پر انټرنيټ روږدی کېدل؛ علایم او حللارې

R
Riaz Muqamzai
Author
1 min read
4,577
پر انټرنيټ روږدی کېدل؛ علایم او  حللارې

د ټيکنالوژۍ چټک پرمختګ دې ته اړ کړي یو، چې وخت نا وخت انټرنيټ ته مراجعه وکړو. له تازه پېښو، تحولاتو، پرمختګونو، انکشافاتو او علمي لاسته راوړنو څخه د خبرېدو لپاره کوښښ کوو، چې فیسبوک او نورو خبري ويبسايټونو ته داخل شو. 
 همدارنګه په لرې هېوادونو کې د ملګرو او کورنۍ د غړو احوال اخیستل هم ددې سبب شوی، چې له انټرنيټ سره وصل شو. ددې ترڅنګ ځينې نور عوامل هم شته، چې موږ له انټرنيټ سره تړلي ساتي.
 انټرنيټ سره دومره ډېر تړاو ددې سبب شوی، چې موږ پرې روږدي شو. همدې چارې ګڼ شمېر ټولنيز او روغتيايي ستونزې زېږولي دي.
 موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې، چې تاسو ته پر همدې موضوع وغږېږو او وضاحت درکړو. 

 انټرنيټي اعتیاد څه ته وایي؟ 
 که تاسو له انټرنيټ څخه ډېره ګټه اخلئ، دا پر انټرنيټ د روږدي کېدو معنی نه لري، تر هغې چې له انټرنيټ څخه ګټه اخيستنه ستاسو ورځنۍ چارې له خنډ سره مخ نه کړي، پر انټرنيټ روږدي نه يئ. خو که تاسو له انټرنيټ څخه د ډېرې ګټې اخيستنې له کبله خپل وخت ضايع کوئ دا پرته له شکه ډېر زیان لري.
 په ټوليزه توګه کولای شو، انټرنيټي اعتياد په مختلفو برخو وويشو، مشهور یې عبارت دي له:
 ـ پر آنلاین ګيمونو روږدي کېدل (لکه پبجي او ځينې نور)
 ـ د اطلاعاتو ډېر لټون
 ـ په غير اخلاقي ویډيوګانو پسې لټون
 ـ آنلاين خریداري کول، یا هم قیمار
 ـ ټولنيزو رسنيو باندې روږدي کېدل (فیسبوک، انسټاګرام او ...)

 د انټرنيټي اعتياد علایم څه دي؟
 پر انټرنيټ د روږدي کېدو نخښې او علايم کولای شوو په دوو ډلو (جسمي او روحي) تقسیم کړو.

 روحي علایم
 ـ خفګان
 ـ دروغ ويل
 ـ د ګناه احساس کول
 ـ وېره
 ـ له انټرنيټ څخه د کار اخيستنې په وخت کې د خوښۍ احساس کول
 ـ د کاري لومړيتوبونو په پېژندلو کې ستونزه 
 ـ يواځېتوب
 ـ د وخت ارزښت ته پاملرنه نه کول
 ـ له کار کولو څخه ډډه

 جسمي علایم
 ـ د ملا درد
 ـ سر درد
 ـ بې خوبي
 ـ نامناسبه تغذيه
 ـ د ورمېږ درد
 ـ د سترګو د دید ستونزه
 ـ د وزن ډېروالی یا کمښت

 حللاره
 تر هر څه لومړی باید تاسو ومنئ چې پر انټرنيټ روږدي یئ. که تاسو دا خبره نه منئ نو هېڅکله یې د حل لپاره اقدام نه کوئ. که څه هم یوه ځانګړې درملنه ددې ستونزې لپاره نشته مګر ځينې لارښوونې ستاسو مرسته کولای شي. 

 ۱. قوي اراده
 تاسو باید قوي اراده وکړئ، چې د انټرنيټ کارول به کموئ. همدا تر ټولو ښه لاره کېدای شي. مګر باید بدیل ولرئ که تاسو انټرنيټ نه کاروئ نو څه به کوئ؟ تر ټولو ښه خبره دا ده، چې د انټرنيټ وخت مو مطالعې ته ورکړئ. 

 ۲. ځان بوخت کړئ
 کوښښ وکړئ ځان بوخت وساتئ. مطالعه، د کور کارونه، له ملګرو سره لوبې، تفکر، چکر او ځينې نورې لارې چارې تاسو ډېر بوخت ساتلی شي. 

 ۳. مهالوېش جوړ کړئ
 دا باید ومنو، چې د انټرنيټي اعتیاد څخه ژر خلاصون اسانه خبره نه ده. نو باید د یو مهالوېش په درلودلو سره د انټرنيټ کارول په تدريجي توګه کم کړئ. 

 ۴. له کورنۍ سره وخت تېر کړئ
 له کورنۍ سره د وخت تېرول یوه ښه لاره ده، چې تاسو له انټرنيټ څخه لرې اوسئ. هڅه وکړئ خپل ډېر وخت له کورنۍ، مور او پلار، مېرمنې او ماشومانو سره تېر کړئ. 

Related Articles

3 articles
Jun 23, 2022
4,163 views

کوچني او د منځني کچې کاروبارونه؛ پېژندنه، ستونزې او اوس‌مهال يې اړتیا

کوچني او د منځني کچې کاروبارونه؛ پېژندنه، ستونزې او اوس‌مهال يې اړتیا  عبدالوافي نایبزی   دا خبره نوره بېخي واضېح ده، چې خصوصي سکټور Private Sector د افغانستان د اقتصاد د ماشین رول لري، کوچني او منځني تشبثات یا SMEs بیا د دې خصوصي سکټور د ملا تير...

Jul 06, 2021
3,869 views

څو جملې څو کتابه (۳)

لیکنه ـ ریاض مقامزی د لیکنو ددې لړۍ موخه یوازې او یوازې د "کتابتون ویبپاڼې" د لوستونکو فکري وده ده. لکه څنګه چې پوهېږئ، د فکري ودې او پرمختګ لپاره تفکر یو اړين فکټور ګڼل کېږي، نو ځکه ددې لیکنو جوړښت هم په داسې ډول عيار شوی، چې لوستونکی په کې خپل ځان...

Jul 23, 2022
2,132 views

دا کړنې مو شخصیت او حیثیت ته زیان رسوي

که غواړئ شخصيت او حیثیت ته مو زیان و نه رسېږي؛ نو له دې کړنو څخه ځان وساتئ. • همېشه د نورو په شخصي ژوند کې مداخله کول.• په ناڅاپي ډول د نورو خبرې پرې کول.• ناپاک ګرځېدل.• کله چې څوک حاضر نه وي ورپسې خبرې کول. • همېشه په لوړ غږ خندل او ټوکې کول.• پوچ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
37,890 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
31,820 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
30,952 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article