعالى را روايت کړى دى راغلي دي، حذيفه  بن  اسيد رضي الله عنه وايي: په داسي حال کي  چي موږ مذاکره سره کول نبي صلى الله عليه وسلم را ښکاره سو او ويې ويل: « ما تذاكرون؟  تاسي د څه شي يادونه سره کوى؟  قالوا: نذكر الساعة. موږ  ورته وويل: د قيامت يادونه  سره  کوو قال: ده وويل: إنها لن تقوم حتى تروا قبلها عشر آيات: فذكر الدخان والدجال، والدابة، وطلوع الشمس من مغربها، ونزول عيسى ابن مريم صلى الله عليه وسلم، ويأجوج ومأجوج، وثلاثة خسوف: خسف بالمشرق وخسف بالمغرب وخسف بجزيرة العرب، وآخر ذلك نار تخرج من اليمن تطرد الناس إلى محشرهم»
 ترجمه:  بې شکه  دا قيامت  به  تر هغه  پوري  قائم نه سي  تر څو چي تاسي  تر مخکي ( ١٠ ) علامې  ونه وينى، بيا نبي صلى الله عليه وسلم  ددخانې يعني دود چي فضا به ډکه کړي يادونه وکړه، ددجال، دابة الا رض ، له مغرب  څخه  د لمر را پورته  کېدل،  عيسى بن  مريم  عليه السلام،  ياجوج اوماجوج، ( ٣ ) خسفه يعني دمځکي لوېدل يو په شرق، بل  په غرب  او بل  به  په جزيرۀ العرب کي وي او اخيري علامه يې هغه اور دی چي له يمن څخه به  را وزي اوخلګ  به  خپل محشر يعني د را جمع  کېدلو ځاى  ته  شړي.
 اوپه نورو  صحيح احاديثو کي  دمهدي عليه السلام را تلل، دکعبې  نړېدل  او له مځکي  څخه  دقرانکريم پورته  کېدل راغلي دي، او ډېر محقق  عالمان  وايي  چي دقيامت لوی علامه  د ( ٣ ) خسفونه  څخه  ماسوا دا نوري  (١٠)  دي او خسفونه يې  دمقدمې په ډولو وړاندي را ځي  اوځيني يې را غلي دي.
 د ( ١٠ )  علامو تفصيل:  
 لمړۍ علامه: دمهدي عليه السلام راتلل: په سننو کښي په صحيح سند سره د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه حديث دى وايې نبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلِّم    فرمايي :   «لا تذهب الدنيا حتى يملك العرب رجل من أهل بيتي يواطئ اسمه اسمي واسم أبيه اسم أبي، يملأ الأرض عدلا وقسطا كما ملئت جورا وظلما»
 ترجمه:  ترهغه پوري  به دنيا ختمه نه سي تر څو چي زما له کورنۍ څخه يو سړى د عربو پاچا نسي، نوم به يې زما له نوم سره او دپلار نوم به يې زما د پلار له نامه سره برا بروي، مځکه به له عدل  اوانصاف څخه ډکه کړي لکه څنګه چي به له ظلم اوستم څخه ډکه سوي وي.
 دوهمه علامه:  د دجال خروج:  دا د انسانانو څخه يو جادوګر انسان دى چي په اخيره زمانه کښي به را ښکاره سي،  د ربوبية  (خدايي) دعوه به وکړي، ډير خلګ به په فتنه کښي و اچوي، الله جل جلا له به دده په لاس سره ځيني د عادت څخه خلا ف شيان دخلګو د امتحانولو لپاره ښکاره کړي، په يوه لا س کښي به يې د سحر جنت او په بل لاس کښي به يې د سحر دوږخ وي، څوک چي يې خدايي ورسره و مني هغه به جنت ته چي په حقيقت کښي به دوژخ وي ور واچوي او څوک چي ايمان نه ورباندي  راوړي هغه به د جادو ودوژخ ته وروا چوي چي هغه به په حقيقت کي جنت وي.
