لیکنه ـ ریاض مقامزی
په پرمختللو ټولنو کې مېرمنې له نارینه وو سره اوږه په اوږه د خپل هېواد او ټولنې د پرمختګ لپاره کار کوي. مېرمنې نیمه نړۍ تشکیلوي او ددوی مشارکت د ژوند په ټولو چارو کې خورا مهم دی. که دوی ته د زده کړو او دندو اسانتیاوې برابرې شي، نو کولای شي آن هېوادونه رهبري کړي؛ تر ټولو ښه بېلګه یې "انګیلا میرکل" کېدای شي. راځئ ددې پیاوړې مېرمنې پر ژوند او هڅو لا ډېر پوه شو.
میرکل څوک ده؟
انګیلا میرکل د المان په تاریخ کې لومړنۍ ښځينه صدراعظمه (لومړۍ وزیره) شمېرل کېږي. د نوموړې بشپړ نوم "Angela Dorothea Merkel" دی؛ خو نږدې ټوله نړۍ یې د "انګیلا میرکل" په نوم پېژني. د نوموړې تخلص هم یوه کیسه لري. وړاندې له دې چې واده وکړي، تخلص یې "کاسنیر" و. خو په پوهنتون کې د "اولریش میرکل" په نوم له یوه هلک سره معرفي شوه او په "۱۹۷۷م" کې له نوموړي سره تر واده وروسته یې خپل تخلص "میرکل" ته بدل کړ. په داسې حال کې چې ددوی ګډژوند ډېر دوام و نه کړ او سره جلا شول؛ خو تخلص یې تر اوسه هم هماغسې پاتې دی.
د المان دا پیاوړې سیاستمداره او د اروپا د بیا رغونې اتله د "۱۹۵۴ز" کال د جون په اوولسمه نېټه د جرمني په هامبورګ کې وزېږېده. نوموړې د برلین دېوال تر نړېدو وروسته په "۱۹۸۹م" کال کې د سیاست نړۍ ته مخه کړه او ډېر ژر یې شهرت وموند. د سخت کار او ښه فکر له امله یې وکولای شول په "۲۰۰۵م" کال کې د المان د صدارت چوکۍ ترلاسه کړي. له نږدې شپاړلس کاله بریالي ماموریت وروسته اوس ددې وخت دی، چې چوکۍ خپل ځايناستي ته پرېږدي.
د میرکل زده کړې
"میرکل" لا کوچنۍ وه، چې کورنۍ یې شرقي المان ته کډواله شوه او نوموړې په یوه اطرافي سیمه کې لویه شوه. ویل کېږي، چې په ماشومتوب کې پر زینو له ختلو وېرېده؛ خو په ښوونځي کې به یې همېشه لومړۍ درجه خپلوله. نوموړې غوښتل چې د خپلې مور په څېر ښوونکې شې؛ خو داسې و نه شول.
وروسته له ښوونځي یې په "لیپزیگ" پوهنتون کې د فزیک په برخه کې زده کړې وکړې. له پر له پسې زده کړو وروسته یې په "۱۹۸۶م" کال کې خپله دوکتورا ترلاسه کړه.
شخصي ژوند
لکه څنګه چې مو وړاندې وویل د ميرکل مور یوه ښوونکې وه او پلار یې کشیش و. نوموړې د خپلې کورنۍ لومړنۍ اولاد ده. میرکل دوه ځلې واده کړی. لومړی یې له "اولریش میرکل" سره په "۱۹۷۷م" کال کې واده وکړ؛ خو له پنځه کلن ګډ ژوند وروسته په "۱۹۸۲م" کې سره بېل شول. دویم ځل یې له "یواخیم زاور" سره په "۱۹۹۸م" کې واده وکړ او تر اوسه ګډ ژوند لري. باید ووایم، چې میرکل له دواړو ودونو څخه کوم اولاد نه لري. خو اوس د خپل دویم خاوند له دوو زامنو او خپل خاوند سره ژوند کوي (زاور له انګیلا میرکل وړاندې بله مېرمنه درلوده.)
د میرکل په اړه ځيني نور جالب معلومات
- ویل کېږي یوه ورځ ترې خبریال وپوښتل، ولې تل تکراري جامې اغوندې؟ ویې ویل: زه ماډله نه یم، بلکې د دولت کارمنده یم.
- میرکل په اشپزۍ کې هم ښه وړتیا لري. په ځانګړې توګه د الوچو خوندور کېک چمتو کولای شي. ملګري یې هم د نوموړې د اشپزۍ ستاینه کوي.
- له خپل دویم خاوند سره یې اړیکې ګونګې دي. هغه له میرکل سره ډېر کم لیدل کېږي او له ټلویزیونونو سره مرکې هم نه کوي. په "۲۰۰۵م" کال کې خو آن د میرکل د لوړې په مراسمو کې یې هم ګډون نه و کړی.