د حرا غار

i
imranghani
Author
Nov 13, 2021
4 years ago
2,443 views
د حرا غار

لیکنه: شکېبا نادري، د حرا غار

 سعودي عربستان چې د اسلام د دین د سپېڅلو ځایونو مرکز یې بللای شو، دا هېواد د مسلمانانو لپاره یو با ارزښته هېواد دی په ځانکړي توګه په دې هېواد کې د مکې او مدینې ښارونه چې د اسلام د دین بنسټ پکې اېښودل شوی دی او د اسلام دین له همدې ځایونو څخه پیل او د نړۍ تر ګوډ ګوډ پورې ورسېد موږ په تېرو لیکنو کې د اسلام د دین د ډېرو سپېڅلو ځایونو په اړه معلومات در کړل. په نننۍ لیکنه کې غواړم تاسو ته د حرا غره په اړه معلومات درکړو که غواړئ چې د حرا غره په اړه مو خپل معلومات زیات کړئ زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

د حرا د غار موقعیت

 

حرا غار چې د مکې معظمې په شمال ختیځ کې د ثبیر غره ته مخامخ موقعیت لري، هغه غر دی چې په لومړي ځل په همدې ځای کې پر حضرت محمد ﷺ وحې شوې وه.

 

 د حرا غار د شهرت لامل 

دا غار ځکه دومره مشهور دی چې له بعثت څخه مخکې به حضرت محمد ﷺ هر کال په یوازې توګه د یو څه مودې لپاره په همدې غار کې عبادت کاوه سربېره پردې حضرت مُحَمَّد ﷺ د لومړي ځل لپاره په همدې ځای کې په پیغمبرۍ معبوث شو، د حرا غار چې د مکې په څلور تر شپږو کیلو مېټرۍ کې موقعیت لري، څېړونکي وایي چي دا غر د عرفات او طایف غرونو سره ګډه پوله لري، د حرا غر د غره له څوکې څخه پنځوس مېټره ښکته موقعيت لري او پینځه کسان پکې ځایدلای شي. 

د دې غار د حیرانتیا یوه نښه دا ده چې وروستۍ برخه یې د الحرام جومات یا مکې خواته ده او مخ یې د بیت المقدس خواته دی، د دې غار خوله یا دروازه داسې جوړښت لري چې یو متوسط ونه لرونکی کس پکې دننه کېدلای شي، د حرا غار دننه د سهار له لمر ختلو څخه د مازدیګر تر لمر لوېدو پورې بشپړ لمر لري. 

ځینې څېړونکي د حرا غار د ثور له غره (هغه غر چې حضرت مُحَمَّد ﷺ د هجرت پر مهال پناه وروړې وه) سره غلطوي، خو دا دوه غرونو له یو بل څخه بېخي بېل دي، داسې هم ویل کېږي چې ادم (ع) د لومړي ځل لپاره کعبه شریفه له پینځو غرونو څخه جوړه کړې وه چې له دې غرونو څخه یو هم د حرا غر دی. 

دا غار د جاهلیت پر مهال هم د درناوي وړ و او د هغه مهال په ډېری شعرونو کې له دغه غره څخه یادونه شوې ده لکه، د عوف بن احوص، ابي طالب(د حضرت مُحَمَّد ﷺ د کاکا) او داسې نورو شاعرانو په شعرونو کې ورڅخه یادونه شوې ده. 

لومړی کس چې په حرا غار کې  اعتکاف ته کېناست عبدالمطلب د حضرت مُحَمَّد ﷺ نیکه و، په حرا غره کې د حضرت مُحَمَّد ﷺ معجزه هغه وه چې حرا غار د ده پر امر حرکت وکړ او بېرته د ده پر امر په خپل ځای ودرېد.

 حرا غر د نړۍ د ټولو مسلمانانو لپاره یو ځانګړی او پاک ځای دی ټول حاجیان یې لیدو ته ورځي او هلته دعاګانې کوي، ځکه چې زموږ د خوږ پیغمبر حضرت مُحَمَّد ﷺ د دعا او عبادت ځای همدا غار و، تل به یې په همدې ځای کې عبادت کاوه. په ځانګړي توګه د روژې په میاشت کې به یې خپل ډېر وخت په همدې غار کې د اللهﷻ په عبادت تېراوه.

Related Articles

Dec 05, 2020
4,202 views

پر انټرنيټ روږدی کېدل؛ علایم او حللارې

د ټيکنالوژۍ چټک پرمختګ دې ته اړ کړي یو، چې وخت نا وخت انټرنيټ ته مراجعه وکړو. له تازه پېښو، تحولاتو، پرمختګونو، انکشافاتو او علمي لاسته راوړنو څخه د خبرېدو لپاره کوښښ کوو، چې فیسبوک او نورو خبري ويبسايټونو ته داخل شو.  همدارنګه په لرې هېوادونو کې د م...

Sep 11, 2022
1,393 views

د صدارت پر مهال د محمد موسى شفېق لاسته راوړنې او تېر وتنې

پوهنوال مست علي ( نــيازى ) ښوونې او روزنې پوهــنځى تاريــــــــــــخ څانګې استاد  د صدارت پر مهال د محمد موسى شفېق لاسته راوړنې او تېر وتنې ١٣٧٢ ل کب ٢٢ مه _ ١٣٥٢ ل کال د چنگاښ ٢٦ مه لنډيز محمد موسى شفېق د مولوي محمد ابراهيم کاوي زوى په ١٣١٠ ل...

Jul 14, 2020
2,785 views

پرېوتی سينګاپور چا په پښو ودراوه ؟

نوم ېې (لي کوان يو ) او په کال 1926 م د سينګاپور په ېوې چينايي کورنۍ کې زېږېدلی و . مور او پلار ېې د برتانوي کلتور د څېړنې په برخه کې کار کاوه ، هغوي د سينګاپور د دوه مختلفو سيمو وو او په دوه بېلو ژبو ېې خبرې کولې . دا چې هغوي (د لي کوان مور او پلار...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,673 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,128 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,985 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...