له سود (ربا) څخه ځان، کورنۍ، ټولنه او هیواد وژغورئ

A
Arsalan
Author
1 min read
2,976
له سود (ربا) څخه ځان، کورنۍ، ټولنه او هیواد وژغورئ

سلامونه او نیکې هیلې ټولو درنو سوداګرو (تجارانو)، پانګې لرونکو، صرافانو (د پېسو راکړې ورکړې والا)، بانک لرونکو او ټولو هغو کسانو ته چې دا لیکنه (مقاله) وايي:

هیله کوم! تر پایه دا لیکنه وګورئ او ویې لولئ، په خپلو فیسبوک پاڼو، آي ډي ګانو (حسابونو) کې، په نورو ټولنیزو رسنیو حسابونو او په هره لاره چې دا مالومات شریکولای شئ؛ شریک او خپاره یې کړئ او ثواب یې له الله (جل جلا له) وغواړئ. 

له سود (ربا) څخه ځان، کورنۍ، ټولنه او هیواد وژغورئ!

پدې وروستېو کې یو شمیر زمونږ وروڼه چې له صرافانو سره کار کوي، صرافېو سره کاروبار یې اړوند دی یا پخپله صرافان دي په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو او ناورین له را مینځته کېدو سره سم د سود (ربا) معاملې (راکړې ورکړې) یې پیل کړي دي. دا زمونږ وروڼه داسې فکر کوي چې حلال او مباح کار کوي. د بیلګې په توګه پخپلو معاملو (راکړو ورکړو) کې خلکو ته (10000) لس زره ډالر نقد ورکوي او په بدل کې یې (11000) یوولس زره ډالر یا (12000) دوولس زره ډالر د وخت په تېرېدو سره ترې اخلي، یانې په عینِ پېسه کې یا یوه پېسه کې ګټه (فایده) اخلي چې دا کار یې سود (ربا) شمېرل کیږي. د شریعت له مخې ګټه (فایده) اخیستل په عینِ پېسه یا يوې پېسه، یوې سکې او یو څیز (شي) کې سود (ربا) ګڼل کیږي. ګټه (فایده) اخیستل په مختلفو (بېلابېلو) پېسو، سکو او شیانو کې حلال او مباح کار دی. پخوا هم ځینو صرافانو نوي د افغانېو لوټونه یا کاغذونه به یې د افغانېو د زړو لوټونو یا کاغذونو سره په ګټې (فایدې) سره تبدیلول چې دا بیا هم په یوه پېسه کې ګټه (فایده) اخیستل دي؛ دا هم سود (ربا) کې راځي.  

دا موضوع د اصلاح آنلاین ویب پاڼه کې په ډیره ښه توګه روښانه شوې ده:

 

“د شریعت لارښوونه د صرافۍ مارکیټونو یا بازارونو د صرافانو لپاره

د اصلاح آنلاین نټ ویب پاڼې یو لوستونکي په کابل کې داسې پوښتنه کړې ده: پوښتنه مې درلوده د صرافۍ مارکیټ د راکړې ورکړې (معاملې) په اړه یو ډالر اخیستل په نقدي توګه ۶۶.۷۰ ده پور (په قرضي توګه) د صرافۍ په مارکیټ کې ۶۶.۲۰ ده يوې اوونۍ مخکې سره ۵۰ افغانۍ توپیر (فرق) لري؛ آیا د اسلام پاک دین له پلوه سود (ربا) ده که نه مالومات ورکړئ مننه؟

