د نارینه وو د میئنتوب نښې!

imranghani
imranghani
Author
1 min read
4,383
د نارینه وو د میئنتوب نښې!

لیکنه: شکېبا نادري

د نارینه وو د مینتوب نښې!

 

مینه یو احساس دی چې هم د نارینه وو او هم د ښځینه وو په زړه کې شته. د دې احساس بیانول ډېره ستونزمنه کړنه ده، ډېری وخت د شرم او یا کوم بل لامل لپاره هلکان او نجونې د خپل زړه له خبرې څخه تېریږي او د خپلې مینې له بیانولو څخه انکار کوي، دا کار د دې لامل کېږي چې دوی تل غمجن او خپه و اوسي.

موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو ته د هلکانو د مینتوب د نښو په اړه معلومات درکوو، کله مو چې یادې نښې په هلکانو کې ولیدې پوه شئ چې دا هلک درسره له زړه نه مینه لري.

 

۱. ستاسو پر وړاندې له هېڅ ډول قربانۍ څخه وېره نه لري؛

قرباني لوی زړه او زړورتیا غواړي، خو هغه هلک چې درسره مینه لري، ستاسو لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار دی، ستاسو پر وړاندې له هېڅ ډول قربانۍ او ستونزې وېره نه لري، ځکه چې تاسو ورته اړین یاست، نو که کوم هلک ستاسې لپاره قرباني ورکړه، پوه شئ چې درسره مینه لري.

 

۲. خبرې مو اوري؛

دا ښکاره خبره ده چې نجونې د هلکانو په پرتله ښې اورېدونکې دي، خو هغه هلکان چې درسره مینه لري ستاسو هره خبره په ډېر غور سره اوري او درته ځواب درکوي، کله مو چې ولیدل کوم هلک ستاسو هره خبره په ډېر غور سره اوري، نو د دې هلک له مینې ځان ډاډه کړئ، ځکه چې دا هلک په رښتیا له تاسو سره مینه لري.

 

۳. د احساسات بیانول؛

هلکان هېڅکله په اسانۍ خپل احساسات نه بیانوي، نو کله چې کوم هلک د خپلو احساساتو په اړه در سره خبرې اترې پیل کړې، پوه شئ چې دا هلک له تاسو سره مینه لري.

 

۴. په هر حالت کې مو ستاینه کوي؛

هغه هلک چې درسره مینه لري، تاسو ورته په هر حالت کې ښایسته ښکارئ، نو کله چې یو هلک په ډېرو ساده او عادي جامو کې ستاسو ستاینه وکړه، نو پوه شئ چې دا هلک درسره رښتنې مینه لري.

 

۵. ملاتړ مو کوي؛

هغه هلک چې له تاسو سره مینه لري، ستاسو په اړه یوه بده خبره هم نه شې زغملای، هڅه کوي ستاسو د هرې کړنې څخه ملاتړ وکړي، نو په داسې حال کې باید تاسو پوه شئ، چې دا هلک درسره مینه لري.

 

۶. درباندې ویاړي؛

کله چې یو هلک له یوې نجلۍ سره مینه کوي، نو کله چې هغه نجلۍ ډېره عادي کړنه هم ترسره کړي، دغه هلک ته د هغې هره کړنه ښکلې ښکاري او ورباندې ویاړ کوي، نو که تاسو هم له داسې کس سره مخ شوئ، پوه شئ چې درسره مینه لري.

 

۷. کورنۍ او ملګرو ته مو درناوي کوي؛

کله چې یو هلک له یوې نجلۍ سره مینه ولري، د دې د خوشحالۍ لپاره د هغې کورنۍ، ملګرو او خپلوانو ته ډېر درناوي کوي او په درنه سترګه ورته ګوري، ځکه چې نه غواړي هغه نجلۍ خپه کړي، پوهېږي چې دا کسان د هغې نجلۍ په ژوند کې چې ورسره مینه لري اړین او باارزښته کسان دي. د دغې حالت په لیدو هم پوه شئ چې دا هلک په رښتیا له تاسو سره مینه لري.

کېدای شي سربېره پردې نورې نښې هم شته وي، خو اړینې یې همدا دي.

د دغو نښو په لیدو سره پرته له دې چې کوم هلک درته به خولې ووایي چې درسره مینه لري تاسو باید پوه شئ.

0 Comments

Sign in to leave a comment.

No comments yet. Be the first to share your thoughts.

Related Articles

3 articles
نور رحمان ليوال
Pashto
Nov 12, 2026
61 views
2

نور رحمان ليوال

نور رحمان لېوال؛ د پوهې، ټکنالوژۍ او نوښت افغان شخصیت نور رحمان لېوال د افغانستان له هغو نوښتګرو شخصیتونو څخه دی چې د معلوماتي ټکنالوژۍ، پښتو ژبې د کمپیوټري پرمختګ، ډیجیټلي زده کړو او ځان‌بسیاینې په برخو کې یې فعالیتونه ترسره کړي دي. نوموړی یو ځان‌ز...

Written by Abdulhaq Khan Read more
دو روی یک سکه
Pashto
Jan 04, 2021
1,964 views

دو روی یک سکه

دو روی یک سکه مصطفی عمرزی در میان آثاری که «انجمن شعرا و نویسنده گان» حکومت های کمونیستی، چاپ می کرد، کمتر موردی یافت می شد که به خواندن بیارزد. با حمله بر نخبه گان افغان که پس از هفت ثور، وحشیانه دنبال می شد، آن چه به نام بقایای آنان مانده بود، در...

Written by Mustafa Omarzai Read more
هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!
Pashto
Apr 07, 2021
3,465 views

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

دا ځل به د انګلستان د لوی اديب او انځورګر ويليام بليک په ويناوو کې د ژوند درسونه وپلټو. د ليکنې تر پايه به ډېر نوي څه زده کړئ.   “د يو دښمن بخښل، د يوه دوست تر بخښلو ډېر اسانه دی.” انسان د ژوند په اوږدو کې له مختلفو خلکو سره مخ کېږي، له ځينو سره د...

Written by Riaz Muqamzai Read more

Recommended For You

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
Pashto
Jun 02, 2023
44,399 views
4

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Written by Faridon Delsoz Read more
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
Pashto
Dec 17, 2020
33,124 views
11

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Written by Riaz Muqamzai Read more
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
Pashto
Nov 26, 2020
32,880 views
3

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Written by Shamshad Zaheer Read more

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article