To start downloading books
Please log in or register your account

Login Register
د غوسې اجتماعي او روغتيايي زیانونه

د غوسې اجتماعي او روغتيايي زیانونه

1,124
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2021-11-13 23:00:13

لیکنه ـ فاطمه اعظم

قهر او غوسه تر هغه مخکې کنټرول کړئ، چې پر ژوند مو حاکم شي. د کنټرول وړ غوسه د ځينو ناوړه پېښو او خبرو په مقابل کې د بدن يو طبيعي عکس العمل دی؛ خو له حده زيات قهر او غوسه په ژوند کې د لويو ستونزو سبب کيږي. دغه ډول غوسې ته د ناروغۍ يو حالت ويلی شو چې ځان بايد ترې وساتو. 

 د قهر او غوسې زیانونه

د انسان ټولنيز شهرت زيانمنوي، له کورنۍ، ملګرو او همکارانو سره یې اړيکې خرابوي، د سمې پرېکړې واک ترې اخلي، کاروبار ته يې زيان اړوي، له داخلي سکون، دماغي ارام او خوښي مخه يې نيسي او احساسات يې بې توازنه کوي، نويو څېړنو ښودلې ده چې عمر هم لنډوي. 
 غوسه د انسان خوشالي وژني او ديوې ثانیې قهر په بدل کې ۳۰ ثانیې خوشالي له منځه ځي. همدا راز زړه ته تاوان اړوي، د وينې فشار لوړوي، د بدن دفاعي سيستم کمزوری کوي او د انسان څېره بدرنګوي. 
 قهر ځکه په زړه ناوړه اغېزه کوي چې له امله يې په بدن کې د اډرينالين او کورتيزون هورمونونه افرازېږي چې د زړه ضربان او چټکتيا زياتوي، ځينو غړو ته د وينې جريان زیاتوي او نورو ته يې کموي.
 د رګونو په منځ کې د سختوالي سبب کېږي چې رګونه تنګيږي ( او د وينې  فشار د همدې امله لوړيږي)، د رګونو د دېوال د تخریب سبب کېږي چې په پايله کې د زړه ناروغۍ رامنځته کوي. 
 د امريکا د زړه ناروغيو په ژورنال کې د ۴۴ څېړنو پر بنسټ د زړه د ناروغيو او منفي/ شديدو احساساتو تر منځ د اړيکو مسٔله ثبوت شوې ده.
 نه کنټرولېدونکی قهر او نور منفي احساسات په روغو خلکو کې ناروغي رامنځته کوي او د ناروغو خلکو ناروغي تشدیدوي. 

 د غوسې فزيکي اغیزې

قهر او غوسه په بدن کې د جګړې يا تېښتې ( Fight or flight ) ميکانيزم فعالوي چې د وېرې، وارخطايي او اضطراب په شان بدن ته د روحي فشار مسؤل هورمونه پمپوي.
 په دې حالت کې دماغو او کولمو ته د وينې جريان کموي او عضلاتو ته یې زياتوي چې دزړه د چټک ضربان،  حرارت او خوَلې کېدو سبب کېږي.
 په اوږده مهال چې د فزیکي او رواني نارغیو سبب کېږي. 
 او همداسې د قهر، غوسې او روحي فشار له امله ازاد شوي کيمياوي مواد او د هغو په پايله کې ميتابوليکي بدلونونه خطرناک روغتيايي عواقب لري چې يو څو يې دا دي: 
 سردردي، د ګېډې د درد په شان هضمي ستونزې، بې خوبي، زياتېدونکی اضطراب، ژور خپګان، د وينې لوړ فشار، د اکزيما په شان جلدي ستونزې، د زړه حمله او دماغي حمله. 
 مخکې له دې چې په  دې خطرناکو ناروغيو اخته شو بايد مخه يې ونيسو.

Recommended Articles