صوفیانودهند په نیمه وچه( بر صغیر) کې داسلام دسپيڅلي دین دخپریدولپاره دسوله ایزې اوښو اخلاقو له لارې ډیرې لاسته راوړنې درلودلې دي ،په دغو صوفیانو کې حضرت معین الدین اجمیري چې په خواجه غریب نوازاو اجمیري سره شهرت لري ، سترپښتون صوفي حضرت قطب الا قطاب خواجه قطب الدین بختیار کاکی ، نصیرالدین چراغ دهلي ، باقي باالله کابلي ، حضرت نظام الدین اولیاء ، شیخ فریدالدین ګنجشکر،سید ابوالحسن علی بن عثمان الجلابی الہجویری مشهور په داتا ګنج،،شیخ بهآ ءالدین زکریا ملتانی، شیخ بوعلي شاه قلندر پاني پتي او نوروسترو صوفیانو نو مونه اخیستلی شو. دغو صوفیانو د هند په ټولنه کې دمسلمانانو او هندوانو تر مینځ دزیات درناوي نه برخمن دي ، خکه همدغو صوفیانو د هند په نیمه وچه کې دولسونو ترمینځ دروغې جوړې تبلیغ کاوه او دهرډول تعصباتوپر خلاف یې مبارزه کوله . دوی، دتصوف ، شاعرۍ ، سماع او موسیقۍ له لارې خلکوته دیووالي او ورورګلوۍ درسونه ورکول.په دغو صوفیانو کې یوهم لعل شهباز قلندر و. د لعل شهبازقلندر اصلي نوم سید عثمان مروندي دی چې دچشتیه طریقې له پیروانو نه و چې د وخت دنورو سترو صوفیانو شیخ بهاء الدین زکریا ملتاني، شیخ فریدالدین ګنجشکر، شیخ جلا ل الدین بخاري او معین الدین چشتي اجمیري معاصرو. نوموړی په یوه روایت دآذریایجان په مروند او دځینو په قول دافغانستان په هرات کې په ۱۱۷۷ زیږدیز / میلا دي کا ل کې زیږیدلی دی او کله چې چنګیزیانو پر افغانستان ، منځنۍ ایشیا او ایران خپل یرغلونه پیل کړل نودی هم مجبورشو چې دهند نیمې وچې ته راشی او په ملتان کې میشته شي .ده په تصوف او سیر او سلوک کې لوی لاس درلود او هم یې په صرف او نحوه کې ډیر کتابونه کښلي دي او هم دپارسي ژبې ښه شاعر و . داسې ویل کیږي چې ده ته ځکه لال شهباز قلندر ویل کیدل چې سره څیره یې درلودله او هم به یې سرې جامې اغوستلې . دهند ، بنګله دیش او پاکستان ډیرو مشهوروښځینه او نارینه سندرغاړو دده په ستاینه کې قوالۍ ویلي دي چې په دغو سندرغاړوکې دنورجهان، نصرت فتح علي خان، عابده پروین ، صابري ورونه ، شنکر احسان، میکا سینګ ، ریشمن او رونا لیلا نومونه دیادونې وړدي . لال شهبازقلندر په ۱۲۷۴ زیږدیز کال دپاکستان په سند کې مړشوی دی او دده مزار دسند دسیهون په ښارکې دی چې هرکال دشعبان په میاشت کې دده عرس ترسره کیږي او ډیر شمیر خلک دده مزارته ورځي ، داهم دده دپارسي ژبې دیوه شعربیلګه :

ز عشق دوست هر ساعت، درون نار مي رقصم

گهي بر خاك مي غلطم، گهي بر خار مي رقصم

شدم بدنام در عشقش، بيا اي پارسا

اكنون نمي ترسم ز رسوايي، به هر بازار مي رقصم

بيا جانا تماشا كن كه در انبوه جانبازان

به صد سامان رسوايي ، سر بازار مي رقصم

خلايق گركند درمن ملامت، زين سبب هر دم

مگر نازم بر اين ذوقي كه پيش يار مي رقصم

مرا خلقي همي گويد، گدا چندين چه ميرقصي؟

به دل داريم اسراري ، از آن اسرار مي رقصم

منم عثمان مروندي كه يار خواجه منصورم

ملامت مي كند خلقي که من بردار مي رقصم

 لطیف یاد