د اندېښنو ونه

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 27, 2022
4 years ago
2,356 views
د اندېښنو ونه

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

حکايت دی، چې کله ترکاڼ (نجار) ماښام کورته راستون شو، نو یو مېلمه هم ورسره راغی. کله چې کور ته ننوتل، نجار د انګړ (حوېلۍ) په منځ کې د ونې ترڅنګ څو دقیقې ودرېد او بیا له مېلمه سره د مېلمنو کوټې (حجرې) ته ننوت. مېلمه ته ددې کار په اړه اندېښنه پیدا شوه او له کوربه یې د علت پوښتنه وکړه. هغه ځواب ورکړ: "دا زما د اندېښنو ونه ده. کله چې کور ته راځم، خپلې ټولې بهرنۍ ستونزې، ستړیاوې او اندېښنې له دې ونې سره ږدم. ترڅو له کورنۍ سره مې خوښ اوسم."  

د حکايت درسونه

دا کوچنی حکايت له هغو لویو درسونو ډک دی، چې موږ او تاسو یې باید زده کړو. ځينې عمده درسونه یې پدې ډول دي:  

• هدف دا ندی، چې تاسو دې رښتيا هم په کور کې ونه ولرئ او د نجار په څېر عملا دا کار وکړئ. اصلي هدف دا دی، چې د بهر ستونزې مو بهر پرېږدئ ترڅو په کور کې څو شېبې خوشحاله تېرې کړئ.

• تاسو به هم لیدلې وي، چې اکثره خلک د بهر د ستړیا زور په کور کې له نورو باسي. دا ډېر نامناسب او غیر معقول کار دی.

• که تاسو ټوله ورځ له کوره بهر ستړیا ګالئ د کور مېرمنې هم په کور دننه بنديوانې وي او ټوله ورځ ستاسو کور سمبالوي. نو په یاد ولرئ، چې یوه ذره برتري (غوره والی) پرې نه لرئ.  

• د بهر ستړیاوې، ستونزې او اندېښنې باید هېڅکله ستاسو د کور سکون او خوښي ګډه وډه نه کړي.

• کله چې کور ته راځئ، په ورین تندي د کورنۍ له نورو غړو سره مخ شئ، ترڅو هغوی هم خوښي احساس کړي.

• که تاسو د بهر د ستړیا له امله تریخ خوی لرئ، په حقیقت کې تاسو ظلم کوئ او بېګناه خلکو ته د داسې څه له کبله سزا ورکوئ، چې هغوی پکې هېڅ دخيل ندي.

• که د نجار په څېر تاسو هم په کور کې ستونزې نه جوړوئ، نو په حقیقت کې همدا بهترینه تحفه ده، چې خپلې کورنۍ ته یې ډالۍ کوئ.

Related Articles

Feb 01, 2021
4,360 views

"په" او "پر" باید په کومو حالاتو کې ولیکو؟

هر لوستی ځوان باید ددې دواړو په توپير پوه شي؛ ځکه چې ناسمه کارونه یې ستاسو د متن مفهوم بدلولای شي. که څه هم یاده موضوع ډېر بحث غواړي، مګر موږ هڅه کړې ده، چې په ډېر لنډ ډول یې شرحه کړو. "په" او "پر" دواړه سربلونه دي؛ اکثره خلک یې ناسم کاروي. تاسو بای...

Nov 12, 2020
3,959 views

پر ځان باور څنګه زیاتولی شو؟

اکثره خلک د self-confidence (اعتماد به نفس) پر مفهوم سم نه پوهېږي. له همدې کبله دې موضوع ته په ارزښت نه دي قایل، په داسې حال کې چې ارواپوهنه هره ورځ په دې اړه نوې څېړنې کوي. وروستۍ څېړنيي وايي، چې له ماشومتوبه باید انسانانو ته د پر ځان باور روحيه ور...

Mar 27, 2021
4,027 views

کمال خان څوک و؟

  لیکنه ـ ریاض مقامزی په دې وروستيو کې د کمال خان بند جوړېدو د ګڼو افغانانو په څېرو کې د خوښۍ مسکا راوسته. ددې بند په جوړېدو سره به نیمروز ولایت په اقتصادي او ټولنيز لحاظ لاپرمختګ وکړي. همدارنګه ګڼې دښتې به یې ښېرازې او تیارې خونې به یې رڼا شي. خو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,673 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,128 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,985 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...