 په صحيح مسلم کښي  دعبدالله بن عمر بن العاص رضي الله روايت دى دى وايي نبي صلى الله عليه وسلم وفرمايل: «يخرج الدجال في أمتي فيمكث أربعين لا أدري أربعين يوما أو أربعين شهرا أو أربعين عاما فيبعث الله عيسى ابن مريم كأنه عروة بن مسعود فيطلبه فيهلكه» 
 ترجمه: زما په امت کښي به دجال  را ښکاره سي، په مځکه کښي به ( ٤٠ ) پاته سي ( عبدالله رضي الله عنه فرمايي:  زه نه پوهيږم چي ( ٤٠ ) ورځي  يې وښودلې او که ( ٤٠ ) مياشتي او که ( ٤٠ ) کاله، بيا به الله جل جلا له عيسى بن مريم را وليږي،  لکه هغه چي د مسعود زوى عروة وي يعني په رنګه کښي به هغه ته ورته وي، نو عيسى عليه الصلا ة والسلام به د دجال  تلاش  کوي اوهلاک به يې کړي.
 همدارنګه په صحيحينو کښي د عبدالله بن عمر رضي الله حديث دى دى وايي نبي صلى الله عليه وسلم وفرمايل: : «إني أنذركموه وما من نبي إلا قد أنذره قومه لقد أنذره نوح قومه ولكن سأقول لكم فيه قولا لم يقله نبي لقومه تعلمون أنه أعور، وأن الله ليس بأعور»
 ترجمه:  زه  تاسي  له دجال څخه ويروم، او هر نبي خپل قوم ځيني ويرولى دى، نوح عليه السلام خپل قوم ځيني ويرولى دى، مګر زه به دده په اړه يوه خبره درته ووايم چي هيڅ نبي خپل قوم ته نه ده ويلې تاسي پوهيږى چي دى  په  يوه سترګه ړوند دى او الله تعالى  ړوند نه  دى.
 دريمه علامه: دعيسى عليه الصلا ة والسلام را کښته کېدل دي.
 څلورمه علامه: د ياجوج او ماجوج راتلل: دا دالله جل جلاله له مخلوقاتو څخه يو ډير لوى لښکر دى چي هيڅوک يې په قتال  باندي وس نلري او ځيني عالمان وايي چي دا ديافث بن نوح عليه السلام له اولادې څخه دي او راتلګ يې په قران اوحديث  دواړو سره ثابت دی، له قران کريم څخه يې دليل دالا نبياء سورت ( ٩٦ ) ايت دى لکه څرنګه چي الله تعالی فرمايي : {حَتَّى إِذَا فُتِحَتْ يَأْجُوجُ وَمَأْجُوجُ وَهُمْ مِنْ كُلِّ حَدَبٍ يَنْسِلُونَ } 
 ترجمه: تردې چي ياجوج او ماجوج به را خلاص کړل سي،  او دوى به له هر لوړ ځاى څخه را زغلي.
 او له احاديثو څخه دليل په صحيحنو کښي  دزينب بنت جحش رضي الله عنها حديث دى چي وايي نبي صلى الله وفرمايل: «لا إله إلا الله ويل للعرب من شر قد اقترب فتح من ردم يأجوج ومأجوج مثل هذه " وحلق بأصبعه الإبهام والتي تليها» 
 ترجمه:  نسته دعبادت  لا يق  مګر يو الله دى، د عربو لپاره له هغه شر څخه افسوس دى چي را نژدې سوى دى، نن ورځ  د ياجوج   او ما جوج د سد ( بند ) څخه ددې په مثل باندي ځاى خلاص کړل سو اوبيا يې بټه ګوته او هغه چي دې ته  نزدې ده کړۍ کړې.
 يعني ددې حلقې په اندازه د ياجوج اوماجوج  بند مات کړل سو.
 پنځمه علامه: د حبشې څخه د ذوالسويقتين په نامه د يوه سړي په لاس د کعبې نړول او د هغې دخزانې غلا کول؛ لکه څنګه چي په صحيحنو کښي د ابوهريرۀ رضي الله عنه په روايت سره نبي صلى الله عليه وسلم فرمايي : «يخرب الكعبة ذو السويقتين من الحبشة» 
 ترجمه: کعبه به له حبشې څخه د ذوالسويقتين په نامه سړى ورانه  وي.
