څنګه د خولې بد بوی له منځه یوسو؟

i
imranghani
Author
Oct 25, 2021
4 years ago
3,854 views
څنګه د خولې بد بوی له منځه یوسو؟

 
ليکنه: شکېبا نادري، څنګه د خولې بد بوی له منځه یوسو؟

انسان یو ټولنیز موجود دی او نه شي کولای د ټولنې له وګړو او ټولنیزو اړيکو څخه پرته ژوند وکړي، دوی اړ دي چې له یو بل سره خبرې او تګ راتګ وکړي، دودونو وپالي، د یو بل په غم او ښادۍ کې شریک شي، له همدې امله دوی د یو بل مرستې ته اړتیا لري، ځکه ټول انسانان د یو بل له مرستې پرته ژوند نه شي کولای، خو ځینې انسانان داسې ستونزې لري چې له هغوی سره د اړيکې ساتل ستونزمنې کېږي، لکه د خولې بوی دا هغه ستونزه ده چې ډېری خلک یې لري دا ستونزه ګڼ شمېر لاملونه لري، هغه کسان چې دا ستونزه لري له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي دوی نه شي کولای له یو کس سره راحت او مخامخ خبرې وکړي، نه شي کولای دا ستونزه له بل کس سره شریکه کړي او د شرم احساس کوي. 

موږ په دې لیکنه کې د دې جدي او ناوړې ستونزې د له منځه وړلو لپاره څو غوره او اسانه لارې درښیو هیله ده چې لیکنه تر پایه ولولئ! 

۱. د لیمو اوبه

د لیمو د اوبو د نورو ګڼ شمېر ګټو تر څنګ یوه ګټه دا ده چې د خولې د بدبوی په له منځه وړلو کې اړینه ونډه لري. په یو ګیلاس اوبو کې د لیمو یوه کاشوغه اوبه واچوئ او د څو شېبو لپاره یې په خوله کې ونیسئ ډېر ژر به مو د خولې خوند سم او بدبوی به یې له منځه لاړ شي. 

۲. د مالګې اوبه 

د مالګې اوبه د مېکروب ضد دي تر سره کوي، هغه کسان چې خوله یې بدبوی لري باید هر سهار لږ مالګه په اوبو کې واچوي او خپله خوله پرې ووینځي.

۳. شین چای

شین چای هم د خولې د بدبوی په له منځه وړلو کې ګټور دی، کله مو چې حس وکړ چې خوله مو بد بوی کوي، نو یوه پیاله شین چای وڅښئ ډېر ژر به مو د خولې بد بوی ورک شي.

۴. د مڼو خوړل

مېوې د بېلابېلو ویټامینونو درلودونکې دي، خوړل یې د انسان لپاره ډېرې ګټې لري، له هغو ګټه څخه یې یوه هم دا ده چې د خولې بدبوی له منځه وړلای شي.

۵. د اوبو څښل

هغه کسان چې خوله یې بد بوی کوي باید تل ډېرې اوبه وڅښي، ځکه د خولې د بوی یو لامل د خولې وچېدل دي، د دې لپاره چې خوله یې وچه نه شي باید ډېرې اوبه وڅښي تر څو د خپلې خولې د بد بوی مخه ونیسي. 

۶. د مستو خوړل

د مستو تر ټولو اړینه ځانګړنه دا ده چې په اسانۍ سره کولای شي ناسمې باکټریاوې له منځه یوسي او د خولې د بد بوی مخنیوی وکړي.

۷. د نعنا ژدوېل

کله چې کومې مېلستیا کې وئ او حس مو وکړ چې خوله مو بد بوی کوي تر ټولو اسانه او غوره لار دا ده چې څو د نعنا پاڼې وژدوېئ دا کړنه به مو د خولې بد بوی په چټکۍ سره له منځه یوسي.

د دې ټولو خوراکونو ترڅنګ ډېر داسې نور خوراکونه او کړنې شته چې کولای شي د خولې بد بوی له منځه یوسي، خو تر ټولو اړینه کړنه د غاښونو پاک ساتل دي، هغه کسان چې له هر ځل خوراک څخه وروسته خپل غاښونه وینځي هېڅکله د غاښونو په درد نه اخته کېږي او خوله یې بد بوی نه کوي، خو د ځینو خلکو خوله د پاک ساتلو تر څنګ هم بد بوی کوي، په داسې حال کې باید ډاکټر ته ورشي او خپله درملنه دې پیل کړي.

Related Articles

Feb 25, 2021
2,512 views

ولې د فبرورۍ 21مه نېټه د مورنۍ ژبې نړېواله ورځ ټاکل شوې ؟

د مورنۍ ژبې نړېوالې ورځې نظرېه او نوښت د بنګلدېش د تاريخ سره مخامخ اړيکه لري او د همدې هېواد په غوښتنه رامېنځ ته شوې ده . 1947 کال کې له برتانوي هند څخه ېوه برخه جلا او د پاکستان نوم پرې کېښودل شو چې اوسنی بنګلدېش هم د همغه نوي هېواد ېوه برخه وه او خ...

Nov 15, 2021
2,784 views

ابن عربي څوک و؟

د اسلامي نړۍ لوړپوړی فلسفې عارف او عالم ابوبکر محمد ابن عربي چې په شېخ الاکبر او محی الدين هم مشهور دی، په لوېديخ کې د ابن افلاطون په نامه پېژندل کېږي. ابن عربي په کال  ۵۶۰ قمری کې د اوسنۍ اسپانيا په مورسيا کې د مخور صوفي او عالم علي بن محمد په کور ک...

Apr 22, 2022
2,454 views

د قدر شپه څه وخت ده؟

لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري د قدر شپه څه وخت ده؟    د قدر شپه یعنې هغه فرصت چې اللهﷻ د خپل فضیلت او لورینې له امله د خپلو بندګانو د ګناهونو او بښنې لپاره ورکړی دی، تر څو دوی په دغې مبارکې شپې کې عبادت وکړي او ګناهونه یې وبښل شي. موږ په نننۍ لی...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,533 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,104 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,899 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...