د نوي کال لپاره پلان څنګه جوړ کړو؟

R
Riaz Muqamzai
Author
1 min read
4,401
د نوي کال لپاره پلان څنګه جوړ کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

د ډیسمبر میاشتې وروستۍ نېټې دي. په دې معنا چې "۲۰۲۱ز" کال به پای مومي او نوی میلادي کال (۲۰۲۲) به پیلېږي. د نړۍ په اکثرو پرمختللو هېوادونو کې وګړي د نوي کال لپاره پلان جوړوي، ترڅو د کال تر پایه یې ژوند له اوسمهال څخه څو چنده ښه شوی وي. دا چې هغوی پلان جوړوي، نو په رښتيا هم هر کال یې ژوند له تېر څخه ښه وي. موږ په دې لیکنه کې پر همدې ارزښتناکې موضوع خبرې کړي دي. تاسو به د لیکنې تر پایه ډېر نوي مسایل زده کړئ.  

پلان ولې مهم دی؟

په ژوند کې د هدف ټاکل او پلان جوړول خورا مهم دي. دا ځکه چې له پلان او هدف پرته په ژوند کې د بریا تضمین نه شي کېدای. بله مهمه خبره دا ده، چې د یوه خاص هدف ټاکل او هره ورځ ور نږدې کېدل تاسو ته د لا هڅو او زیار انرژي درکوي. مثلا که تاسو لس کیلوميټره مزل هدف وټاکئ او پخپل موبایل کې د مساحت اندازه کوونکی چالان کړئ. کله چې تاسو خپلې موخې (۱۰KM) ته څومره نږدې کېږئ، هومره ډېره انرژي ترلاسه کوئ او هڅه کوئ چې ډېر ژر خپل هدف ته ورسېږئ. کټ ـ مټ همدا مثال په ټولنیز ژوند کې هم د تطبیق وړ دی. که هدف معلوم وي، نو له خپل ځان څخه به راضي یئ او د خپل هدف پر لور هر ګام به تاسو لا پیاوړی کوي؛ خو که برعکس هدف نه وي معلوم او پلان ورته جوړ نه شي، نو د ناکامۍ او ورسته پاتې والي وېره به مو انرژي په بشپړه توګه درختمه کړي.  

لومړی| هدف وټاکئ  

زموږ د لومړنيو خبرو موخه واضحه وه؛ تر هر څه اول باید یو مشخص هدف وټاکئ او داسې هدف چې تاسو پوهېږئ په یوه کال کې ور رسېدای شئ او یا لږ تر لږه ۹۰% ور نږدې کېږئ. داسې اهداف هېڅکله مه ټاکئ چې ناممکن وي. همدارنګه که اهداف مو اسانه وي او فکر کوئ، چې په لنډ وخت کې یې ترلاسه کولای شئ، نو بیا به ښه خبره دا وي، چې اهداف مو لږ ډېر کړئ. د اهدافو یو څو بېلګې به ووایو، مثلا تاسو غواړئ د قران کریم ترجمه او تفسیر زده کړئ، غواړئ پر انګلېسي او یا بلې ژبې برلاسي شئ او ورته نورې موخې وټاکئ. که تاسو کاروبار لرئ، د خپل کاروبار وسعت او ښه والی هم هدف ټاکلی شئ. نو لومړی قلم او کتابچه واخلئ او پر یوې سپینې پاڼې خپل هدف/هدفونه او نور مسایل په لاندې شکل ولیکئ.  

• هدف: انګلېسي ژبه

• انګېزه: غواړم په انګلېسي روانې خبرې وکړم/ انګلېسي کتابونه مطالعه کړم/ بهرني هېواد ته د زده کړو لپاره ځم او ...

• موده: ۶ میاشتې/ یو کال او ... البته تاسو خپل حالت ته په کتو وټاکئ

• ځای: کورس/کور    

دویم| لومړيتوبونه وپېژنئ!

که تاسو څو موخې لرئ، نو باید لومړيتوب درک کړئ. زه تاسو ته یو بېلګه وایم. که څوک غواړي کمپيوټر او انګلېسي دواړه زده کړي، نو پوښتنه پيدا کېږي، چې کوم یو ته باید لومړیتوب ورکړل شي؟ ځيرک کسان پوهېږي، چې د انګلېسي تر زدکړې وروسته په اسانۍ سره کمپيوټر هم زده کولای شي. نو انګلېسي ژبې ته لومړیتوب ورکوي. دا هسې یو مثال و، تاسو د خپلو اهدافو مطابق لومړيتوب وپېژنئ او باید پوه شئ، چې لومړی کوم هدف ترلاسه کړئ.  همدارنګه دا پوښتنه هم باید ځواب کړئ، چې په هممهاله توګه د دوو هدفونو تعقیبول کومه ستونزه پيدا کوي؟ که په یوه وخت کې د دوو هدفونو تعقیبولو ستونزه نه پیدا کوله، کولای شئ هممهاله یې هم تعقیب کړئ.  

درېيم| ځان هڅونه په پام کې ونیسئ!

په نوره نړۍ کې د پرمختګ په وخت کې نور خلک/کورنۍ تاسو ستايي؛ خو زموږ او ستاسو په ټولنه کې ډېر کم خلک د نورو پرمختګ ستايي او مقابل کس ته ډاډ ورکوي. نو له همدې امله تاسو باید د ځان تشویقولو هڅه وکړئ. ددې کار ګټه دا ده، چې تاسو د هدف ترلاسه کولو لپاره لا ډېره انرژي ترلاسه کوئ. مثلا ووایئ، که هدف ته ۲۰% نږدې شوم، نو فلاني ځای ته چکر وهم، یا فلانی کتاب/موبایل او ... اخلم. دا هغه چارې دي، چې تاسو پخپله هڅوي. په دې توګه تاسو تل پُر انرژي پاتې کېږئ.  