 همدارنګه په مسند احمد کښي حديث دى چي نبي صلى الله عليه وسلم وفرمايل: «يخرب الكعبة ذو السويقتين من الحبشة، ويسلبها حليها ويجردها من كسوتها، ولكأني أنظر إليه أصيلع أفيدع يضرب عليها بمسحاته ومعوله»
 ترجمه: کعبه به له حبشې څخه ذوالسويقتين خرابوي، ګيڼې به يې غصبوي او له لباس څخه به يې لوڅوي،  او لکه زه چي همدا اوس ورته ګورم چي پک سړى دى، کږې پښې يې دي، په خپل کلنګ سره يې وهي.
 شپږ مه علامه: دخان يعني دود چي ټوله فضا به ډکه کړي لکه څنګه چي د دخان  سورت  په  ( ١٠- ١١ ) ايتونو کښي  فرمايي: {فَارْتَقِبْ يَوْمَ تَأْتِي السَّمَاءُ بِدُخَانٍ مُبِينٍ - يَغْشَى النَّاسَ هَذَا عَذَابٌ أَلِيمٌ}
 ترجمه: (په دې مشرکانو سره) د داسي يوې ورځي انتظار کوه چي اسمان به په ښکاره دود سره راتګ وکړي، خلګ به پټ کړي، دا دردناک عذاب دى.
 اوومه علامه: له مځکي څخه دقران پورته کېدل تردې چي  ټولي صحيفې او سينې به ځيني خالي سي او هيڅ يو ايت به پکښي  پاته نسي؛ لکه څنګه چي په ابن ماجه او د احاديثو په نورو کتابونو کښي د حذيفه رضي الله عنه په روايت سره راځي چي نبي صلى الله عليه وسلم و فرمايل:  «يدرس الإسلام كما يدرس وشي الثوب حتى لا يدرى ما صيام ولا صلاة ولا نسك، وليسرى على كتاب الله عز وجل في ليلة فلا يبقى في الأرض منه آية وَتَبْقَى طَوَائِفُ مِنَ النَّاسِ الشَّيْخُ الْكَبِيرُ وَالْعَجُوزُ، يَقُولُونَ: أَدْرَكْنَا آبَاءَنَا عَلَى هَذِهِ الْكَلِمَةِ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، فَنَحْنُ نَقُولُهَا » 
 ترجمه:  اسلام به داسي زوړ سي لکه د ټوکر نقش چي زړيږي تردې چي څوک به نه پوهيږي چي روژه، لمونځ او حج څه شي دي، او د الله جل جلاله په کتاب باندي به په يوه شپه کښي  تګ وکړل سي (يعني قران کريم به د مځکي د مخ څخه پورته کړل سي) نو په مځکه کښي به له  قران څخه  هيڅ  يو ايت پاته نسي،  او داسي طايفې د خلګو څخه به پاته سي چي سپين ژيرى سړى او سپين سرې ښځه به وايي:  موږ خپل  پلرونه په دې کلمه باندي پيداکړي دي لا  اله الا الله   نو موږ  يې  وايو.
 اتمه علامه: له مغرب څخه د لمر ر ا پورته کېدل؛ لکه څنګه چي د انعام سورت په ( ١٥٨)  ايت کښي الله جل جلا له فرمايي:  {يَوْمَ يَأْتِي بَعْضُ آيَاتِ رَبِّكَ لَا يَنْفَعُ نَفْسًا إِيمَانُهَا لَمْ تَكُنْ آمَنَتْ مِنْ قَبْلُ أَوْ كَسَبَتْ فِي إِيمَانِهَا خَيْرًا} 
 ترجمه: هغه ورځ چي ستا د رب ځيني علامې راسي، هيڅ نفس ته به د هغه ( دهمد غه وخت  ) ايمان ګټه ورونه رسوي چي مخکي يې ايمان نه وي راوړى (او دهمدغه وخت توبه به ګټه ورته ونه رسوي) چي وړاندي يې په خپل ايمان کښي د صالح عمل  کار نه وي کړى.
