د قهر (غوسې) د مهارولو تګلاره

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 08, 2021
4 years ago
2,221 views
د قهر (غوسې) د مهارولو تګلاره

لیکنه ـ ریاض مقامزی

ژوند د غوسې، آرامۍ، خوښۍ، خفګان او د ورته نورو اضدادو ټولګه ده. انسان کله خوښ کله خفه وي، همدارنګه کله آرام او کله هم غوسه وي.

غوسه داسې حالت دی، چې په انسان کې د یوې غلط فهمۍ، غلطۍ، بې عدالتۍ او نورو عواملو له کبله پیدا کېږي. په دې مرحله کې د انسان احساسات پر عقل غلبه کوي. په دې معنا چې انسان د عقل/فکر پر ځای پر احساساتو پرېکړه کوي. په دې وخت کې ډېر امکان شته، چې غوسه کس پخپله یوه بې عدالتي او غلطي ترسره کړي؛ نو ښه خبره دا ده، چې د غوسې د مهارولو پر لارو چارو پوه شو.په دې لیکنه کې موږ پر همدې موضوع خبرې کړي دي.

غوسه ولې مهار کړو؟

تر هر څه لومړی باید دا ومنو چې د غوسې مهارول خوار اړین دي. څېړنو ښودلې ده، چې ډېره غوسه د نورو روغتيايي ستونزو ترڅنګ د حافظې د کمزورتيا سبب هم کېږي؛ نو که تاسو ډېره غوسه کوئ شاید ډېر ژر له ذهني کمزورۍ سره مخ شئ. همدارنګه د غوسې نه مهارول شاید تاسو ته ډېرې لویې ستونزې جوړې کړي، چې آن د عمر تر پایه به یې نه شئ جبرانولای؛ نو غوره خبره دا ده، چې د غوسې د مهارولو له دې تګلارو ګټه واخلئ.

لومړی| په جریان ځان پوه کړئ!

کله ناکله موږ پر چا خپله غوسه سړه کړو؛ خو وروسته چې د پېښې پر جریان ځان پوهوو، در کوو، چې هېڅ د غوسې حاجت نه و. نو زموږ لومړنۍ توصیه دا ده، چې د کومې کړنې، پېښې او یا بل هر څه په اړه چې غوسه یئ، ځان پوه کړئ.

دا کار دوه ګټې لري. لومړی دا چې پر کیسې د پوهېدلو په جریان کې نو غوسه پخپله آرامېږي. دا ځکه چې ستاسو فکري تمرکز له غوسې څخه د کیسې جریان ته اوړي او غوسه مو مهارېږي. دویمه ګټه یې دا ده، چې حق او باطل، سم او ناسم همدارنګه پر نورو ټولو اړخونو پوهېږئ او سم قضاوت کولای شئ.

دویم| خپل حالت بدل کړئ!

له حالت بدلولو څخه زموږ موخه دا ده، چې که ولاړ یئ کښېنئ، که ناست یئ پاڅېږئ، همدارنګه یو څو ګامونه واخلئ او په دې توګه مو خپله غوسه مهار کړئ. د خپل وضعیت بدلولو د غوسې د مهار بهترینه تګلاره ده. البته دا د ارواپوهانو لارښوونه ده، چې تجربو هم ثابته کړې ده. د غوسې د مهار دا تګلاره خورا موثره او اغېزناکه ده.

درېيم| اوبه وڅښئ!

روانپوهان د غوسې د مهار لپاره بله لارښوونه دا کوي، چې اوبه وڅښئ. د اوبو په څښلو سره ستاسو غوسه کاملا ختمېږي او د راحت احساس به کوئ. همدارنګه که تاسو پخپله غوسه نه یئ او بل کس غوسه ووینئ، د نوموړي د غوسې د قرارولو لپاره هم کولای شئ یاد کس ته اوبه ورکړئ. اوبه د غوسې ترڅنګ د فشار او وېرې د کنټرول لپاره هم څښلای شئ.

څلورم| ځای پرېږدئ!

دا د ټولو انسانانو ګډه طبیعي ځانګړنه ده، چې کله پر یو کس یا څيز غوسه وي د هغه په لیدلو سره لا ډېره غوسه ورځي او کولای شي یاد کس/شي ته ضرر ورسوي؛ نو له همدې امله توصیه کېږي چې صحنه پرېږدئ او که بل څوک هم غوسه وي له جانبینو څخه یو تن یې له صحنې لرې کړئ، حتما به یې غوسه کمېږي/ختمېږي.

پنځم| ژوره ساه واخلئ!

د غوسې د کنټرول بله تګلاره دا ده، چې ژوره ساه واخلئ. په دې کار سره به ستاسو غوسه په بشپړه توګه آرامه او یا هم لږه شي. هېره دې نه وي، چې د ژورې ساه اخیستل د فکري تمرکز او اظطراب د کنټرول په برخه کې هم خورا ګټور ثابتېږي.

شپږم| پر ځان درد راوړئ!

ارواپوهان د غوسې د کنټرول لپاره بله توصیه دا کوي، چې پر ځان درد راولئ او په دې توګه مو خپله غوسه کنټرول کړئ. تاسو کولای شئ خپلې شونډې وچیچئ، یو بالښت او یا بل نرم څيز په سوک ووهئ او ورته نور کارونه چې ستاسو بدن یو ډول درد حس کړي. په دې توګه به مو ذهن کاملا آرام او غوسه ختمه شي.

Related Articles

Nov 28, 2021
4,694 views

که په ځان کې مو دا نښې وینﺉ، نو تاسو لا د واده لپاره نه یﺉ چمتو!

لیکنه: شکېبا نادري، که په ځان کې مو دا نښې وینئ، نو تاسو لا د واده لپاره نه یئ چمتو!   واده کول داسې پرېکړه ده چې د انسانانو له ټول ژوند سره نه شلېدونکې اړیکه لري، کله چې یو کس غواړي واده وکړي، لومړی باید له هر اړخه ورته ځان تیار کړي، لکه مالي اړخ،...

Jul 29, 2020
15,348 views

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه،...

Jun 05, 2022
2,274 views

لس طلایي لارښوونې

که دغه لس لارښوونې عملي کړئ، پخپل ژوند کې به ډېر ژر پرمختګ او مثبت بدلون حس کړئ. • هر سهار وخته پاڅېږئ. له وخته پاڅېدو سره ـ سره عبادت او اوبه څښل هم عادت کړئ. دا کار حتما عملي کړئ! • ورزش خپل ورځنی عادت وګرځوئ. پدې توګه د خپلې روغتیا تضمین ترلاسه...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,672 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,128 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,984 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...