لیکنه ـ ریاض مقامزی
حکایت دی، چې په لمانځه کې د یوه کس موبایل وشرنګېد. سندره پرې ثبت وه. خلکو تهدید کړ او ویې رټه. هغه هم جومات ته تګ پرېښود. بله ورځ همدا کس میکدې (شرابخانې) ته لاړ. پیاله ترې ولوېده؛ ټوټه ـ ټوته شوه. مالک یې په خوږه لهجه وویل: "خیر دی. له سر نه دې ځار!" له هماغې ورځې وروسته یې دایمي پېرېدونکی شو.
د حکایت درسونه
ځينې خلک فکر کوي، چې دا حکایت دیني ارزښتونو ته د یو ډول سپکاوي لپاره جوړ شوی؛ خو حقیقت برعکس دی. اصلا پدې حکایت کې موږ خپل دیني ارزښت ته متوجه کېږو. چې هغه نېک چلند او ښه اخلاق دي. که د رسول الله ﷺ سیرت مطالعه شي، د ترحم، ښه اخلاق او نېک چلند سلګونه/زرګونه بېلګې موندلای شو؛ ګڼې داسې واقعې شته، چې د رسول الله ﷺ او صحابه کرامو "رض" له نېک چلند څخه نور خلک متاثره شوي او مسلمانان شوي دي؛ نو پر دې اساس ددې نکل دقیقه معنا ستاسو په فکر کې لوی مثبت تغییر راوستلای شي. له دې حکايت ځينې نور عمومي درسونه پدې ډول دي.
- د خپلو الفاظو ساتنه وکړئ او په ډېر فکر خبرې کوئ. ستاسو کوچنۍ خبره، پېغور، ښکنځل او نورې بدې خبرې د یو چا پوره ژوند تباه کولای شی. هېچا ته د ته نه پوهېږې، کم عقل یې، ته به ښه ورځ و نه ګورې، ډارن یې او ورته نور الفاظ مه کاروئ. کېدای شي هغه رښتيا هغسې نه وي؛ خو ستاسو دا خبره له هغه رښتيا هماغسې بد او ناکام انسان جوړ کړي.
- د خپل چلند په فکر کې اوسئ. هېڅکله داسې چلند مه کوئ، چې له امله یې کوم کس د کمترۍ، کمزورۍ، بې وسۍ او تحقير احساس وکړي. پخپل ژوند کې ډېر نرم او نېک چلند کړئ.
- دا ومنئ چې ستاسو خبرې او رفتار پر نورو اغېز لري. ځينې خلک فکر کوي، چې ددوی خبرې او رفتار د نورو پر ژوند اغېز نه لري؛ خو داسې نه ده. ستاسو سوړ چلند یو ملګری مو پر ملګرتیا بې باوره کولای شي، له ټوکو یو څوک کمزوری مخاطبول هغه رښتيا کمزوری کولای شي؛ نو دا ومنئ چې ستاسو خبرې او رفتار پر نورو اغېز لري. پر دې اساس خپل رفتار او خبرې مثبتې کړئ، ترڅو پر نورو مو اغېز هم مثبت وي.
- ليکنه خپره کړئ، ترڅو نور خلک ترې هم برخمن شي.