په افغانستان کې د ماشوم نړېواله ورځ ولې و نه نمانځل شوه؟
1,088
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2021-11-22 04:52:32
لیکنه ـ ریاض مقامزی
په نړېواله کچه بېلابېلو ډلګيو او یا هم پدیدو ته ورځې ځانګړې شوي دي او هر کال نمانځل کېږي. موږ او تاسو د سولې، د ښځو، د ملګرتیا، د ځوانانو، د مور او ګڼې نورې نړېوالې ورځې لرو، چې په بېلابېلو هېوادونو کې نمانځل کېږي. له دې نمانځنو څخه اساسي موخه دا وي، چې انسانان یادو ډلګيو او پدیدو ته په ارزښت قایل دي.
یو له دې ځانګړو ورځو څخه د ماشوم نړېواله ورځ هم ده، چې په دې لیکنه کې پرې خبرې شوي دي.
کومه نېټه د ماشوم نړيواله ورځ وي؟
په ملګرو ملتونو کې د اکټوبر میاشتې "۲۰ مه" نېټه د ماشوم د نړېوالې ورځې په نوم نومول شوې ده؛ خو بیا هم ځينې هېوادونه په ملي کچه دا ورځ په نورو نېټو کې نمانځي. مثلا ایرانیان یې د اکټوبر په "۸ مه"، بنګله دېش د مارچ "۱۷ مه" او ځينې نور هېوادونو یې په نورو بېلابېلو نېټو کې نمانځي. یعنې دا مطلق حکم نه دی، په دې برخه کې هر هېواد خپلواک دی او خپل تاریخ، اوسني وضعیت او نورو مسایلو ته په کتو دا ورځ ټاکي؛ خو ملګرو ملتونو "United Nation" د اکټوبر "۲۰ مه" نېټه ماشومانو ته ځانګړې کړې ده او هر کال یې په همدې ورځ نمانځي.
ماشوم څوک دی؟
زموږ اکثریت افغانان فکر کوي، چې د قد لوړېدا او یا هم بلوغ ته رسېدل د ماشومتوب د دورې پای ته رسېدا بلل کېږي؛ خو زموږ د هېواد اساسي قانون او نړېوال قانون له مخې هر هغه کس ماشوم بلل کېږي، چې عمر یې تر اتلس کالو ښکته وي. په دې معنا چې ممکن ځینې کسان زموږ په ټولنه کې په عامه اصطلاح "سنډا" وبلل شي؛ خو نړېوال قوانین به یې ماشوم بولي.
دا ورځ ولې نمانځل کېږي؟
ددې ورځې له نمانځلو څخه اساسي موخه دا وي، چې وګوري ماشومانو ته د روغتيايي، زده کړیزو او نورو روزنیزو برنامو په برخه کې څومره پرمختګ شوی دی. ماشومانو څومره خوندي دي او همدارنګه د ماشومانو د وضعیت د ښه والي لا نور څه پکار دي؟ دا هغه اساسي اهداف دې، چې ددې ورځې له نمانځنې څخه ترلاسه کېږي.
هر هېواد په دې ورځ هڅه کوي، چې د ماشومانو لپاره خپلې لاسته راوړنې وتلي؛ که د قناعت وړ وې ښه تر ښه؛ مګر که قناعت یې حاصل نه شي لا ډېره هڅه کوي، تر څو د خپلې ټولنې دا راتلونکي مشران (ماشومان) په هر لحاظ سالم او نوښتګر وروزي. دوی پوهېږي، چې دا پانګونه یې هېڅکله بې ځایه نه ده او همدا ماشومان به ددوی هېوادونو ته ویاړونه راوړي او د خپلو راتلونکو نسلونو زخمونو ته به مرحم ږدي.
په افغانستان کې ولې و نه نمانځل شوه؟
د ملګرو ملتونو "UNICEF" اداره، چې د ماشومانو د ژوند ښه والي لپاره کار کوي، تېره ورځ اعلان وکړ، چې دوی په افغانستان کې دا ورځ نه نمانځي. ددې کار اساسي علت دا دی، چې د دقیقو ارقامو له مخې شاوخوا "۱۴" میلیونه افغان ماشومانو صحي خوړو ته لاسرسی نه لري او یا هم له لوږې سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان ماشومان لا له وړاندې سختو حالاتو سره مخ وو/دی. دوی شاقه کارونه کوي، روغتيايي خدمتونو ته سم لاسرسی نه لري، له تعلیمه بې برخې دي او همداسې سلګونه نورې ننګونې دي، چې ددوی ژوند او پرمختګ یې له خنډونو سره مخ کړی دی.