خدیجي ولې ځان وژنه وکړه؟ ناچاپ ناول (لومړۍ برخه)

مونږ په کوزه پښتونخوا ( پېښور) کې اوسېدلو. مشر ورور مې په نهم صنف کې ؤ او زه په څلورم صنف کې وومه، هر سهار به مکتب ته مشر ورور سره مې تللم.
زمونږ هلته پېښور کې د خوراکه فروشۍ دوکان ؤ، پلارجان او مشر ورور به مې هغې کې مصروف ؤ او ورځینې ژوند به مو روان ؤ.
یو وخت د هغې ځای حکومت د مهاجرو پسې راواخېسته، او مونږ یې دېته اړ باسلو چې خپل هېواد ته لاړ شو.
د شپې مې پلارجان مشر ورور ته وویل: ذاهده سبا دخیره سهار وختي غټ موټر راوړه چې مونږ درنه خپل هیواد ته ولاړ شو، او ته به دلته پاتې شې. دوکان کې به هم یې او خپلې پاتې زده کړې به دې هم بشپړې کړې.
همداسې وشو، او مونږ ترې راروان شو او پوره پنځلس ساعته وروسته خپل کلي ته په خیر راورسېدو.
زمونږ خپل کور چې کوم د نیکه جان د وختو ؤ دلته هغه بارانونو خراب کړی ؤ او مونږ ډېر ورخطا ؤ چې اوس به چیرته اوسېږو
خو پلار جان مې فکر وکه .... 

#پاتې #برخې #هم #لري!
( خدیجې ولې ځان وژنه وکړه؟)