زېړي یا Jaundice څنګه منځ ته راځي؟ 

زیړی پخپله مرض ندی، زیړی یو عرض دی چی د بعضو نورو امراضو په پایله کې منځ ته راځي، چی لومړی د سترګو د سپینو د زیړوالی او بیا وروسته چی کله دبیلروبین دمادې اندازه زیاته شی  نو دټول بدن د زیړوالی سبب کیږی، بیلروبین یوه کیمیاوی زیړ رنګه ماده ده، چی د سرو حجرو دتخریب  نه وروسته له یوې خاصې پروسې څخه منځ ته راځی،  وروسته تولید شوی بیلروبین دکبد یا ځیګر په واسطه له دوران څخه فلتر کیږی او کبد ته انتقالیږی دکبد نه وروسته کیسه صفراته چی یوه وړه کڅوړه ده له یوشمیر نورو تغیراتو سره ترشح کیږی  بیا دکیسه صفرا له لاری وړو کلمومو ته د وړو وړو صفراوی قناتونو له لاری دفع کیږی او بل مهم داچی دا صفراوی ماده دشحمی موادو په هضم کی هم  مهم رول لوبوی.

بیلروبین چی کله په نارمل ډول تولیدیږی یوه معیاری اندازه لری چی نارمل حالت یی له mg/dl 0,5 --1,5 پوری دی .  کله چی د بیلروبین اندازه له 3 mg / dl نه واوړی دسترګو په سپینو کی به یی نښې مالومی شي او رنګ به یی زیړ شي

  زمونږ وینه له میلیونونو سرو حجرو څخه  جوړه شوی ده چی په طبی اصطلاح کی ورته Red Blood Cell  یا RBC ویل کیږی،  دغه RBC حجری  120 ورځې عمر لري، وروسته له یو 120 ورځو څخه تخریبیږی او په عوض یی نورې سرې حجرې جوړیږی چې همدغه پروسه تر اخره عمره ادامه پیداکوی کله چي حجره تخریب شی د دې حجری منځ کی یوه بله ماده ده چې هیموګلوبین ورته وایی ازادیږی او بیا له یو لړ تغیراتو وروسته زیړ رنګه ماده چی بیلروبین ورته وایی تولیدیږی.

بیلروبین چی کله  منځ ته راشی مستقیما کبد کې جذب کیږی او بیا  کیسه صفرا کی جمع کیږی او دکیسه صفرا له لاری کلمو ته ځی او بلاخره دفع کیږی او له بدن نه وځي دایی هغه نورماله پروسه ده چی بدن کی تطبیقیږی،  خو په مرضي حالاتو کی دغه پروسه له خنډ سره مخ کیږی،  او دغه بیلروبین چی زیړرنګه ماده کله چی له یو شمیر خنډونو سره مخ شي فورا یی سطحه په وینه کی زیاتیږی او دناروغ سترګی او دبدن پوست زیړ کیږی.  

۱- هغه حالتونه چی دبیلروبین سطحه زیاتیږی:  

الف:  دسرو حجراتو زیات تخریب:.هغه ناروغی چی دسرو کرویاتو د تخریب لامل گرځی.  

  • تلاسیمیا  
  • * ملاریا  
  • * سیکل سل انیمیا  
  • * بعضی دواګانې
  •  * ارثی حالتونه  او داسې نور ......

دا هغه ناروغی دی چی د سرو کرویاتو دتخریبدلو چټک لامل کیږی او په نتیجه کی دکرویاتو  دتخریب سطحه له معیاری وخت زیاتیږی او زر زر حجری له منځه ځی او په نتیجه کی دبیلروبین د تولید اندازه هم په خورا زیاته سطحه تولید کیږی، په دې وخت کی بیا کبد دا توان او قدرت نه لری چی ټول تولید شوی بیلروبین له دوران فلتر کړی او جذب یی کړی، کله چی کبد تولید شوی  بیلروبین  جذب نه شی کړای معمولا بیلروبین به دوینی په دوران کی زیات شي او لومړی به یی نښه د سترګو په سپینو کي ښکاره شي.  

۲- هغه حالتونه چی کبد یا ځیګر کی اختلال منځ ته راشی:  

  • ویروسی او باکتریایی ناروغی لکه  HBS, HCV  او دالکول خوړل چی دکبد د التهاب سبب کیږی او ورته Hepatic Condition  وایی .
  • * دځیګر کنسر یا سرطان.  
  • *- بعضی دواګانې  لکه استامیوفین،  استرویدونه او ازونیازید.
  • * سیروز.  او داسې نور.......  

دې حالت کی کبد یا ځیګر دالتهاب سبب کیږی او خپله دنده په درست ډول نه شی اجرا کولای چی دبیلروبین فلتریشن او جذب هم د ځیګر اصلی وظیفه ده نو دالتهاب په صورت کې موجوده او تولید شوی بیلروبین نه شی اخیستلی نو په نتیجه کې دوینې دوران کی یی سطحه لوړیږی او دسترګو او پوست دزیړوالی سبب کیږی.  

3- صفراوی نلونو کی بندشت:  هغه حالتونه چی صفراوی لارو ګی بندشت منځ ته راځي.

*-صفراوی تیږی .

*- کیسه صفرا سرطان .

*- پانقراص سرطان .

دې حالت کې صفراوی قناتونو کې بندښت منځ ته راځي او صفرا یا بیلروبین له دی لاری نه شی تیریدلی او بلاخره صفراوی نلونه چوی او دوینې دوران ته بیرته لویږی.  

دزیړی نښې نښانې:

*- دسترګو او پوست زیړوالی.

*- دبطن ښی طرف کی درد .

*- بی اشتهایی.

*- سردردي

*-سر ګیچي.

*- دپښو بړسوب.

*- تبه اولړزه .

 4--زیړی په نوزادانو کې :

په نویو زیږیدونکو ماشومانو کی هم 60  سلنه زیړی پیداکیږی چی دا یو فزیولوژیک حالت دی او ډیر د تشویش وړ نه دی، دازیړی تر یوی هفتی وروسته خپله ښه کیږی او  له منځه ځي . خو کچیری زیړی دوام پیدا کړی نو بیا باید عاجل داکتر ته مراجعه وکړي تر څو دزیړی علت پیدا کړی او وروسته یی دتداوی په اړه تصمیم ونیسي.    

درملنه:

درملنه یی د زیړی په لومړی قدم کی دعلت پیداکول اړین دی  کله چی علت پیدا شی وروسته باید داکتر تصمیم ونیسي  مثلا که یی علت تخریب د حجراتو وی بیا هم باید  دحجراتو   د تخریب علت پیداکړی او وروسته یی تداوی کړی. او که یی علت دصفراوی نلونو بندشت وی بیا نو جراحی ته اړتیا ده.

له ټولنیزو رسنيو څخه