نړۍ څنګه بدله کړو؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 29, 2021
4 years ago
1,967 views
نړۍ څنګه بدله کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په نړۍ کې د عدالت تامینول، له نورو سره د مرستې کول او یا هم په نړۍ کې مثبت بدلون راوستل د ډېرو خلکو هيله وي؛ خو ډېر کم خلک پر دې "راز" پوهېږي، چې نړۍ څنګه بدله کړي او خپل ذهني سکون څنګه وساتي. ددې راز په پوهېدو سره به تاسو به ډېر آرام یئ او خپل وجدان به مو هېڅکله نا راحته نه کړي.

تاسو همدا اوس دا راز لولئ. ددې راز پر مټ کولای شئ، نړۍ بدله کړئ؛ خو په دې شرط چې ددې لیکنې پر اصلي مفهوم پوه شئ او پر لارښوونو یې عمل وکړئ. راځئ چې دا "راز" درته ووایم.

حکایت دی، چې پر یوه قبر لیکل شوي وو: "چې ماشوم وم، غوښتل مې نړۍ بدله کړم. کله چې عمر مې لږ ډېر شو، نړۍ راته لویه ښکاره شوه او د خپل ملک د بدلون په فکر کې شوم؛ څو کلونه وروسته ملک هم لوی راښکاره شو. په پاخه عمر کې مې فیصله وکړه، چې کورنۍ به مې بدلوم؛ خو اوس چې د قبر پر څنډه ولاړ یم پوه شوم، چې که په اوله ورځ مې ځان بدل کړی وای، نو د نړۍ بدلون به ممکنه شوې وای."

که ددې کیسې اساسي موخې ته ځير شو، ډېرې مهمې خبرې راته لري. انسان د نړۍ بدلون پر ځای باید د ځان بدلون ته فکر وکړي او په دې توګه کولای شي ټولې نړۍ ته هم بدلون ورکړي. زه پخپله پر دې باور یم، چې د نړۍ (د ځمکې کره) ترڅنګ نورې کوچنۍ نړۍ هم شته. ویلای شم هر انسان پخپل ځانته یوه کوچنۍ نړۍ لري، چې په دې کې ددې شخص ذوقونه، هیلې، اړیکې او نور مسایل شاملېدای شئ. د ځان بدلون د همدې نړيو بدلون هم دی او د لویې نړۍ بدلون هم پکې راتلای شي. د ښه وضاحت لپاره دا څو مثالونه راوړو.

مثلا تاسو د ځان بدلون ته کار کوئ او په اقتصادي لحاظ پخپلو پښو ودرېدئ. له دې وروسته تاسو کولای شئ، چې پخپلو مصارفو یو ښوونځی جوړ کړئ او په دې توګه د نړۍ په بدلون کې برخه اخلئ. همدارنګه مدرسې، کلینکونه او نور عام المنفع ځايونه هم جوړولای شئ. یا هم تاسو ښې زده کړې وکړئ او هڅه کوئ، نورو ماشومانو ته تدریس وکړئ او هغه څه نورو ته انتقالوئ، چې ستاسو زده دي، په دې توګه د نړۍ په بدلون کې برخه اخلئ. یا هم تاسو په اخلاقي لحاظ ډېر خوش اخلاقه یئ او نور خلک له خپلو اخلاقو متأثره کوئ، په دې توګه نور خلک هم هڅېږي چې خپل اخلاق سم کړي له همدې امله د نړۍ په بدلون کې برخه اخلئ. نو اوس خو به پوه شوي یئ، چې د نړۍ بدلون له خپله ځانه پیلېږي. د یو پوه انسان (؟) وینا ده، چې پخپله هغه بدلون اوسئ، کوم چې په نړۍ کې یې غواړئ.

په هر حال ډېرې خبرې دي، چې باید وشي؛ خو زموږ وړاندیز دا دی، چې لومړی هڅه وکړئ خپل ځان بدل کړئ ترڅو د نورو د بدلون ځواک ومومئ. دا لارښوونې تل په یاد ولرئ. 

  • په اقتصادي لحاظ پر خپلو پښو ودرېږئ تر څو نورو سره د مرستې جوګه شئ.
  • تل له نورو سره ښه رویه وکړئ.
  • هر څه چې مو زده وي، تر نورو یې ورسوئ.
  • په عامه کارونو کې رضاکارانه ونډه واخلئ.
  • تل نېکي وکړئ، آن که ډېر وړه هم وي.
  • همېشه مسک اوسئ.
  • په خوښۍ او غم کې د نورو ترڅنګ ودرېږئ.
  • انسانیت د خپل ژوند تګلاره وټاکئ. دا ځکه چې اسلام پخپله د انسانیت پیغام له ځان سره لري.

Related Articles

Jul 02, 2023
1,782 views

مهارتونه، اړتیاوي او راتلونکي

مهارتونه، اړتیاوي او راتلونکي عمران اختر نړۍ ورځ تربله د ټیکنالوژۍ پر مټ اسانتیاوي رامینځته کوي، همدا ټیکنالوژي د انساني مهارتونو پایله ده، چې د ډيرو انسانانو کار یو ماشین ترسره کوي. نو ویلای شو چې مهارت هغه اصطلاح ده چې پوهه، وړتیا او د عملي کارون...

Jun 27, 2022
2,180 views

دیرش خراب ټولنیز عادتونه چی د انسان د بیعزتی سبب ګرځی  کوشش کوی چی ځان تری وساتئ

"دېرش خراب ټولنیز عادتونه چی د انسان د بیعزتی سبب ګرځی  کوشش کوی چی ځان تری وساتئ :.①- په خلکو پسې کتل②- په ډکه خوله خبرې کول③- د نورو خبرې غوڅول④- فضل فروشي (ځان تر نورو پوه او غوره ښودل)⑤- په جګ غږ خبرې کول⑥- د روغبړ پر مهال ټینګ یا مړ لاس وركول⑦-...

Jun 18, 2023
2,250 views

پایلوچان او کندهاري پایلوچان څوک دي؟

پایلوچان او کندهاري پایلوچان څوک دي؟ نذیر احمد سپېڅلی پایلوچانو د ابولیث صفاري په وخت کي ژوند کاوه او نوې څهره یې په لومړي ځل د حاجي میرویس خان نیکه په وخت کي په کندهار کي راښکاره سوه. ډېر خلګ د پایلوچانو له نامه څخه غلط تعبییر اخلي خو حال دا چي پ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,687 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,130 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,995 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...