څلورم| فردي نظم ته پام وکړئ!

ارواپوهنه وايي، چې د انسان بریا د هغه په فردي نظم پورې اړه لري. راځئ چې لږ یې واضح کړم. ستاسو د لباس/بدن او ويښتانو منظمتیا، د کوټې پاکوالی، د ویدېدو/پاڅېدو او ورزش وخت، د مطالعې مشخص وخت او ورته نور مسایل ستاسو په فردي نظم کې راتلای شي.  که فردي نظم د پلان برخه وګرځوئ، نو ډېر ژر به خپل هدف ته ورسېږئ. په دې برخه کې زموږ توصیې دا دي:  

• وخته ویدېږئ او وخته پاڅېږئ.

• خپل ځان/ويښتان منظم ساتئ.

• تل پاک ګرځئ.

• ورزش حتمي کړئ. آن قدم وهل هم بسنه کوي. او ...  

پنځم| پر تدریج باور ولرئ!

ځینې خلک تر لنډې مودې هڅې وروسته ناهیلي کېږي. ددې وجه دا ده، چې دوی پر تدریج باور نه لري. په دې معنا، چې دوی غواړي ژر او پرته له ځنډه خپل هدف ترلاسه کړي. په داسې حال کې چې دا کار ناممکن دی. مثلا که تاسو په زینو بره خېژئ نو نه شئ کولای، چې راسا بام ته وخېژئ. بلکې اړ یئ، چې له لومړي پوړ یې پیل کړئ او تر آخره ورشئ. ورو خو متداوم کار تاسو ته یوه پایله درکولای شي. نو زموږ توصیه دا ده، چې هره ورځ خپل هدف ته کار کوئ او يو وخت به ووینئ، چې پایله مو ترلاسه کړه. دری ژبي وايي "چک چک/چکله چکله دریا میشه!"  

شپږم| لنډمهالي اهداف وټاکئ!

له دې څخه زموږ موخه دا ده، چې د لویو هدفونو ترڅنګ ځینې کوچني اهداف هم وټاکئ، چې ستاسو د اصلي هدف مسیر را لنډوي. مثلا که د انګلېسي ژبې زده کړه ستاسو هدف وي، په ورځ کې د یو انګلېسي متل زده کول هم د خپل پلان برخه وګرځوئ. دا کار دوه ګټې لري، یو دا چې تاسو انګلېسي زده کوئ او بله دا چې ستاسو د انرژۍ سبب کېږي او پر ځان باور مو ډېرېږي.  

اووم| ژمن پاتې شئ!

ځينې خلک هدف وټاکي او تر لنډې مودې وروسته خپل هدف ته ژمن پاتې نه شي او پر نورو کارونو یې سر شي. دا کار شاید عادي ښکاره شي؛ خو ارواپوهان وايي چې خپل هدف ته ژمن نه پاتې کېدل په اوږدمهال کې ستاسو پر ځان باور هم له منځه وړي او په ژوند کې مو د ناکامۍ اساسي سبب ګرځي. نو زموږ لارښوونه دا ده، چې که تاسو نوي کال ته پلان جوړوئ، نو حتما تر پایه خپل هدف ته ژمن پاتې شئ.  

اتم| د پلان تطبیق مهم دی!

ځينې خلک د کاغذ پر مخ ډېر عالي پلان جوړوي؛ خو د تطبیق پر مهال یې لټي کوي. په داسې حال کې چې د پلان تر جوړولو تطبیق خورا مهم دی. که تاسو هم غواړئ خپل هدف ته ورسېږئ نو هڅه وکړئ د پلان تر جوړولو وروسته په تطبیق کې هم خپل سل سلنه قوت و ازمايئ.

Related Articles

3 articles
Aug 12, 2020
3,603 views

د اولاد تربیه او کورنی چاپېریال

زمونږ په ټولنه کې زیات مور و پلار په لوی لاس خپل اولاد د بې لارېتوب لوري ته کشوي، هغوی خپل اولاد ته خبرې د پېغور په ډول کوي. د مثال په ډول که کوم بچی یې له کوم تکړه ډاکتر څخه متاثره شوی وي او د پلار یا مور پر وړاندې ووایي چې که لوی شم زه به هم ډاکتر...

Jul 10, 2022
2,152 views

په اختر کې دې څلورو ټکو ته حتماً پام وکړئ!

په اخترونو کې اکثره ددې مهمو مسایلو په برخه کې بې غوره وي او په دې توګه خپل ځان او یا هم نورو ته تاوان رسوي. تاسو د يوه لوستي انسان په توګه باید دې ټکو ته جدي پام وکړئ! • خپلې ټولې پيسې مه مصرفوئ!تاسو به هم لیدلې وي چې ځينې وګړي او په ځانګړي توګه ځو...

Dec 14, 2020
2,802 views

د یوناني ژبې په اړه لا ډېر پوه شئ!

یوناني ژبه په یونان، قبرص، اناتولیا، بالکان، د تور سمندر د سمندرغاړو په ځینو سیمو کې، ختیځې مدیترانې او د ایټالیا په سوېل کې ویل کیږي. په عصري یوناني کې یې نوم (Ελληνικά)، په روماني شوو تورو (Elliniká) او پخوانۍ یونانۍ کې (Ἑλληνική) لیکل کیږي. د ایند...

Recommended For You

Jun 02, 2023
37,889 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
31,820 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
30,952 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article