د اسفرزه (سپغولو) روغتيايي ګټې

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 03, 2021
4 years ago
4,980 views
د اسفرزه (سپغولو) روغتيايي ګټې

 ژباړه ـ وړانګه اکبر

 سپغول د پلانټاګو د کورنۍ بوټي د سریښناکې مادې د تولید لپاره کارول کېږي. سپېغول (psyllium) ډېری وخت د قبضیت او منځنۍ کچې اسهال لپاره د غذایي فایبر په حیث استعمالېږي او کله کله د ډکو بولو د کلکولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. د psyllium سره معمولا د حساسیت پېښې هم مله وي. هغه وګړي چې د وینې لوړه اندازه کولسټرول لري که چېرې په خپل غذایي رژیم کې تر درېیو اوونیو پورې له سپېغول څخه کار واخلي د وینې د کلېسټرول په کمولو کې ونډه لري او هغه کسان چې د شکرې یا diabetes د دویم ډول لرونکې دي په دوی کې د وینې بوره یا ګلوکوز ښکته کوي. که چېرې سپېغول تر اوږد وخت لکه میاشتو پورې وکارول شي د وینې د سيسټولیک فشار په کمولو کې هم برخه اخلي. د سپېغولو بوټی ډېری په هغه سیمو کې چې وچ او سوړ اقلیم ولري ښه حاصل ورکوي خو په شمالي هندوستان کې هم کرل کېږي او حاصل ورکوي.

 

 د استعمال ځایونه

 خواړه: سپېغول (psyllium) د آیسکریم د کلکولو یا د ایسکریم د قوام د کلکولو لپاره کارول کېږي. ځینې داسې نور غذایي توکي هم شته چې د قوام د کلکولو لپاره یې له سپېغول یا د سپېغول له پوستکي کار اخیستل کېږي.
 د انسان روغتیا: سپېغول په اصل کې دیوې چسپناکې مادې او د حل وړ غذایي فایبر په توګه کارول کېږي. کوم چې د وړو کولمو په واسطه نه جذبېږي. د سپېغول خالص میخانیکي عمل داسې دی، چې هغه اضافه اوبه یا مایعات چې د نارمل تغوط په وخت کې تنبه کېږي هغه جذب کړي. دې ته ورته دا درمل د "laxative"  په ډول هم کارول کېږي. دا "Laxative" هغه درمل دي چې د قبضیت په له منځه وړلو کې ورڅخه کار اخیستل کېږي؛ نو داسې ویلای شو چې "psyllium" د قبضیت او اسهال دواړو په درملنه کې کارولای شو. د psyllium  لکزیټیف ځانګړنې فایبر ته نسبت ورکول کېږي چې اوبه جذبوي او وروسته د ډکو متیازو د نرمېدو لامل ګرځي په ځینو پېښو کې د ګاز د زیاتوالي سبب هم ګرځي.
 دوینې لوړه اندازه کولېسټرول: کلینیکي څېړنې داسې څرګندوي چې که د psyllium اووه ګرامه او یا له اووه ګرامه څخه لږه اندازه زیات د ورځې له خوا واخیستل شي نو د وینې د کولېسټرول او د low density lipo protein  په کموالي کې رول لري. که چېرې کولېسټرول اوlow density lipo protein په وینه کې لوړ وي نو د زړه د اکلیلي سرو رګونو د ناروغیو لامل کېږي.
 د ډیابېټ یا شکرې په ۲ ډول کې: د سپېغولو پوستکی کېدای شي د هغو ناروغانو لپاره چې د ډیابټ دویم ډول لري یوه ممکنه روغتیايي حل لاره وي ځکه دا درمل د دویم ډول ډیابیټ د خطري فکتورونو په کمولو کې رول لري.
 د وترنري درملو په موخه: د psyllium غذایي فایبر کېدای شي چې د وترنرۍ په درملو کې هم ورکارول شي تر څو په آسونو کې د sand impaction  درملنه ترسره شي.

 

 د سپېغول زیانونه یا اړخیزې اغېزې

  •  که چېرې سپېغول د کافي اندازه اوبو سره و نه کارول شي نو د ډکو میتیازو د بندېدو او قبضیت سبب ګرځي.
  •  دا درمل شونې ده چې په کولمو کې دګاز د زیاتوالي لامل وګرځي.
     تر ټولو خطري اغېزه یې چې د کولمو بندوالی او د ستوني غلیظ کېدل دي  هغه وخت رامنځته کېږي چې پرته له اوبو وکارول شي.
  •  سپېغول کېدای شي چې د حساسیت یا الرژي لامل شي یا کېدای شي چې د یو قوي انشاق شوي الرژن په توګه عمل ترسره کړي چې د سابندښت یا استما سبب شي. هغه ناروغان چې د سپېغولو له امله ورته حساسیت پېدا شوی ۱۳.۸ سلنه یې د IGE انټي باډي له حساس کېدو سره مخ شوي وو او ۸.۶ سلنه یې د سپېغولو سره کلینیکي الرژي ښودلې وه. هغه کارګران چې د سپېغولو له تولید سره تړلی کار ترسره کوي په هغو کې د IGE انټي باډي حساس کېدل او د ساه بندښت نښې لیدل شوي.

Related Articles

Dec 11, 2021
4,112 views

آیا د کرونا واکسین رښتیا هم د نارینه وو جنسي وړتيا کمزورې کوي؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی   په دې وروستیو کې د کرونا ضد واکسینونو په اړه بېلابېلې اوازې خپروې شوي دي، چې ډېری یې په جنسي اړیکو پورې اړه لري. یو له دې اوازو څخه دا ده، چې ویل کېږي د کرونا ضد واکسین د نارینه وو سپرم کمزوري کوي او دوی له شنډوالي سره مخ کوي....

May 28, 2021
2,209 views

د لرغوني يونان خلک او ټولنه

ژباړه ـ ریاض مقامزی  د یونان پېژندنې لړۍ په دې لیکنه کې به د لرغوني يونان پر ټولنې او خلکو مفصلې خبرې وشي؛ د لیکنې تر پایه به پر ډېرو نوو خبرو پوه شئ. دا ستاسو په پوهه کې يوه ښه اضافه ده.   خلک او ټولنه د لرغوني یونان ټولنه مختلفو فکټورنو ته په ک...

Dec 28, 2021
2,316 views

! هغه لاملونه چې نارینه باید له یو ښه ساعت څخه ګټه واخلي

لیکنه: شکېبا نادري هغه لاملونه چې نارینه باید د یوه ښه ساعت څخه ګټه واخلي!   په پخوا وختونو کې به خلکو له ساعتونو څخه ډېره ګټه اخیستله، خو د موبایلونو د ډېرېدلو سره له ساعتونو څخه ګټه اخیستل ورځ تر بلې مخ پر کمېدو دي، خو هغه کسان چې غواړي منظم او...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,229 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,016 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,685 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...