استاد فضل الله ممتاز- د اسلامی فقې متخصص (کارپوه)
الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله، أما بعد،، په مسلمان فرض ده چې د معاملاتو، پېر او پلور (اخیستلو او خرڅلاو) په احکامو پوه شي او زده یې کړي چې ترڅو په حرامو کې واقع نشي، ځکه د سوداګرۍ (تجارت) نړۍ، راکړې ورکړې (معاملې) او بزنس ډیرې لوړې او ژورې لري چې ډیری خلک پرې نه پوهیږي لدې سره سره چې لمونځ کوي، زکات ورکوي، روژه نیسي، حج ته ځي خو د ننه په معاملاتو کې، پېر او پلور کې په حرام خوړلو کې واقع کیږي، لدې پلوه د سوداګریزو (تجارتي) معاملاتو په آدابو پوهېدل د ځانګړي ارزښت وړ دي؛ آن دا چې د فقې کارپوهان یا مخصصین یوه خبره یا وېېنه لري چې “دین یوه راکړه ورکړه (معامله) ده”، د مسلمان رېښتینولي او امانتداري، د ایمان ځواک او کمزوري یې پدې ډګر (مېدان) کې ډیر د آزماېښت (آزموېنې) لاندې راځي او څرګندیږي..     

 

اوس به مو د درانه ملګري پوښتنې ځواب ته راشو.. دا معامله چې تاسو یاده کړه عیناً لکه سود ده چې اسلامي فقه ورته ربا النسئیة وایي، یانې د شیانو اخیستل، خرڅول، تبادله او معامله په قرضي توګه چې پکې سود واقع کیږي..ځکه همدا نقدې پېسې په اخیستلو، خرڅولو او تبادله کې د سرو زرو (طلا) او سپینو زرو (نقرې) حکم لري..  

که چیرې دا معامله نقدي وای او پور (قرضي) نه وای بیا جائزه وه ځکه د ډالرو بدلول په افغانېو او ګټه (فایده) اخیستل پکې مباح او حلال دی ځکه دوه مختلفې (جلا) پېسې او سکې دي، باید معامله نقدي وي، لاس په لاس ترسره شي، په یو وخت کې او یو حسي او یا حکمي مجلس کې چې د حدیث شریف وسائلو په واسطه ترسره کیږي.. رسول الله صلی الله علیه وسلم په صحیح حدیث شریف کې چې مسلم روایت کړی دی فرمایلي دي: ” : الذهب بالذهب، والفضة بالفضة، مثلاً بمثل، سواء بسواء، يدًا بيد، فإذا اختلفت هذه الأجناس؛ فبيعوا كيف شئتم، إذا كان يدًا بيد ..” د سرو زرو (طلا) او سپینو زرو (نقرې) اخیستل او خرڅول او هغو شیانو چې پدې دوو قیاس (اندازه) کیږي باید مساوي (برابر) وي او لاس په لاس هم ترسره شي خو که چېرې دوه بېلې (جلا) سکې او شیان وي کولای شئ ګټه (فایده) پکې لاسته راوړئ پدې شرط چې لاس په لاس ترسره شي یانې معامله پور یا قرضي نه وي... نقدې پېسې د سرو زرو (طلا) او سپینو زرو (نقرې) حکم لرونکي دي.. او ښاغلي صرافان په صرافېو کې دغه احکام باید مراعت کړي: 

۱- د افغانېو په افغانېو یا ډالرو په ډالرو تبادله او ګټه (فایده) اخیستل پکې په قطعي توګه حرام او په ټولیزه توګه ناجائز دی او سود (ربا) شمېرل کیږي.

۲- که چېرې دوه جلا (بېلې) سکې وي لکه امارتي درهم بدلَول په افغانېو ګټه (فایده) اخیستل پکې جائز او مشروع دی په شرط د دې چې معامله نقدي او لاس په لاس ترسره شي.

۳- ګټه (فایده) اخیستل د سوداګرو (تجارانو) پېسو په لیږد او انتقال کې له یو ښار څخه بل ښار ته او یا له یو هیواد څخه بل هیواد ته جواز لري د بېلګې په توګه یو لک افغانۍ یوه صرافي په کابل کې اخلي او څانګه یې په هرات کې نهه نوي زره افغانۍ هغه کس ته چې د خپلو پېسو د لیږد او انتقال غوښتنه یې کړې ده ورته ورکوي دا جائز دی ځکه هغه زر افغانۍ د پېسو د لیږد یا انتقال اجوره ده نه د صرافۍ ګټه... خو که چېرې د صرافۍ په نیت یې واخلي پدې حالت کې دا زر افغانۍ هم په سود (ربا) کې شمېرل کیږي”.

