( موضوع سره تړلې زما د ژوند ېوه تجربه )
ډېر کلونه وړاندې مې بلاخره د ماشومتوب د دوران ېو ارمان پوره شو او وتوانېدم چې د سپين غر څوکې ته پورته شم .
کيسه داسې وه چې ېوه ډله کابلي (!) شينواري چې زه هم دې ډله کې وم تر ډېرو کلونو وروسته خپلې ولسوالۍ ( هسکې مېنې) او کلي ته د چکر لپاره ولاړو . تر څو ورځو تېرولو وروسته مو پرېکړه وکړه چې سپين غره ته وخيژو ، ځانونه مو سمبال، ېو ځايي لارښودونکي ملګري راته مخکې او موږ ورپسې شو . کافي اوږد مزل مو وکړ ، له ډېرو درو ، غونډۍ ګانو ، خوړونو او شنو ځنګلونوڅخه تېر او په پای کې غره ته ورنږدې شو .
له کلي څخه غر نږدې ښکاریده خو د ستړي مزل په نتېجه کې پوه شو چې دومره نږدې هم نه دی . کله خو به مو ېو وړوکی غر مخې ته راغی او داسې به ښکارېدل چې بس همدا غر دی او شاته ېې نو انشاالله سپين غر ولاړ دی خو هغې پسې به بل و او هغې پسې هم ېو بل ...
لنډه دا چې تر څو موږ د رښتيني سپين غره لمنې ته رسېدو دې نورو غرونو راڅخه کوچ ويستلي وو .
پای کې د رښتیا ځای ته ورسېدو . دا د سپين غره مخې ته پروت وروستی منځنی غر و او چې پر دې ورواوړو نو شاته ېې سپين غر دی . خو دغه وروستی هم څه عادی غر نه و او ېو نيم ځای کې خو به لکه دېوال ستوغ و او ورختلو ېې ډېر کمال او انرژي غوښتل .
حرکت مو وکړ او تر څو ساعتونو مزل وروسته چې د غره تقريبا دوه پر درې برخه مو وهلې وه ، ېو ځل بېا دمې ته ودرېدو . د ټولو خولې او شونډې وچې وې او په سختۍ مو سا اخيسته ، او همدې وخت کې ېوه جالبه پېښه وشوه چې تر اوسه مې ذهن کې پاتې ده .
متوجې شوم چې لاندی ، غره ته په راختونکې لار ېو دوه کسان پورته راروان دي . واټن دومره و چې نه ښکارېدل څوک دي خو جالبه دا وه چې دغه کسان داسې په هوساېنې ، ټينګو او ډاډه ګامونو راروان وو ، لکه په غر چې نه وي بلکې سمه هواره ځمکه وي .
لنډه دا چې د تمې خلاف دا خلک ډېر ژر تر موږ راورسېدل ، تر څنګ مو تېر او د غره په کږلېچونو کې پناه شول .
موږ هم هغه وخت ډېر حېران شو او تاسې به هم حېران شی که پوه شې چې دا دوه کسان څوک وو . ېوه ېې - یوه مېرمن وه چې د وړو نيمه بوجۍ ېې هم پر سر وه او دوهم ېو څوارلس - پنځلس کلن ځلمکی و چې د وړو بوجۍ دوهمه نيمايي ېې تر شا کړې وه ...
کله چې موږ د همدې غره سر ته ورسېدو ، هلته اوسېدونکي ېو شپون مو هرکلی وکړ ، خپلې ساده غرنۍ حجرې ته ېې دعوت کړو چې له تيږو ( ډبرو) څخه جوړه وه .
څو دقیقو کې همغه زلمکي چې زموږ تر څنګ راتېر شوی و ، په ېخو اوبو او ورپسې زبردسته شين چای ونازولو او بېا ېې ېو ډېره خوندوره غرمه هم راباندې وکړه چې همغې مېرمنې تیاره کړې وه ...
موږ غرونو ته د ختلو او کښېوتلو په لارو کې د نورو ځايي خلکو سره هم مخ شو خو ېو شي چې زه ورته متوجې شوم : زموږ ټول ملګري ډېر ستړي وو ، په سختۍ سره ېې سا اخيسته او خبرې کولې خو ځايي خلک په لاره کې چابک روان وو ، ګپونه ېې ويشتل ، زورورو غږونو به ېې غره کې انګازې کولې او په پوره آرامۍ ېې تنفس کاوه ...
دغه موضوع ماته جالبه وه او غوښتل می پوه شم د غرنېو خلک د قوت اصلي راز په څه کې دی . خو نن مې لاندنۍ لنډه څېړنه ولوسته او سوال مې تقريبا حل شو .
علمي څېړنې ښيي چې د غرونو اوسيدونکي د هواری د خلکو په پرتله داسې ژينيتيکي او عادتي- بدني امتېازات لري چې له مخې ېې اسانۍ سره غرونو کې ژوند کولی شي . د تبېت ( چين کې ېو غرنۍ سيمه ده ) او ځنې نورو غرنېو سيمو پر خلکو تر څېړنو وروسته ثابته شوې چې د دغو خلکو د سږو ( پپړوس -ششونو ) حجم او ظرفېت نسبت نورو خلکو ته زېات دی . همدارنګه په هوا کې د اکسيجن د کمښت په وړاندې د هغوي د وجود غبرګون ( عکس العمل ) هم متفاوت دی : که چېرته موږ د اکسيجن د کمښت په نتېجه کې د سردردۍ ، سرڅرخون احساس ، سابندۍ او د وينې ټيټ فشار سره مخامخ کېږو نو د هغوي بدن لا د پخوا څخه د دغو ستونزو مقابل کې معافېت حاصل کړی او سږي ېې په عادي ډول خپل کار ته دوام ورکوي .