د ګویته لنډ ژوندلیک

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 06, 2022
4 years ago
1,891 views
د ګویته لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

د نړۍ د مشهور څېرو په لړ کې به نن المانی لیکوال او فیلسوف ګويته وپېژنئ. نوموړي د ښه استعداد ترڅنګ جذابه څېره هم لرله. ویل کېږي، آن یو ځل ځینو کسانو د خپلو زړو عقیدو پر اساس پرې د خدایګوټي ګومان کړی و. په هر حال؛ په دې لیکنه کې به د نوموړي پر ژوند، فن، ویناوو او شعر پوه شئ.  

پېژندنه

د المان ددې پیاوړي فلسفي شاعر، لیکوال، څېړونکي او انځورګر بشپړ نوم "Johann Wolfgang von Goethe" دی؛ خو اکثریت خلک یې د ګويته/ګويټه په نوم پېژني. دی د "۱۷۴۹ز" کال د اګسټ پر اته ویشتمه نېټه د آلمان (جرمني) په فرانکفورت ښار کې زېږېدلی دی. د نوموړي کورنۍ په طبقاتي لحاظ اشرافه وه او پلار یې په شاهي دربار کې وظیفه ترسره کوله.

دا چې د ګويټه کورنۍ شتمنه وه؛ نو د ښوونځي له دورې وروسته یې د حقوقو زدکړه پیل کړه. په دې وخت کې یې عمر شپاړلس کاله و. د زده کړو په جریان کې یې له فلسفې او ادبیاتو سره مینه پیدا شوه؛ خو د حقوقو زدکړه یې بشپړه کړه. له حقوقو سره ـ سره یې د معمارۍ او نقاشۍ په برخو کې هم کار وکړ. د ګويټه طبیعت داسې و، چې په یوه دنده کې به تنګېده؛ نو له همدې امله یې په سوداګرۍ، ښوونه روزنه، معمارۍ، انځورګرۍ، طب، سوداګرۍ او نورو بېلابېلو برخونو کې فعالیتونه وکړل؛ مګر په وروستیو کې وتوانېد چې ادبیاتو او انځورګرۍ ته وقف شي.

د نوموړي په اړه بله جالبه دا ده، چې په ډېرو ژبو پوهېده. پر الماني، لاتیني، انګلېسي، یوناني او فرانسوي ژبو برلاسی و. همدارنګه په قرآنکریم یې هم څېړنې کړي دي او د اسلام او حضرت محمد "ص" په اړه یې ښه نظر درلود.

د ځينو مشهورو آثارو نومونه یې عبارت دي له: شرقي دېوان، د مړو نڅا، فاوسټ، د یوې پاکې اروا اعتراف، د ايټالیا سفرنامه او ...

د نړۍ دا ستر لیکوال او شخصیت له ګڼو لاسته راوړنو وروسته په "۱۸۳۲ز" کال کې د "۸۳" کالو په عمر ومړ.  

ویناوې

  • خبرې کول اړتیا ده؛ خو غوږ نیول هنر دی.
  • خدایه! هنر څومره لوړ او ژوند څومره لنډ دی.
  • په ځوانۍ کې موږ مشکلاتو پسې ګرځو او په زړښت کې ستونزې موږ پسې ګرځي.  
  • د انسان لومړنۍ دنده هڅه ده.
  • د مینې په کار کې موږ ټول یو شان کم عقل یو.
  • هغه شی، چې ډېره رڼا لري، ژور سیوری هم لري.
  • خپل راتلونکي ته تصمیم ونیسه، هڅه ورته وکړه او هیله ورته لره؛ خو د راتلونکي لپاره ژوند مه کوه.
  • ما پخپل زېږېدو کې رول نه درلود او نه به یې په مرګ کې ولرم.
  • زما صلاحیت فقط په ژوند کې دی.  

د شعر یوه بېلګه

له څه پیدا شولو موږ؟

له مینې  

څه ډول رنګ بایلو؟

بې مینې  

څه شی مو په بره بیایي؟

مینه

مینه په څه پیدا کېږي؟

په مینه

زموږ د اوښکو سبب څه وي؟

مینه

په کوم چلند له انسانان یادېږو؟

په مینه

Related Articles

Dec 23, 2021
1,748 views

لانګ فیلو وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی   د نړۍ او په ځانګړې توګه د نوموتو امریکايي شاعرانو/لیکوالو په قطار کې لانګ فیلو هم د یوه خاص مقام/ځای خاوند دی. تاسو به په دې لیکنه کې د نوموړي په اړه مختصر خو مهم معلومات ولولئ.   د لانګ فیلو لنډ ژوندلیک د امریکا ددې منلي شاع...

Jun 02, 2023
904 views

حلیل بي مسجد_یونان

#حلیل_بي_مسجد_یونان 🇬🇷 د اوسني یونان هیواد په (کیوالا) Kavala ښار کې د (پیننسولا) پۀ سیمه کې هغه جامع او تاریخي جومات، کوم چې عیسایانو قصدًا د (موسیقۍ) په مرکز باندي بدل کړ!!! دغه تاریخي جومات او مدرسه پۀ 1530 میلادي کال باندي د عثماني خلافت نامتو...

Apr 10, 2021
2,568 views

دؤه نيم سؤه کلن بغاوتونه

موږ دا هر وخت په جار وايو او پرې نازېږو هم چې افغانستان پنځه زره کلن تاريخ لري. ځان هم راته ډېر معزز او قدرمن په دې اعزاز ښکارې چې ځان ته يې ورکوو خو که ډېر شاته لاړ نۀ شو او خپل تېر شؤی ۲۷۴ کلن تاريخ ولولو چې موږ ورته معاصر تاريخ هم وايو او د احمد ش...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,754 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,143 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,036 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...