لیکنه ـ ریاض مقامزی
کله چې د ناروغيو نومونو اخلو ورسره سم مو د واکسین نوم هم ذهن ته راځي. اصلا واکسین د ناروغيو پر وړاندې د مبارزې يوه غوره وقایوي هڅه ده. په وروستيو څو کلونو کې د اکثرو ناروغيو لپاره واکسینونه جوړ شوي دي او لا هم هڅې روانې دي، چې نور واکسینونه هم برابر شي. تر څو د هغو ناروغيو مخه ونیول شي، چې انساني ژوند ګواښي. تاسو به په دې لیکنه کې د واکسین په اړه لا ډېر پوه شئ.
لنډه تاریخچه
چینایانو د لومړي ځل لپاره په لسمه میلادي پېړۍ کې د واکسینونو لومړنۍ بېلګې کشف کړې. وروسته په "۱۷۹۶ز" کال کې "ادوارډ جنر" پوه شو، چې په "غوا" کې د "چیچک" ناروغۍ ضعیفه بڼه کولای شي انسان له دې ناروغۍ وژغوري. د نوموړي دا څېړنې تر دوو کلونو خپره شوه. په دې توګه د لومړي ځل لپاره د یوې مشخصې ناروغۍ واکسین جوړ شول. له دې کبله د واکسین نوم هم له لاتیني "واکا" یعنې "غوا" څخه اخیستل شوی.
واکسین څه شی دي؟
که څه هم واکسین ډېر پخوا کشف شوي؛ خو د کرونا له خپرېدو سره سم "واکسین" یو ځل بيا د ټولو خلکو د پام وړ وګرځېد او هڅې پیل شوې، چې د کرونا ضد واکسین جوړ شي. په پایله کې همداسې وشول او د درملو جوړولو څو لویو کمپنیو واکسینونه جوړ کړل.
واکسین بدن ته دا وړتیا ورکوي، چې د ځانګړې ناروغۍ پر وړاندې مبارزه وکړي. په دې معنا چې د "کرونا" واکسین، د کرونا ضد، د زېړي واکسین د "زېړي" ضد دي او نور واکسینونه هم د مشخصو ناروغيو مخنیوی کوي.
شاید تاسو ته هم پوښتنه پیدا شوې وي، چې واکسین له څه شي جوړېږي؟ د واکسینو قطرات اصلا د ناروغۍ رامنځته کوونکو موادو څخه جوړېږي؛ خو په دې توپیر چې دا یې کمزورې شوې بڼه وي او د ناروغۍ د رامنځته کولو پر ځای د ناروغیو مخنیوی کوی. په دې معنا چې بدن ته د ناروغۍ پر وړاندې د مقابلې توان ورکوي. یعنې بدن تحریکوي، ترڅو د ناروغۍ مقابله وکړي.
واکسین څنګه جوړېږي؟
کله چې بدن ته ناروغي زېږوونکي عوامل (میکروب، وایروس، قارچ او ...) ورسېږي؛ نو سمدستي بدن غبرګون ښيي. د ناروغۍ پر وړاندې د مقابلې لپاره انتي باډي جوړوي او ناروغي له منځه وړي.
همدې ټکي ته په کتو واکسین هم جوړېږي. د ناروغۍ پیدا کوونکي (عامل) کمزورې شوې بڼه بدن ته د قطرو او ستنو له طریقه داخلېږي. په دې توګه بدن انتي باډي جوړوي او د ناروغۍ مخه نیسي. البته د ناروغۍ د عامل ترڅنګ ځينې نور مواد هم له واکسینونو سره ګډېږي.