ليکنه ـ ریاض مقامزی
که په ژوند کې د پرمختګ، بریا، خوښۍ او سکون په لټه کې یئ؛ نو دا لارښوونې تل په یاد ولرئ او عمل پرې وکړئ.
- د "خلک به څه وايي؟" مفکوره ختمه کړئ.
- له ډېرو خبرو ځان وژغورئ.
- مسکا خپل عادت وګرځوئ.
- تل یوه اندازه پیسه سپما کوئ، ترڅو په سخت وخت کې مو پکارې شي.
- د تقلید پر ځای تخلیق ته کار وکړئ.
- هره ورځ مطالعه کوئ. البته که ډېره لږه هم وي؛ خو بايد هره ورځ وي.
- صحي خواړه وخورئ. سبزيجات او مېوې تر ټولو ښه انتخابونه کېدای شي.
- حتما ورزش کوئ. د ورځې نیم ساعت منډې وهل هم کفايت کوي.
- له خپلو خطاوو زدکړه وکړئ.
- د ورځې نیم ساعت او یا هم یو ساعت تفکر ته بېل کړئ.
- د نورو په عیبونو پسې مه ګرځئ.
- خپلې کمزورۍ معلومې کړئ او ختمولو ته یې مټې راونغاړئ.
- که نړۍ بدلوئ نو اول خپل ځان بدل کړئ.
- هېڅکله په احساساتو کې پرېکړه مه کوئ.
- د هر چا د خوشحاله ساتلو هڅه مکوئ.
- د "نه" ویلو هنر زده کړئ.
- که خپل درنښت غواړئ، د نورو احترام هم کوئ.