له سوځيدلي کس سره لومړنۍ مرستې

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 17, 2022
4 years ago
2,276 views
له سوځيدلي کس سره لومړنۍ مرستې

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

د انسانانو ژوند له ناڅاپي پېښو ډک دی. په اوبو کې ډوبېدل، سوځېدل، په ټکر کې زخمي کېدل او ورته نورې ګڼې پېښې شته، چې زموږ او ستاسو عادي ژوند ژوند ګواښي. د داسې پېښو پر مهال له متضرر کس سره چټکه او مناسبه همکاري د هغوی د ژوند ژغورلو سبب کېدای شي؛ نو یو فعال او ځيرک انسان په توګه باید پوه شئ، چې له سوځېدلي کس سره څنګه مرسته کولای شئ او څنګه یې له مرګ او ډېر کړاو څخه ژغورلای شئ. د همدې لپاره دا لارښوونې تل په یاد ولرئ!  

لومړی| دپېښې له ځای څخه یې لرې کړئ!

که پر کوم تن تودې اوبه یا چای توی شي او یا هم د اورلګېدنې په ځای کې وي؛ باید لرې یې کړئ. له خطر لرونکي ځای څخه لرې کول له متضرر کس سره ستاسو لومړنۍ مرسته ده، چې باید ترسره یې کړئ. پدې توګه نوموړی له لا ډېر خطر څخه ژغورل کېدای شي.  

دویم| سوځېدلای ځای را برسېره کړئ!

وروسته له دې چې متضرر کس مو يو آرام ځای ته انتقال کړ، هڅه وکړئ سوځېدلې ساحه یې ښکاره کړئ. که سوځېدلي ځای ته نږدې هر ډول جواهرات (بنګړي، ګوتمه، ساعت ...) وي، وباسئ او کوښښ وکړئ متضرره ساحه ښکاره شي. خو که فکر کوئ چې سوځېدلې ساحه به لا ډېره متضرره کړي کار ورسره مه لرئ. پرېږدئ چې روغتیاپال دا چاره ترسره کړي.  

درېيم| له اوبو ګټه واخلئ!

په درېيم ګام کې هڅه وکړئ، چې سوځېدلی ځای یخ وساتئ. پدې برخه کې له لمدې ټوټې او یا هم يخو اوبو څخه کار اخيستلای شي. دا کار له سوځېدلي کس سره مرسته کوي، چې درد او سوخت یې کم شي او یا هم حد اقل د زغم وړ شي. خو له یخ، کنګل شوو اوبو، کریم او غوړ څخه کار مه اخلئ.  

څلورم| درمل مه ورکوئ!

په اکثرو کورنيو کې سوځېدلي کس ته د سوخت د آرامۍ او یا درد کمولو لپاره پرستامول، بروفین او یا نورې ګولۍ ورکول کېږي؛ خو دا کار نامناسب دی. تاسو باید له دې خپلسرۍ څخه ځان وساتئ.  

پنځم| روغتون ته یې انتقال کړئ!

که تاسو څومره ژر کولای شئ خپل ناروغ نږدې روغتون ته یوسئ او یا هم کوم ډاکټر ته مراجعه وکړئ. پدې توګه د ستونزې د جدي کېدو او ډېرېدو مخنیوی وکړئ. روغتیاپال ستاسو د ناروغ وضعیت ته په کتو پرېکړه کوي او ډېر ژر به صحتمند شي.  

له دې ټولو سره ـ سره دا ټکي هم پام کې ونيسئ!

• که د متضرر کس مخ یا د سترګو ساحه سوځېدلې وي؛ نو د ملاستې پر ځای یې کښېنوئ.

• له پاسمان څخه ګټه مه اخلئ!

• د ډاکټر له لارښوونې پرته د غاښونو کریم او نور ملحمونه مه کاروئ. 

Related Articles

Dec 31, 2021
2,006 views

سټیم حجرې

سټیم حجرې: په څو حجروي ژوندیو موجوداتو کې سټیم حجرې یا په بشپړ ډول او یا په قسمي ډول بدلون موندلې حجرې دی، کوم چې د حجراتو په مختلفو بڼو د بدلیدو وړتیا لري.شونې ده چې عضلي حجرې،عصبي حجرې او یا نورې حجرې ورڅخه منشا واخلي. نوموړې حجرې په نا څرګند ډول ت...

Dec 29, 2021
4,013 views

د نوي کال لپاره پلان څنګه جوړ کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی   د ډیسمبر میاشتې وروستۍ نېټې دي. په دې معنا چې "۲۰۲۱ز" کال به پای مومي او نوی میلادي کال (۲۰۲۲) به پیلېږي. د نړۍ په اکثرو پرمختللو هېوادونو کې وګړي د نوي کال لپاره پلان جوړوي، ترڅو د کال تر پایه یې ژوند له اوسمهال څخه څو چنده ښ...

May 22, 2022
1,797 views

په کاري مرکه کې ستاسې پیاوړي او کمزوري ټکي

په کاري مرکه یا Job Interview کې بل جالب بحث ستاسې د قوت او کمزورۍ ټکي دي، چې کولای شي د اړونده بست په اړه دا بحث تاسې ناکام او یا هم بریا ته ورسوي. عموماً په تېرو وختونو کې دې پوښتنو دومره ارزښت نه‌درلود، خو په وروستیو وختونو کې چې د دندو له‌پاره رق...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,291 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,291 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,468 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...