خواږه!

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 16, 2022
4 years ago
2,285 views
خواږه!

لیکنه ـ ریاض مقامزی

حکایت دی، چې يوې مور خپل زوی ګاندي ته راوست او ورته ویې ویل: "دی خواږه/بوره خوري. ورته بدېږي؛ خو زما خبره نه مني. تاسو یې منع کړئ. ممکن خبره مو ومني."

ګاندي وویل: "یوه اونۍ وروسته راشئ."

کله چې یوه اونۍ وروسته مور او ماشوم راغلل. ګاندي ماشوم ته مخ کړ. ویې ویل: "مور دې سم وايي. بوره مه خوره! درته بدېږي." هلک یې خبره ومنله.

مور یې په تعجب وپوښتل: "نو ولې دې یوه اونۍ وروسته وغوښتلو!؟ دا خبره خو دې ورته هماغه ورځ هم کولای شوه."

ځواب یې ورکړ: "هو؛ خو هغه وخت ما پخپله بوره خوړله. نو شاید زما خبرو پرې تاثیر نه وای کړی."  

د حکایت درسونه  

له دې په زړه پورې حکایت څخه خورا لوی درسونه اخيستلای شو، چې ځينې مهم یې پدې ډول دي:

  • که غواړئ نور اصلاح کړئ، لومړی باید د خپل ځان په اصلاح لاس پورې کړئ. 
  • خبرې مو هغه وخت اغېز/تاثیر پيدا کوي، چې رښتوني اوسئ. 
  • تل لومړی پخپله هغه بدلون اوسئ، چې غواړئ په نړۍ کې یې وګورئ.  
  • که پخپله نشه یي توکي کاروئ او نه غواړئ اولادونه مو پدې توکو روږدي شي؛ نو مبارزه به مو ناکامه او یا هم نیمګړې وي. که غواړئ بريالي شئ نو لومړی پخپله له یادو توکو لاس واخلئ.
  • په نړۍ کې د هر بدلون پیل له ځانه کېږي. که ځان اصلاح کړئ نړۍ اصلاح کولای شئ. 

Related Articles

Mar 21, 2022
2,129 views

د عمل خلک شئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی   وايي له دویمې نړېوالې جګړې وروسته، له یو لوړپوړي جاپاني چارواکي وپوښتل شول: "یواځې ستاسو هېواد و، چې امریکا پرې اټومي حمله وکړه. نو ویلای شو، تاسو د امریکا سرسخته دښمنان یئ؛ مګر ولې له تاسو د "مرګ پر امریکا" شعار نه اورو؟" ځوا...

Nov 13, 2021
2,413 views

د انار دپوستکي روغتیایي ګټې

لیکنه: شکېبا نادري،  د انار د  پوستکي روغتیایي ګټې   انار هغه مېوه ده چې د مني په موسم کې پخېږي د مني پر مهال دا مېوه زموږ د ګران هېواد افغانستان په هر ولایت کې په ځانګړي توګه په کندهار او جلال اباد ولایتونو کې ډېره پیدا کېږي، چې هر څوک یې په اسانۍ...

Jul 02, 2023
1,800 views

مهارتونه، اړتیاوي او راتلونکي

مهارتونه، اړتیاوي او راتلونکي عمران اختر نړۍ ورځ تربله د ټیکنالوژۍ پر مټ اسانتیاوي رامینځته کوي، همدا ټیکنالوژي د انساني مهارتونو پایله ده، چې د ډيرو انسانانو کار یو ماشین ترسره کوي. نو ویلای شو چې مهارت هغه اصطلاح ده چې پوهه، وړتیا او د عملي کارون...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,020 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,213 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,223 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...