To start downloading books

Please sign in or create an account.

د نړۍ تر ټولو یخې سیمې

د نړۍ تر ټولو یخې سیمې

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

د ژمي په سړه هوا کې به فکر کوئ، چې تاسو په یوه یخه سیمه کې ژوند کوئ؛ خو که ددې ځایونو په اړه پوه شئ، پخپلې سیمې به شکر وباسئ. تاسو به په دې لیکنه کې د نړۍ تر ټولو یخو سیمې وپېژنئ.  

یخې سیمې  

په یاد ولرئ، چې په نړۍ کې تر دې یخې سیمې هم شته، چې موږ یې په لیکنه کې یادونه کوو. ددې لیکنې موضوع یوازې هغه یخې سیمې دي، چې انسانان پکې اوسېږي. په داسې حال کې چې تر دې سیمو نور يخ ځایونه هم شته، چرته چې انسانان ژوند نه شي کولای.  په هر حال؛ د ځينو هغو یخو ځايونو نومونه، چې انسانان پکې اوسېږي، په دې ډول دي:  

لومړی| اویمیاکُن

دا کلی د روسیې په سایبیریايي جغرافیه کې موقعیت لري، چې د شمالي قطب له دایرې څخه یوازې څو سوه کیلومټره لرې پروت دی. د اویمیاکُن "Oymyakon" کلي د اوسېدونکو شمېر شاوخوا پنځه سوه (۵۰۰) تنو ته رسېږي. د نفوسو له کم شمېر څخه معلومېږي، چې د یخې هوا له کبله اکثره وګړي یې نورو سیمو ته کډه کېږي. په جنورۍ میاشت کې ددې سیمې هوا آن د سانتي ګراد منفي پنځوسو درجو ته رسېږي. تر ټولو سړه هوا یې په "۱۹۳۳ز" کال کې ثبت شوې ده، چې منفي ۶۷.۷ درجو ته رسېدله.  د سیمې اوسيدونکي خپل موټرونه په ځانګړو خونو کې ساتي، چې د موټرو ګرم ساتلو لپاره پکې خاص ماشینونه لګېدلي دي. دوی عینکې هم نه په سترګو کوي، ځکه چې د یخې هوا له کبله یې بېرته نه شي لري کولای. همدارنګه کرنه پکې صفر ته نږدې ده؛ نو ځکه خو تر ډېره له غوښو استفاده کوي.  

دویم| ورخویانسک

دا د نړۍ د دویمې یخې سیمې نوم دی، چې انسانان پکې ژوند کوي. جالبه دا چې دا کلی هم په روسیه کې موقعیت لري او له لومړۍ سیمې (اویمیاکُن) څخه لږه اندازه لرې پرته ده. ورخویانسک "Verkhoyansk" او اویمیاکُن د یخنۍ درجه اکثرا یو ډول وي او د لومړي مقام په ګټلو کې د یو بل رقیبان بلل کېږي. دې سیمې ته یوازې په ځانګړو الو کې سفر کېږي، چې د یخ له پاسه تللای شي. په اوړي کې هم د ورتګ لپاره باید له الوتکو استفاده وشي. ددې کلي د خلکو ژوند هم د لومړني کلي د خلکو په څېر دی. دوی تقریبا ټول ژمی پخپلو کوټو/کورونو کې تېروي. د پخواني شوروي اتحاد په وخت کې به سیاسي مخالفین د تبعید کړای شوو خلکو په نوم همدې سیمې ته استول کېدل. نو له همدې امله اکثره وګړي یې د تبعید شوو خلکو اولادونه دي. ددې کلي جمعیت شاوخوا ۱۳۰۰ تنو ته رسېږي.  

