ایا پوهېږﺉ چې کوم څاروی د تندې پر وړاندې ډېر تاب لري؟

i
imranghani
Author
Jan 04, 2022
4 years ago
2,240 views
ایا پوهېږﺉ چې کوم څاروی د تندې پر وړاندې ډېر تاب لري؟

لیکنه: شکېبا نادري

ایا پوهېږئ چې کوم څاروی د تندې پر وړاندې ډېر تاب لري؟

 

په نړۍ کې دوه ډوله حیوانات شته چې یو ته یې اهلي او بل ته یې وحشي حیوانات وایي، اهلي حیوانات هغو حیواناتو ته وایي چې خلک یې په کورونو کې ساتي لکه، غوا، اوښ، مرکب، پیشو او داسې نور، د ځینو اهلي حیواناتو له غوښې، شیدو او پوستکي څخه ګټه اخیستل کېږي، خو د ځینو څارویو څخه یوازې د بار وړلو لپاره ګټه اخیستل کېږي لکه مرکب.

موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو ته د اوښ په اړه جالب او په زړه پورې معلومات را ټول کړي دي، که تاسو هم غواړئ د اوښانو په اړه پوه شئ، زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

۱. انسانان د ځینو څارویو له غوښې، د ځینو له شيدو او د ځینو څخه د بار وړلو لپاره ګټه اخلي، خو اوښ د هغو څارویو له ډلې څخه دی، چې هم یې له غوښې هم یې له شیدو څخه ګټه اخیستل کېږي او سربېره پر دې د بار وړلو لپاره هم ګټه ترې اخیستل کيږي.

۲. اوښ تر ټولو پیاوړی اهلي څاروی دی، اوښ کولای شي له نورو بار وړونکو څارویو څخه ډېر بار یوسي، کله چې یو اوښ د څملاستلو په حالت کې وي، که موږ پرې هر څومره ډېر بار بار کړو په ډېرې چټکۍ سره درېدلای شي، خو بل څاروی د دغې کړنې وس نه لري، اوښ کولای شي چې تر نیم ټن پورې بار یوسي.

۳. اوښ کولای شي چې په ډېرو ستونزمنو لارو کې پرته له ستړیا لاړ شي، له همدې امله عربان ورته بیاباني کښتۍ وایي، اوښ هغه یوازینی څاروی دی چې له لسو څخه تر شلو ورځو پورې د تندې او لوږې سره مبارزه کولای شي.

۴. اوښ د تندې پر وړاندې دومره پیاوړی دی چې خپل دېرش سلنه وزن د اوبو د نشتون یا تندې له امله  له لاسه ورکوي یعنې اوښ د تندې او لوږې پر وړاندې ډېر تاب لري.

۵. اوښ د هغو څارویو له ډلې څخه دی چې د دومره فزیکي پیاوړتیا تر څنګ ډېر ارامه دی، یعنې یو ماشوم هم کولای شي اوښ کنټرول کړي، خو ځینې وخت اوښان داسې حرکتونه هم کوي چې کنټرول یې ستونزمن کېږي، نو ښه ده چې اوښ په مناسب ځای کې وساتل شي. 

۶. د اوښ شیدې د انسان له شيدو سره ډېر ورتوالی لري، د اوښ شیدې د غوا د شیدو په پرتله لس برابره اوسپنه او درې برابره وېټامین لري د اوښ شیدې ډېر غوړي لري او د کمزورو انسانانو لپاره ډېر ګټور خواړه دي.

۷. د اوښ غوښه په اسلام کې حلاله ده، خو یهودیان وایي د دې لپاره چې اوښ سُم نه لري، نو غوښه یې حرامه ده، هندیان او زردښتیان هم د اوښ غوښه نه خوري، خو طب وایي چې د اوښ غوښه تود خاصیت لري او د بېلابېلو ناروغیو مخنیوی کوي لکه، د ماشوم مخکې له وخته پیدا کېدل، د انسانانو جسمي او جنسي پیاوړتیا او د  داسې نورو ناروغیو مخه نیسي، له دیني اړخه هم د اوښ د غوښې خوړل ښه دي یعنې دا چې د اوښ غوښه باید وخوړل شي. 

۸. د اوښ له پوست څخه د بوټ، کمربند، جامو، کیږدیو، ټیکریو، فرشونو او داسې نورو شیانو په جوړولو کې هم ګټه اخیستل کېږي.

خو دا باید تل په یاد ولرو چې اوښ د پیاوړو او ګټورو څارویو له ډلې څخه هغه څاروی دی چې موږ یې هم له شېدو او هم له غوښې څخه ګټه اخیستلای شو، سربېره پردې موږ له اوښ څخه د بار وړلو لپاره هم کار اخیستلای شو.

Related Articles

Dec 28, 2022
1,603 views

طلاق عاطفی و تفریق جسمانی در قوانین افغانستان || Emotional divorce & physical separation in applicable laws of Afghanistan

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar طلاق عاطفی به سردی روابط میان زن و شوهر گفته می‏شود که در این رابطه ضعف ارتباط احساسی و عاطفی، به سردی تمام روابط یک زوج منجر می‏شود و در ت...

Jun 02, 2023
988 views

باربیری توافقنامه

#باربیري_توافقنامه خبر دي یاست!!!له نن څخه سل کاله مخکې امریکا مسلمانانو ته جزیه ورکوله. 1785 میلادي کال باندي لومړی ځل د امریکا سمندري بیړۍ د خلافتِ عثمانیه 🇹🇷 بحري ځواکونو په سمندر کې ونېوله، تر 1793 میلادي کال پورې دوولس دانی نورې بیړۍ هم د خلاف...

Dec 15, 2020
4,288 views

د مطالعې په جریان کې د فکري تمرکز لارې چارې

د ګټورې مطالعې لپاره تمرکز حياتي ارزښت لري. مګر له بده مرغه په اوسنۍ زمانه کې محیط داسې برابر شوی، چې زموږ فکري تمرکز ډېر ژر له منځه ځي. د موبایلونو، کمپيوټرونو، انټرنيټ او نورو عواملو له کبله انسان خپل تمرکز له لاسه ورکوي. خو له نېکه مرغه ځينې تګلار...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,521 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,100 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,891 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...