د قرآنکریم مبارک آیاتونه د سود (ربا) د حرام والي په اړه شتون لري چې خپله کولای شئ ویې وایئ او یا هم د اسلامي علماوو او پوهانو څخه یې پوښتنه وکړئ. 

په افغانستان کې بې شمېره اقتصادي ستونزې شتون لري باید د مسلمانو وروڼو او خویندو لاسونه ونیول شي دا نه چې د سود (ربا) راکړې ورکړې ترسره شي چې د الله (جل جلا له) د غوسې او غضب لامل شي او د ځان، کورنۍ، ټولنې او هیواد د تباهۍ لامل شي. 

په پای کې ټولو هغو کسانو ته چې دا کار کوي باید ووایم هیله کوم، هیله کوم، هیله کوم خپل عاید او پېسو لاسته راوړلو ته مو لږ پام وکړئ! یوه ورځ مونږ ټول لدې نړۍ ځو د هر څه حساب راسره کیږي! له خبرېدو او پوهېدو وروسته که بیا هم دا کار کوئ نو تاسو پوهیږئ او کار مو. 

ډیره مننه چې دا لیکنه (مقاله) مو ولوستله!

پښتو زیاتَونه او ژباړه: عبدالرشید “صمد نجاب”

سرچینه: اصلاح آنلاین ویب پاڼه

که چېرې غواړئ دا مالومات په اصلاح آنلاین ویب پاڼه کې په دري یا فارسي ژبه وګورئ ویب پاڼې ته یې لاړ شئ (www.eslahonline.net) د لټون ځای (سیرچ باکس) لري دا کلیمه (رهنمائی شرعی برای صرافان) ولیکئ دا مالومات به درته راشي وې ګورئ. یا هم په ګوګل کې کې د لټون په ځای کې دا کلیمه (رهنمائی شرعی برای صرافان) ولیکئ څو ویب پاڼې به درته لیست شي کلیک پرې وکړئ دا موضوع پکې روښانه شوې ده.

0 Comments

Sign in to leave a comment.

No comments yet. Be the first to share your thoughts.

Related Articles

3 articles
Feb 15, 2021
3,538 views

د رومان لنډه پېژندنه

لیکنه ـ ریاض مقامزی د ادبي ژانرونو پېژندنې په لړۍ کې تر دې دمه پر "لنډه کیسه او ناول" بحث شوی وو، مګر دا ځل مو هڅه کړې، چې تاسو ته د رومان په اړه یو څه معلومات چمتو کړو. د لیکنې تر پایه به د رومان په اړه کافي اندازه پوهه ترلاسه کړئ. رومان (رُمان)...

May 06, 2021
1,973 views

تجارت رسانه یی

تجارت رسانه یی مصطفی عمرزی فضای پس از حاکمیت طالبان، زمینه های زیادی را از جمله برای تجارت گسترده، آماده ساخت. یکی از موارد آن، تجارت رسانه یی ست که در حدود فعالیت نشریه ها، رادیو ها، تلویزیون ها و آژانس های خبری، صورت می گیرد.  حکومت افغانستان که...

Nov 22, 2021
4,460 views

د مسکا/خندا جسمي او رواني ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی وايي هغه مجلس ډېر خوندور وي، چې په مسکا/خندا پیل شي او په همدې بڼه پای ته ورسېږي. شاید تاسو هم په همداسې ډېرو ناستو کې ګډون کړی وي او یا هم ډېری وخت به پر شونډو مسکا لرئ او فکر به کوئ، چې دا ستاسو یو عادي عادت دی او د ښه شخصیت نم...

Recommended For You

Jun 02, 2023
40,018 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
32,108 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 17, 2020
31,986 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article