درېيم| سنَګ

د کاناډا په یوکون کې د الاسکا لویې لارې ترڅنګ د سنَګ "Snag" په نوم یو کوچنی کلی آباد دی. په جنورۍ میاشت کې ددې سیمې هوا آن تر منفي شپېته درجو هم رسېږي. د یخنۍ تر ټولو ټيټه درجه پکې په ۱۹۴۷ز کال کې ثبت شوې ده، چې د سانتي ګراد منفي دري شپېته (-۶۳) درجې وه. ددي کلي اوسېدونکي هم په ژمي کې ډېر کم له خپلو کورونو وځي او نور اکثرا پخپلو خونو/کورونو کې وخت تېروي.  

څلورم| اولانباتار

دا سیمه د نړۍ د یخو ځايونو په لیست کې څلورم مقام لري. په "۲۰۱۵ز" کال کې د مغولستان د پلازمینې په اولانباتار "Ulaanbaatar" سیمه کې د هوا درجه منفي ۴۱ ته ورسېده. که څه هم ددې ښار خلک له یخنۍ سره بلد دي؛ خو د هوا ککړتیا یې روغتيا ننګوي. په دې ښار کې شاوخوا ۱.۳ میلیونه وګړي ژوند کوي. دوی ځانګړي کورونه جوړوي، چې  یورت "yurt" نومېږي او د ګرم ساتلو لپاره یې د ډبرو له سکرو څخه کار اخلي.  

پنځم| قزاقستان

د قزاقستان هېواد پلازمینه د یخو سیمو په قطار کې پنځم ځای لري. د ژمي په اوږدو کې ددې ۸۰۰۰۰۰ نفوس لرونکي ښار یخه هوا د منفي ۳۰ او ۳۵ سانتي ګراد درجو ترمنځ وي. دا ښار وچه آب و هوا لري او اوړی یې هم لږ څه ګرم وي. له دې ورهاخوا د چین هاربین، د کاناډا یلونایف "Yellowknife"، د روسیې یاکوتسک "Yakutsk" او ووستوک "Vostok" هغه سیمې دي، چې د یخو سیمو په لیست کې په ترتیب سره شپږم، اووم، اتم او نهم مقامونه لري.

Related Articles

د لوی درذ څخه مخکی څه وه او د کائینات په هغه وخت کي کله چي مطلق هیڅ هم نه وه ماده څنګه په وجود راعله

ګرانو ملګرو د انسان دماغ له  سوالاتو ډک دی او په دغه سوالاتو کي دومره طاقت سته چي په واسطه یي دنیا بدلیدلای سي.نن همداسي یو سوال زما  په دماغ کي هم  ژوند اخیستی او سوال دا دی چي د لوی درذ څخه  مخکي څه وه؟آیا د مادې څخه  ډک یو کوچنی جسم وو کوم چي  د ټوله کائینات کتله  یی درلودل؟که هغه وخت  د مادې څخه ډک  یو کوچنی شکل شتون درلود نو دا شکل څنګه په وجو...

مور له حاله، د بې خبره ماشوم چیغې

مور له حاله، د بې خبره ماشوم چیغېمور یې مړه نه وه خو ولې بی هوښه شوې وه؟بیګا یوځای مېلمه وم، له ملګرو سره مو خوندور بحث او تیریادونه یاد کړل، د شپې شاوخوا لس بجې وي، چې د کور دروازه په زوره زوره وټکول شوه، او ورسره غبرګ د ماشومانو غږونه شول او ویل یې چې « هله مور مې»« مور مې مړه شوه زر زموږ کور ته راشئ.»ټول هک پک شول، څو کسان د ګاوڼډ کورته ورغلل خو...

د هاضمې ځینې ستونزې او د درملنې طبیعي لارې يي

د هاضمې خرابوالی یو له ډیرو عامو ناروغیو څخه دی چې د مختلفو لاملونو له امله پیښیدی شي.دلته مو د هاضمې له ځینو عامو ناروغیو او د هغوي د درملنې طبیعي لارو سره اشنا کوو: اسهالهغه کسان چې د اسهال په ناروغۍ اخته وي باید د پروټین (Protein) استعمال زیات کړي. پروټین (Protein) غایطه مواد کلکوي. نظم او ترتیبهغه کسان چې په منظم ډول تشناب ته اړتیا نه پیدا کو...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...