 په  نوموړي ايت کښي له (بعض ايات ربک) څخه د ډيرو مفسرينو په تفسير د مغرب لخوا د لمر را پورته کېدل مراد دي؛ ځکه چي په صحيحنو کښي د ابوهريرة رضي الله عنه په روايت سره حديث دى چي نبي صلى الله عليه وسلم وفرمايل: لاَ تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِهَا، فَإِذَا رَآهَا النَّاسُ آمَنَ مَنْ عَلَيْهَا، فَذَاكَ حِينَ: {لاَ يَنْفَعُ نَفْسًا إِيمَانُهَا لَمْ تَكُنْ آمَنَتْ مِنْ قَبْلُ} 
 ترجمه: قيامت به تر هغه پوري نسي قائم  تر څو لمر له مغرب څخه را پورته سوى نوي،  نو کله چي يې خلګ وويني دمځکي دمخ  ټول اوسيدونکي به ايمان ورباندي راوړي، خو دا هغه وخت دى چي هيڅ نفس ته به د هغه ايمان ګټه ونه رسوي چي مخکي تر دې يې ايمان نه درلودى.
 نهمه علامه: دمځکي څخه د دابة الارض راوتل؛ لکه څنګه چي د النمل سورت په (٨٢) ايت کښي فرمايي: {وَإِذَا وَقَعَ الْقَوْلُ عَلَيْهِمْ أَخْرَجْنَا لَهُمْ دَابَّةً مِنَ الْأَرْضِ تُكَلِّمُهُمْ أَنَّ النَّاسَ كَانُوا بِآيَاتِنَا لَا يُوقِنُونَ}. 
 ترجمه:  اوکله چي پر دوى باندي (د عذاب ) فيصله ووزي موږ به دوى ته د مځکي څخه يوه دابه يعني ژوندى ګرځيدونکى حيوان را وباسو چي له دوى سره به خبري کوي چي يقينا انسانان زموږ په ايتونو باندي يقين نه کوي.
 همدا رنګه په صحيح مسلم کښي د ابوهريرة رضي الله عنه په روايت سره حديث دى چي نبي صلى الله عليه وسلم وفرمايل: (ثلاث إذا خرجن لا ينفع نفسًا إيمانها لم تكن آمنت من قبل أو كسبت في إيمانها خيرًا، طلوع الشمس من مغربها والدجال ودابة الأرض)   
 ترجمه: ( ٣ ) علامې دي چي کله ښکاره سي هيڅ هغه نفس ته به د دې وخت ايمان راوړل ګټه ونه رسوي چي مخکي تردې يې  ايمان نه درلودى (اود ديې وخت توبه ګټه ورته ونکړي) چي مخکي تر دې يې په ايمان کښي صالح عمل نه وو کړى،  له مغرب څخه دلمر را پورته کيدل، دجال  او دمځکي دابه.
 لسمه علامه:  اور دى چي له يمن څخه به راپيداکيږي او خلګ به خپل محشر ته شړي؛ لکه څنګه چي د حذيفه بن اسيد رضي الله عنه په حديث کښي يې بيان وړاندي تير سو، او په ځينو رواياتو کښي داسي راځي  چي له عدن څخه به را وځي، او عدن په يمن کښي مشهور کلى دى.
 مؤمنو وروڼو دا قيامت ته نژدې غټي علامې دي چي يو په بل پسي به په پرلپسې توګه پيښيږي لکه څنګه چي په الطبراني کښي  د ابوهريرة په روايت سره حديث دى چي نبي صلى الله عليه وسلم وفرمايل: «خروج الآيات بعضها على إثر بعض، يتتابعن كما تتابع الخرز في النظام»  
 ترجمه: ددې غټو علامو ښکاره کېدل به داسي وي چي ځيني به يې په ځينو پسي متصلي وي،  پرلپسې به وي لکه په تار کښي چي دانې يوه په بلي پسي متصلي پېيل سوي وي. 

 اوپه دې علامو کښي  ځيني داسي دي چي له ظهور څخه  يې  وروسته دتوبې دروازه تړل کيږي، نو پکار داده چي موږ په هر وخت  کښي توبګار واوسو او له الله جل جلاله څخه بخښه وغواړو لکه څنګه چي به نبي صلى الله عليه وسلم په ورځ کښي لږ تر لږه (١٠٠)  واري (( استغفرالله واتوب اليه )) ويل، رب العالمين دي توفيق راکړي.

 حافظ محمد جاويد ادبيار

Recommended Articles