گاز نيونه (تسمم) څنګه رامنځته کيږي او څنګه ترې ځان ساتلای شو؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 16, 2022
4 years ago
1,993 views
گاز نيونه (تسمم) څنګه رامنځته کيږي او څنګه ترې ځان ساتلای شو؟

کاربن مونو اکسایډ تسمم:

کاربن مونو اکسایډ ګاز یو بی رنګه، بې بویه، بې خونده ګاز دی چی په موجودیت یې څوک په اسانۍ  نه پوهیږی ترهغې چې تسمم یې نه وي رامنځ ته کړي، د کاربن مونو اکسایډ تسمم اکثره د سون موادو د سوزیدلو څخه منځ ته راځی لکه: لرګي، پټرول، ګازی بخاري، اوتو او داسی نور.  کله چی دغه کاز خپور شی انسانان او حیوانات په تسمم اخته کوی په اوسنۍ وخت يعنی ژمي کي د کوټي ګرمیدو لپاره ګازي بخاري استعمالوو کوم چي کاربن مونو کسايډ په زیاته اندازه تری رامنځ ته کیږی د کوټو په داخل کې بند پاتی کیږی کله چې ویده شوو اکثره نو نه پوهیږو چې تسمم شوی یو او خپل ژوند دلاسه ورکوو.  

ګاز څنګه د انسان د مرګ سبب کیږی؟

لومړی دا چې د ګاز د سوځېدو لپاره اکسیجن ته ضرورت دی او کله چې دوامداره په خونې کې ګاز لګېږي نو په خونې کې دننه اکسیجن سوځوي  او په پای کې داسې حالت رامنځ ته کېږي چې په خونه کې هیڅ اکسیجن موجود نوي، چې دا حالت خپله یو وژونکی حالت د ، څکه د انسان د بدن حجراتو ته اکسجن نه رسیږی. دوهمه بڼه یې داده چې د اکسیجن په ختمېدو سره د ګاز اور مړ کېږي او خام ګاز مستقیماً د خونې فضا ته راوځي او ګاز خپله سمي مواد دي او انسان په اسانی سره  وژلی شي.  نو کله چې ګاز نه ګټه پورته کوئ څو ځله کړکۍ یا دروازه پرانیزئ چې خونې ته اکسیجن را داخل شي او بل دا چې پام مو وي له ویده کېدو مخکې ګاز مړ کړئ ځکه چې تاسو ویده یاست نو کاربن مونو اکساید مو نیولی شي چې یو وژونکی ګاز دی، ځکه اکسیجن ختمېږ  پدی سره ویده سړی په ‌‌‌‌‌‌ډېرې آسانۍ سره وژلی شي او یا دا چې د اکسیجن د نه شتون له وجې او یا هم د ګاز د کښته کیفیت یا د بخارۍ د خرابۍ له وجې ګاز مړ کیږی چی دا حالتونه د انسانانو د مړینی سبب کیږی.  

څه وخت پوهیږو چی په تسمم اخته شوی یو؟  

که چیری ویده نه وو لاندی اعراض را ته پیښ شول نو پوهیږو چې تسمم شوی یو:

۱- سردردی  

۲ –ګنسیت

۳ – د زړه بدوالی او کانګی  

۴-سرچرخي  

۵-ساه لنډه لنډه کیدل  

د تسمم په حالت کی څه باید وکړو؟  

سمدستی باید د کوټی یا بل کوم ځای چې موږ ته پکې تسمم پیدا شوی دی لرې شو او ازادی هوا ته ولاړ شوو که ډیر تسمم شوی وو مطلب پورتنی اعراض زیات وو یا کوم ملګری مو بی هوشه وو سمدستی یې روغتون ته ورسوو .  

څنګه ځان ځینی ساتلای شوو؟

  • ګازی بخاری کله چې ویده کیږو هرو مرو بند کړو  
  • د ګازی بخاری استعمال څخه وروسته یو ځل د کوټی کړکي او دروازه تر ۵-۱۰ دقیقو پوری خلاص کړو  
  • په ډیر بنده فضا کې چې د باندنې هوا سره ارتباط ونلری استعمال نکړو.

ډاکټر عبدالله ښـــاد

Related Articles

Aug 04, 2024
4,228 views

زردالو و خشک کردن -کشته

زردآلو(ََApricot)تاریخچه کشت زردآلودرکشورترکیه:اولین بار یک هیئت  المانی  در سـال  1919   به شهرملاتیا  ترکیه   آمدند  و در   تحقیقات   خود به این  نتیجه  رسیدند  که  شرایط زمین,  آب وهوای  شهر ملاتیـا  بخاطر  کشت  زردالو  مناسب بوده وبعد ازآن  که 70...

Nov 24, 2020
16,898 views

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل...

May 14, 2021
3,873 views

شېر خان څوک و؟

شیر محمد  خان  نا شر په اصل کې د خروټو د قام مشهور مشر تیر شوی دی، چې نوموړی په شیر خان سره شهرت درلود. کله چې نادرخان د سقاو د زوی پر خلاف جنګیده نو د شیر خان ولسي لښکرو هم د هیواد په شمال کې د سقاو په راپرزولو او د نادرخان په ملا تړ سقاوي لښکرې وځپ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,673 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,128 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,985 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...