نړۍ څنګه بدله کړو؟

Riaz Muqamzai
Riaz Muqamzai
Author
1 min read
2,713
نړۍ څنګه بدله کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په نړۍ کې د عدالت تامینول، له نورو سره د مرستې کول او یا هم په نړۍ کې مثبت بدلون راوستل د ډېرو خلکو هيله وي؛ خو ډېر کم خلک پر دې "راز" پوهېږي، چې نړۍ څنګه بدله کړي او خپل ذهني سکون څنګه وساتي. ددې راز په پوهېدو سره به تاسو به ډېر آرام یئ او خپل وجدان به مو هېڅکله نا راحته نه کړي.

تاسو همدا اوس دا راز لولئ. ددې راز پر مټ کولای شئ، نړۍ بدله کړئ؛ خو په دې شرط چې ددې لیکنې پر اصلي مفهوم پوه شئ او پر لارښوونو یې عمل وکړئ. راځئ چې دا "راز" درته ووایم.

حکایت دی، چې پر یوه قبر لیکل شوي وو: "چې ماشوم وم، غوښتل مې نړۍ بدله کړم. کله چې عمر مې لږ ډېر شو، نړۍ راته لویه ښکاره شوه او د خپل ملک د بدلون په فکر کې شوم؛ څو کلونه وروسته ملک هم لوی راښکاره شو. په پاخه عمر کې مې فیصله وکړه، چې کورنۍ به مې بدلوم؛ خو اوس چې د قبر پر څنډه ولاړ یم پوه شوم، چې که په اوله ورځ مې ځان بدل کړی وای، نو د نړۍ بدلون به ممکنه شوې وای."

که ددې کیسې اساسي موخې ته ځير شو، ډېرې مهمې خبرې راته لري. انسان د نړۍ بدلون پر ځای باید د ځان بدلون ته فکر وکړي او په دې توګه کولای شي ټولې نړۍ ته هم بدلون ورکړي. زه پخپله پر دې باور یم، چې د نړۍ (د ځمکې کره) ترڅنګ نورې کوچنۍ نړۍ هم شته. ویلای شم هر انسان پخپل ځانته یوه کوچنۍ نړۍ لري، چې په دې کې ددې شخص ذوقونه، هیلې، اړیکې او نور مسایل شاملېدای شئ. د ځان بدلون د همدې نړيو بدلون هم دی او د لویې نړۍ بدلون هم پکې راتلای شي. د ښه وضاحت لپاره دا څو مثالونه راوړو.

مثلا تاسو د ځان بدلون ته کار کوئ او په اقتصادي لحاظ پخپلو پښو ودرېدئ. له دې وروسته تاسو کولای شئ، چې پخپلو مصارفو یو ښوونځی جوړ کړئ او په دې توګه د نړۍ په بدلون کې برخه اخلئ. همدارنګه مدرسې، کلینکونه او نور عام المنفع ځايونه هم جوړولای شئ. یا هم تاسو ښې زده کړې وکړئ او هڅه کوئ، نورو ماشومانو ته تدریس وکړئ او هغه څه نورو ته انتقالوئ، چې ستاسو زده دي، په دې توګه د نړۍ په بدلون کې برخه اخلئ. یا هم تاسو په اخلاقي لحاظ ډېر خوش اخلاقه یئ او نور خلک له خپلو اخلاقو متأثره کوئ، په دې توګه نور خلک هم هڅېږي چې خپل اخلاق سم کړي له همدې امله د نړۍ په بدلون کې برخه اخلئ. نو اوس خو به پوه شوي یئ، چې د نړۍ بدلون له خپله ځانه پیلېږي. د یو پوه انسان (؟) وینا ده، چې پخپله هغه بدلون اوسئ، کوم چې په نړۍ کې یې غواړئ.

په هر حال ډېرې خبرې دي، چې باید وشي؛ خو زموږ وړاندیز دا دی، چې لومړی هڅه وکړئ خپل ځان بدل کړئ ترڅو د نورو د بدلون ځواک ومومئ. دا لارښوونې تل په یاد ولرئ. 

  • په اقتصادي لحاظ پر خپلو پښو ودرېږئ تر څو نورو سره د مرستې جوګه شئ.
  • تل له نورو سره ښه رویه وکړئ.
  • هر څه چې مو زده وي، تر نورو یې ورسوئ.
  • په عامه کارونو کې رضاکارانه ونډه واخلئ.
  • تل نېکي وکړئ، آن که ډېر وړه هم وي.
  • همېشه مسک اوسئ.
  • په خوښۍ او غم کې د نورو ترڅنګ ودرېږئ.
  • انسانیت د خپل ژوند تګلاره وټاکئ. دا ځکه چې اسلام پخپله د انسانیت پیغام له ځان سره لري.

0 Comments

Sign in to leave a comment.

No comments yet. Be the first to share your thoughts.

Related Articles

3 articles
د بنجامین لنډ ژوندلیک
Pashto
Dec 12, 2021
5,329 views

د بنجامین لنډ ژوندلیک

ژباړه ـ ریاض مقامزی  د بعضي هېوادونو پر پیسو د ځینو مخورو شخصیتونو انځورونه وي او ددې معنا دا ده، چې یاد کس خپل هېواد، ولس، نړۍ او یا بشریت ته لوی خدمتونه کړي دي. یو له دې کسانو څخه "بنجامین" دی، چې د امریکايي ډالرو پر سلګون لوټونو (نوټونو) یې انځ...

Written by Riaz Muqamzai Read more
د محمد نبي عیسی خېل پېژندګلوي
Pashto
Nov 18, 2021
3,635 views

د محمد نبي عیسی خېل پېژندګلوي

لیکنه: شکېبا نادري، د محمد نبي عیسی خېل پېژندګلوي   زموږ د ګران هېواد افغانستان خلک له دومره ستونزو سره سره بیا هم هڅه کوي، چې له نړۍ سره سیالي وکړي، هغه که د سپورټ په ډګر کې وي، که د زدکړو په ډګر کې وي او یا که په نورو برخو کې وي. د افغانستان اتل...

Written by imranghani Read more
ځلیدونکي کانکریټ
Pashto
Feb 25, 2024
1,550 views

ځلیدونکي کانکریټ

ځلیدونکي کانکریټ –ډولونه ،کارول او ګټې . Burnished Concrete – Types, Uses and Benefits انجینر فرید عاطفځلیدونکي کانکریټ دودیز کانکریټ دي چې له دوه ځلې زیات ګلماله کیږي څو د کانکریټو سطحه سخته جوړه شي –داسې کانکریټ مداومت لرونکې وروستی پوخ او ځلیدونک...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more

Recommended For You

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
Pashto
Jun 02, 2023
43,428 views
2

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
Pashto
Dec 17, 2020
32,901 views
6

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Written by Riaz Muqamzai Read more
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
Pashto
Nov 26, 2020
32,707 views
1

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Written by Shamshad Zaheer Read more

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article