بې منزله مزل

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 28, 2022
4 years ago
2,293 views
بې منزله مزل

حکایت دی، چې یو "لاروی" دوه لاري ته ورسېد. حيران شو چې پر کومې ولاړ شي. یوې لارې ته یې اشاره وکړه او په هغه ځای کې له ولاړ بوډا څخه یې پوښتنه وکړه: دا لاره چرته ځي؟ ځواب یې ورکړ: ته کوم ځای ته ځې؟ لاروي وویل: نه پوهېږم چې چېرته ځم. منزل مې ندی معلوم.  بوډا ځواب ورکړ: هغوی چې مقصد او منزل یې نه وي معلوم، پوښتنې ته اړتیا نه لري. ټولې لارې ورته یو شان دي.  

د حکايت درس

شاید تاسو دا یو عادي حکايت وګڼئ او فکر به کوئ، چې کوم خاص پیغام یې نه درلود؛ خو داسې نده. دا کیسه ګۍ یو ډېر مهم پیغام لري.

اول تاسو ووایئ، په ژوند کې ستاسو هدف څه دی؟

شاید اکثریت پر دې ځواب پوه نه شو. وایو به همدا ژوند دی، روان دی او آخر به مرو؛ خو دا ډېر غیر معقول او نامناسب ځواب دی.

ژوند پرته له موخو هېڅ دی. که موږ او تاسو مشخصې موخې و نه لرو، هېڅکله به بریا ته و نه رسېږو. ځکه چې خپلو موخو ته رسېدل بریا بلل کېږي؛ نو هغوی چې موخې و نه لري څنګه به بریا ترلاسه کړي؟

کوښښ وکړئ په ژوند کې مشخص اهداف ولرئ او د هغه لپاره کار وکړئ. دا تګلاره ډېرې ګټي لري. مثلا تاسو غواړئ کابل ته ولاړ شئ. هدف مشخص شو. له دې وروسته که تاسو هر یو ګام اخلئ یو ډول انرژي او انګېزه ترلاسه کوئ او فکر کوئ، چې خپل هدف ته نږدې کېږئ. همدا بېلګه په ټول ژوند کې د تطبیق وړ ده. مشخصې موخې تاسو ته د کار، پرمختګ او بریا انرژي درکوي. د خپل هدف پر لورې هر ګام نږدې کېدل یو ډول خوند لري چې له بل هېڅ خوند سره نه شي پرتله کېدای.

همدا نن او همدا اوس فکر وکړئ او څو مشخص اهداف وټاکئ. ورپسې همدې مشخصو اهدافو ته د رسېدو لارې چارې وسنجوئ او پیل وکړئ. باور وکړئ ډېر ژر به خپل هدف ترلاسه کړئ؛ خو زړه نا زړه توب، وېره او د کمزورۍ احساس مو لرې کړئ. تاسو پیاوړي یئ، ډېر پیاوړي! یو مشخص هدف، منظم پلان او پیل، ستاسو بریا تضمينوي. بسم الله کړئ!

ریاض مقامزی

Related Articles

Apr 04, 2023
1,953 views

کجکي ډيم

د کجکي ډيم په هکله معلومات1: د کجکي بند د ظاهر شاه په دوران کښي په 1953 کال کښي جوړ شوی دی2: کجکي ته د 46588 کیلو متره مربع ساحي څخه د باران او واوري اوبه راځي3: د کجکي بند د 1715 ميليون متره مکعب اوبو د ذخيره کولو لپاره ډيزاين شوى وو چي اوس يى د ظرف...

Dec 19, 2021
3,106 views

هغه ناروغۍ چې علایم يې په پښو کې څرګندېږي

ژباړه ـ ریاض مقامزی   د روغتیایي لیکنو په لړ کې نن د یوې ډېرې مهمې موضوع په اړه معلومات درکوو. موږ او تاسو به حتما د پښو له درد او یا هم په پښو کې له نورو ستونزو او علایمو سره مخ شوي یو. که څه هم اکثرا د پښو دردونه او نا آرامي د ستړيا، نامناسبه خو...

Mar 09, 2023
3,179 views

پښتو ټوکه

ټوکه یوه شپه یو غل د یوې بوډۍ کور ته ورغی، هغه لا ویښه وه، غله ورته وويل ، د نورو بوډیو په څېر له ماښام وروسته ولې نه ویده کیږې؟ هغه پوه شوه چې غل دی، ورته یې وويل ، زویه ویده وم خو سخت ویروونکی خوب مې ولید او راویښه شوم، او زیاته یې کړه: فکر کوم ته...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,701 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,134 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,009 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...